د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

ترکي پولیسو د انساني قاچاق په تور ۲۰ تنه نیولي


ترکيه اروپایي هېوادونو ته له غیر قانوني لارو د کډوالواو پناه غوښتونکو د تلو د مخنیوي د اقداماتو په ترڅ کې د شاوخوا ۲۰ قاچ وړونکو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د ترکیې پولیسو د هغو کسانو په وړاندې چې اروپایي هېوادونو ته انسانان قاچاق کوي، د سې شنبې په ورځ په هېواد کې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې لږترلږه ۲۰ تنه ونیول.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخکې دغه کسان پرون سهار د اژې د سمندرګي په غاړه له ایزمیرنه نیولې، سوریې پولې ته نږدې تر سنلیورفا او د تورې بحیرې تر سامسون پورې په پنځو سیمو کې نیولي دي.

ویل شوي چې دغه کسان د درې میاشتو تحیقیقاتو په نتیجه کې نیول شوي دي.

نیول شوي مشکوک قاچاق وړونکي د ترکیې، سوریې او عراق اتباع ښودل شوي او ګومان کېږي چې د اژې د سمندرګي په اوږدو کې د ترکیې له سواحلو به یې خلک د پیسو په بدل کې په کښتیو کې لېږدول.

د ترکيې د رسنیو له مخې د انسانانو د قاچ وړونکو په وړاندې عملیات دوام لري او ښایي نورقاچ وړونکې هم ونیول شي.

له دغو قاچاق وړونکو سره ځیني اسناد لکه د کډوالو د نومونو فهرستونه، نغدې پیسې او د پیسو د شمېرلو ماشینونه ترلاسه شوي دي.

د فرانسپرس په وینا ترکیه تېرکال د سوریې، عراق، افغانستان، ایریتریا او نورو هېوادونو د کډوالو او پناه غوښتونکو چې هڅه یې کوله د یونان د ټاپوګانو له لارې د اروپایي اتحاديې غړیو هېوادونو ته ځان ورسوي، په یوه ستر مرکز بدله شوې وه.

ویل کېږي تېر ۲۰۱۵ میلادي کال یومیلیون کډوال د اژې د سمندرګي له لاري اروپا ته تېر شوي چې اروپایي چارواکي یې دې ته اړکړي و چې د دغه ستونزې په هواري کې له ترکیې مرسته وغواړي.

د هغه تړون له مخې چې د روانې میاشتې په پیل کې د انقرې او اروپايي اتحادېې ترمنځ وشو، ټول هغه کډوال به چې د یونان ټاپوګانو ته رسېږي، بېر ته ترکیې ته استول کېږي.

​د دغه تړون له مخې چې د مارچ په شلمه وشوه، له ترکیي یونان ته د تلونکو کسانو شمېر ډېرکم شوی دی.

خو پردې سربېره اروپایي مشرانو په دې ټینګارکړې چې ترکیه باید هغه کسان هم وځپي چې د انسانانو په قاچاق کې لاس لري.

راپور: نوریاس نوري

XS
SM
MD
LG