د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د بخښنې نړیوال سازمان: ترکیه دې افغانان په زوره نه باسي


د بخښنې نړیوال سازمان پر ترکیې غږ وکړ چې افغان کډوال له خپلې خاورې په زوره ونه باسي.

د دې سازمان د افغانستان د برخې مسوولې، حریې مصدق ازادي راډیو ته وویل:

"د بخښنې نړېوال سازمان د ترکیې له چارواکو جدي غوښتنه کړې چې له خپلې خاورې د پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ ودروي، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو له بهر کولو لاس واخلي چې اروپا ته له داخلیدو سره هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي. په عین حال کې د بخښنې نړیوال سازمان له ترکیې دا غواړي چې له هغو ټولو مواردو چې له اروپایي ټولنې سره په موافقې کې وو، د بشري حقونو اصولو او د جینوا د کنوانسیون په ګډون ټولو نړېوالو اصولو څخه دې سرغړونه نه کوي."

د راپورونو له مخې ترکیې په وروستیو کې ۳۰افغانان بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

انقرې وروسته تر دې دا کار وکړ چې د جمعې په ورځ یې له اروپایي ټولنې سره د کډوالو په برخه کې یوه موافقه لاسلیک کړه.

حریه مصدق وایي چې له اروپایي ټولنې سره چې ترکیې کومه موافقه کړې ده د هغې له مخې یې هم باید افغانان له خپلې خاورې نه وای ایستلي.
مېرمن مصدق زیاته کړه:

"د بخښنې نړیوال سازمان خپله اندیښنه د یو شمېر افغانانو په برخه کې څرګندوي چې مخکې په ترکیه کې وو. د دې کسانو ایستل د هغه موافقې له مخې چې د ترکیې او اروپایي ټولنې تر منځ شوې وه، یو مخ غیر قانوني دي. د هغې له مخې ترکیه مکلفه وه چې دا افغانان تر هغه وخته له خپلې خاورې ونه باسي چې په افغانستان یا بل درېیم ګړي هېواد کې د دوی د استوګنې ستونزه نه وي هواره شوې، خو له بده مرغه ترکیې له دې تړون او نورو بشري اصولو څخه سرغړونه کړې او له خپلې خاورې څخه یې د افغانانو په ایستلو لاس پورې کړی دی."

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانان د طالبانو له بریدونو ویره لري او دوی پرته له دې چې دوسیه یې عادلانه وڅیړل شي بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی وایي چې دوی له یو شمېرکډوالو سره خبرې کړې دي او یوه ورته ویلي دي، که چیرته بیرته ولاړ شو، طالبان به مو ووژني.

خو ترکیي چارواکي وایي چې دوی روانه اوونۍ ۲۷ افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه کړي دي.

ترکیي ته افغانان د دي لپاره ځي چې له هغه ځایه اروپا ته ولاړ شي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې په تیرو درېیو میاشتو کې اروپا ته د تلونکو افغانانو شمېرکم شوی دی، خو بیا هم زرګونو ته رسیږي.

د کډوالو د چارو د وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخیل وايي:

"په ۲۰۱۵ کال کې ۲۵۰۰۰۰ افغانانو په اروپایي هېوادو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې. دوی یوازې له افغانستانه، له ایران او نورو اروپایي هېوادو څخه هم د اروپایي ټولنې هېوادو ته مخه کړې.د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۳۰۰۰۰ افغانانو په اروپایي هېوادو کې د پناه غوښتنه کړې ده."

ډیلي ټیلګراف ورځپانې روانه اوونۍ خبر ورکړ چې د اروپایي کمیسېون د بهرنۍ تګ لارې څانګې او د بهرنیو عملیاتو د خدماتو ادارې یو پلان چمتو کړی دی څو شاوخوا اتیا زره افغانان له اروپا څخه بیرته افغانستان ته واستوي.

تراوسه په رسمي ډول افغانستان ته د دې کسانو د لیږلو په اړه څه نه دې خپاره شوي. خو اروپایي ټولنې له ترکیې سره موافقه کړې ده چې له دغه هیواد سره به اقتصادي مرستې وکړي څو د هغه په بدل کې ترکیه د هغو کډوالو مخه ونیسي چې اروپا ته ځي.

راپور: اجمل صدیق

XS
SM
MD
LG