د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی


د بخښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په زیاتیدونکي ډول له ګواښ سره مخامخ دی.

دغه سازمان په خپل کلني راپور کې لیکلي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال پرتله په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په ملکي تلفاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، افغانستان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ملکي تلفاتو د ډېروالې په برخه کې بیساری وو.

دغه سازمان په خپل کلني راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پرله پسې ډول په خرابېدو دی او له دې کبله یې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د بخښنې نړیوال سازمان څېړونکي حوریه مصدق له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ملکي تلفاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی:

"د ملکي تلفاتو شمېر په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ډېر شوی دی، د بېلګي په ډول د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۴ میلادي کال پرتله تقریباً ۶۰ فیصده ډېروالی راغلی دی، د دغې مرګ ژوبلې۷۰ فیصده یې د حکومت د وسله والو مخالفو ډلو په لاس پاته نور یې د حکومتي ځواکونو او دهغوی د پلویانو له خوا شوي دي، له بده مرغه یو لږ شمېر یې لا معلومه شوې نه ده چې د کومې ډلې له خوا وژل شوي دي."

په دې راپور کې له وسله والو طالبانو څخه په کلکه غوښتل شوي چې ژر تر ژره خپل هغه بریدونه چې د خلکو ژوند ته په کې بې اعتنایې ښودل کېږي، ختم کړي.

دغه راز راپور وایي، تر دې لا ډېر افغان حکومت مسوولیت لري چې د ملکي افرادو د خوندیتوب لپاره لا ډېر کار وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنېشنل همدې وضعیت ته په کتو دا تصادفي نه بولي چې لسګونه زره افغانان د خپل ژوند په بیه اروپایې هېوادونو ته د رسېدو لپاره د سفر خطرونه مني او کډوالۍ ته مخه کوي.

د دې سازمان په کلني راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو هغه فعالان هم چې د عامو وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره په زغرده اواز پورته کوي، په بېساري ډول د بریدونو له ګواښونو خلاص نه دي.

تر دې وړاندې افغان حکومت د ملګرو ملتونو هغه راپور نیمګړی بللی وو چې په کې افغان ځواکونه په ۱۰۰ کې د ۱۷ فیصده ملکي مرګ ژوبلې مسول بلل شوي وه.

د اجراییه ریاست مسولینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې یوناما د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ملکي تلفاتو ارقام وړاندې کړي، په داسي حال کې چې طالبان په ۲۴ ولایتونو کې ملکي وګړي په نښه کوي.

د امنسټي انترنېشنل په نوې راپور کې ټولو هغو هېوادونو ته چې د بشري حقونو وضعیت په کې ناسم ښودل شوی اشاره شوې او وایې، نه یوازې د خلکو حقونه بلکې هغه قوانین او سیسټمونه چې د دغو حقونو د خوندیتوب لپاره دي، هم له ګواښ سره مخامخ دي.

په راپور کې پر حکومتونو غږ شوی چې دهغو سیسټمونو څخه سیاسي ملاتړ او په بشپړ ډول یې تمویل کړي چې د نړیوالو قوانینو او د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG