د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۱

امریکا: افغانستان د جبري کار او انسانانو د قاچاق مهمه سرچینه ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان د جبري کار او د انسانانو د قاچاق یوه مهمه سرچینه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، له هغه تنکیو ځوانانو څخه چې له افغانستانه په قاچاقي ډول بهر ته بوول کېږي، ناوړه جنسي استفاده کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې په خپل نوي راپور کې یې په ټوله نړۍ کې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي پر ستراتیژۍ تمرکز کړی افغانستان د انسانانو د قاچاق او جبري کار د مهمې سرچینې په توګه یاد کړی دی.

په دې راپور کې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي او د قاچاقبرانو د تعقیب او نیولو په برخه کې د حکومتونو اقدامات ارزول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي، افغانستان د هغو نارینه وو، ښځو او ماشومانو د قاچاق سرچینه او د ترانزیت او مقصد هېواد دی چې د جبري کارونو او جنسي ترافیک لپاره له هغو کار اخیستل کېږي.

د راپور له مخې په افغانستان کې د انسانانو د قاچاق تر ټولو زیات قربانیان هغه ماشومان دي چې وروسته د غالیو او خښتو په فابریکو او په کورونو کې د نوکرۍ، د ګټې لپاره د جنسي ناوړه استفادې، ګدایۍ، د کوکنارو د کرکیلې، د مخدروموادو په نړیواله سوداګرۍ او په افغانستان کې دننه او په منځني ختیځ، اروپا او جنوبي آسیا کې د لاریو د ډریورانو د کلینرۍ په مقصد کار ترې اخیستل کېږي.

د ښځو د کارموندنې غیرحکومتي موسسو په افغانستان کې داسې نارینه، ښځې او ماشومان هم ثبت کړي چې د پور په بدل کې شاقه کارونه کوي.

راپور زیاتوي، د بچه بازۍ په ګډون د ناوړه جنسي استفادې لپاره په افغانستان کې د ماشومانو د خرڅلاو موارد هم لیدل شوي دي چې په ترڅ کې یې د حکومت او امنیتي ځواکونو چارواکي له وړو هلکانو څخه د عیاشۍ او ناوړه جنسي استفادې په مقصد کار اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت راپور افغان حکومت ته وړاندیز کړی چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وړو هلکانو د استخدام او له هغو څخه د ناوړه جنسي استفادې مخه ونیسي او د امنیتي ځواکونو له لیکو د هغو له رخصتولو وروسته باید د دې ماشومانو ساتنه او په ټولنه کې د هغو منل یقیني کړي.

په راپور کې سپارښتنه شوې چې افغان حکومت باید د مجرمانو د قانوني تعقیب او پر هغو د څارنې اقدامات جدي کړي او د انسانانو د قاچاق له قوانینو سره سم د هغو چارواکو په اړه چې په سرغړونو تورن دي تحقیق وکړي او تر قانوني تعقیب لاندې یې ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې پر نورو وړاندیزونو سربیره له افغان حکومت څخه غوښتنه شوې چې د انسانانو د قاچاق قربانیانو ته سزا ورکول بند کړي.

XS
SM
MD
LG