د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

افغانستان د کډوالو د بیرته ستنیدو لګښتونه نه شي برابرولای


سید حسین عالمي بلخي
سید حسین عالمي بلخي

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، افغان حکومت نه شي کولای په یواځې توګه افغانستان ته د کډوالو د بیرته ستنیدو لګښتونه برابر کړي.

سید حسین عالمي بلخي د پنجشنبې په ورځ د (جې اووه پلس) یا اووه باندې ډلې هېوادونو غونډې ته وویل چې دغه ستونزه ملي او نړېوال اړخونه لري او نړېوال هم باید په دغه پروسه کې همکاري وکړي.

افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې تر سوریې وروسته تر ټولو زیات وګړي یې په بهر کې د کډوالۍ شپې او ورځې تیروي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، څه باندې شپږ میلیونه افغانان دا مهال په ګاونډیو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې میشت دي.

سید حسین عالمي بلخي د پنجشنبې په ورځ د (جې اووه پلس) هېوادونو غونډې ته وویل، نړېوال باید په داوطلبانه ډول د دغو کډوالو په بیرته ستنیدو کې چې سلګونه میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، مرسته وکړي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"د افغانستان دولت په یواځې توګه د دغې سترې پروسې لپاره چې ملي او نړېوال اړخونه لري، بودجه نه شي برابرولی. هیله لرو د نړېوالو همکارانو په مرسته او د خپلو پلانونو په عملي کیدو سره هېواد ته زموږ د وطنوالو د راستنیدو لپاره اساسي ګامونه واخیستل شي."

ښاغلي بلخي وویل، د روان کال په ترڅ کې د کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ په هدف ځيني اقدامات کوي.

نوموړي له اروپایې ټولنې سره د کډوالو په اړه مذاکرې، په امنو سیمو کې د پانګونې له لارې د کاري زمینو برابرول، د انساني قاچاق سره د مبارزې د قانون تصویبول او داسې نور، د راتلونکې لپاره له خپلو مهمو اقداماتو یاد کړل.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې یواځې د ۲۰۱۵ میلادي کال په ترڅ کې څه باندې دوه لکه افغانان د ناامنیو له امله د ترکیې او یونان له لارې اروپا ته په غیرقانوني توګه کډوال شوي دي.

خو ډیلي ټیلګراف ورځپانې روانه اوونۍ خبر ورکړ چې د اروپایي کمېسیون د بهرنۍ تګ لارې څانګې او د بهرنیو عملیاتو د خدماتو ادارې یو پلان چمتو کړی دی څو شاوخوا اتیا زره افغانان له اروپا څخه بیرته افغانستان ته واستوي.

اروپایي ټولنې له ترکیې سره موافقه کړې ده چې له دغه هېواد سره به اقتصادي مرستې وکړي څو د هغه په بدل کې ترکیه د هغو کډوالو مخه ونیسي چې اروپا ته ځي.

په همدې حال کې د بخښنې نړېوال سازمان هم پر ترکیې له دې امله انتقاد کړی چې افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې باسي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر هم وایي، له اروپایې هېوادونو سره به په دې اړه بحث وکړي چې د افغان کډوالو اسناد په انفرادي توګه وڅیړي او ټوله له خپلې خاورې ونه باسي.

اخوا د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخیل د جې اووه پلس هېوادونو غونډې ته وویل، هڅې کوي څو د افغانانو لپاره کاري زمینې برابري کړي څو بهرته د هغوی د تګ مخنیوی وشي.

اغلې اوریاخېل زیاته کړه:

"افغانستان کوښښ کوي څو د ځوانانو لپاره کاري زمینې برابره کړي. دا زموږ په کاري لومړیتوب کې ځای لري. د وروستیو شمېرو له مخې د افغانستان نفوس په نړۍ کې تر ټولو ځوان نفوس دی."

د افغانستان حکومت په داسې حال کې دا غوښتنه مطرح کوي چې د مرکزی بانک د معلوماتو له مخې افغان کډوالو په تیر کال کې له افغانستانه شاوخوا دوه میلیارده ډالر له ځان سره بهر ته وړي دي.

د چارو کارپوه سیف الدین سیحون وایي، که حکومت دننه لازم امکانات د خلکو لپاره برابر کړي نو نه به له افغانستانه په غیرقانوني توګه دومره پیسې و وځي او نه به هم افغان حکومت د خپلو کډوالو را ستنیدو لپاره نړېوالو مرستو ته اړ وي.

قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG