د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

بلخي: په اروپايي هېوادونو کې به د یو شمېر افغان کډوالو غوښتنلیکونه ومنل شي


ځیني اروپایې هېوادونه له افغانستان سره د یو شمېرافغان کډوالو د منلو پر سر نتیجې ته ورسیدل.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، هغه افغانان چې په دغو اروپایې هېوادونو کې منل کیږي ورته د کار زمینې هم برابریږي.

سید حسین عالمي بلخي همدارنګه وویل چې په غیر قانونی توګه بهرته د افغانانو د تلو د مخنیوي او په هېواد کې ورته د کاري زمینې د برابرلو په اړه هم یوشمیر پروګرامونه په پام کې دي.

په اروپایې هېوادونو کې د ۲۵۰ زرو افغان کډوالو حضور او د دوی د نه منلو ګواښونه افغانستان له ستونزو او اندیښنو سره مخامخ کړی.

خو د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایي چې ځیني اروپایې هېوادونه د افغانستان له حکومت سره یوې هوکړې ته رسیدلي چې له مخې به یې د یو شمېرافغان کډوالو غوښتنلیکونه ومنل شي.

عالمی بلخي د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه هېوادونه په سر کې د خبرو لپاره نه حاضریدل خو له ډيرو هڅو وروسته دغو هیوادونو قناعت وکړ:

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"له اروپایې هېوادونو سره د مذاکراتو پر مهال لومړېو کې هغوي خبرو اترو ته حاضر نه وو خو په نهایت کې کوم استدلال چې د افغانستان حکومت درلود هغوي ومنل چې یو شمېر کسان باید ډیپورت نه شي، د یو شمېر کسانو د کډوالۍ غوښتنک لیکونه باید ومنل شي، په مجموع کې په دې موضوعاتو زموږ مزاکرات پیل شوي په څو برخو کې غواړو چې کار وکړو."

له تېریوه کال راهیسې دوه نیم لکه افغانان قاچاقي ډول اروپایې هېوادونو ته ځانونه ورسول او سلګونه تنه هم په اوبو کې ډوب شول.

همدارنګه د افغانستان د کډوالواو راستنیدونکو چارو وزیر هم په دې اړه اندېښنه څرګندوي او ټينګار کوي چې بهرته د افغانانو د غیر قانوني تګ د مخنیوي لپاره ځیني پروګرامونه ترلاسه لاندې لري.

د کډوالو چارو وزیر وایي، هغه افغانان چې په بهر کې ستونزې لیدلي اوس مهال په داوطلبانه ډول غواړي چې هېواد ته را وګرځي.

خو اوس پوښتنه دلته ده چې دا ډول پروګرامونه به څومره د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

د ولسي جرګې غړي عبدالودود پیمان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"افغان حکومت ښه کار کړی خو زه بیا هم ټينګار کوم چې باید په اروپا کې د افغان کډوالو ستونزې حل شي، ترڅو هلته د کډوالو په توګه ومنل شي."

خو له دې سره د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر بهر ته په غیر قانوني ډول د افغانانو د تګ د مخنیوی، خلکو ته د کاري زمینو برابرول او د حرفوي زده کړو اسانتیاوې له هغو طرحو دي چې د دوې په وینا بهرته به د افغانانو د قاچاقي تګ مخه ونیسي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG