د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۴

د افغانستان په جګړه کې امریکايي عسکر په رواني نارغیو اخته شوي


لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه په خپلې تازه ګڼې کې لیکي، چې تیر یو کال افغانستان د امریکایي ځواکونو لپاره تر بل هر وخت خونړی و.

د ورځپاڼې په وینا په دوه زره لسم کال کې تر یو سل او اوویا ډیر امریکایي عسکر په افغانستان کې ټپیان شوې دي، چې د پنځه شپیتو یې دواړه پښې قطع شوې دي.

پوځي چارواکي وایي، د امریکایي ځواکونو د تلفاتو د ډیریدو یو علت د طالبانو هغه بمونه دي، چې دوی یې په خپله جوړوي. دغو بمونو تیر میلادي کال د څلورسوه نهه نوي امریکایي پوځیانو ژوند واخیست.

د جرمني لندز هوت روغتون د امریکایي ټپي شویو عسکرو درملنه کوي. د دې روغتون ډاکټران وایي، یوازې جسمي ټپونو امریکایي عسکرو ته ستونزه نه ده پیدا کړې، د دغو پوځیانو ګڼ شمیر له روحي ستونزو سره مخامخ شوې دي او هر یو یې غواړي چې ژوند یې هغسې شي لکه تر جګړې مخکې چې و.

ایرو ایشیا ویو

ایرو ایشیا ویو خپرونې بیا د افغانستان په جګړې کې د افغانانو پر روحیاتو لیکنه خپره کړې ده. د دې مقالې سرلیک دی، ملګري ملتونه د خلکو د زړونو او ذهنونو په جذبولو کې ډير بریالي نه دي.

په دې لیکنې کې لولو، ملګري ملتونه غواړي چې په افغانستان کې مطرح وي خو دا اندیښنه شته چې دغه سازمان د افغانستان د مشرانو او ډیرو خلکو په نظر خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی.

د ایروایشیا ویو په نظر ښایي په مزارشریف کې د ملګرو ملتو پر دفتر د مظاهره کوونکو برید یو مثال وي، چې خلک له ملګرو ملتو خوښ نه دي، دا ځکه چې د مظاهرې له علت سره ملګرو ملتو هیڅ ډول ارتباط نه درلود.

د خپرونې په باور د افغانستان یو شمیر خلک د ملکیانو د مرګ ژوبله د ملګرو ملتو له سیاسي دفتر یا یوناما سره مرتبطه ګڼي چې له دې سره په افغانستان کې د ملګرو ملتو بې طرفي متاثره کیږي.

د ایرو ایشیا ویو په باور که چیرته ملګري ملتونه په افغانستان کې د خلکو په منځ کې خپل اعتماد له لاسه ورکړي، نورې ستونزې به هم ورسره پیدا شي، ځکه چې ملګري ملتونه غواړي، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه ونډه ولري داسې چې د منځګړي نقش ولري، خو که چیرته خپله بې طرفي ثابته نه کړي یوازې د سولې په برخه کې نه په ملکي چارو کې به هم په خپلو کارونو کې په افغانستان کې له ستونزو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG