تازه خبر
شنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۱

د امریکا، چین او روسیې مشرانو د څلورو نړیوالو موضوعاتو په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

د چین په شنژن ښار کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ، د چین د ولسمشر شي جین‌پنګ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ لومړۍ درې‌اړخیزه غونډه
د چین په شنژن ښار کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ، د چین د ولسمشر شي جین‌پنګ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ لومړۍ درې‌اړخیزه غونډه

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ، د چین د ولسمشر شي جین‌پنګ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ لومړۍ درې‌اړخیزه غونډه د چین په شنژن ښار کې پای ته ورسېده.

د دې غونډې په پای کې د نړۍ د انرژۍ د تأمین، نړیوال عدالت، اټمي جګړې او د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړښت د اصلاح په اړه په څلورو برخو کې ګډه اعلامیه خپره شوه.

دا اعلامیه د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» لومړی د کرملېن وېب‌پاڼې او د چین دولتي خبري اژانس سینهوا خپره کړه او وروسته سپینې ماڼۍ هم نشر کړه.

دا غونډه د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (اپېک) سازمان د سرمشریزې په څنډه کې جوړه شوې وه او د دغو درېیو هېوادونو د مشرانو لومړنۍ رسمي درې‌اړخیزه لیدنه بلل کېږي.

ټرمپ د غونډې په پیل کې دا خبرې تاریخي وبللې او ویې‌ویل: "موږ په رښتیا د تاریخ په جوړولو بوخت یو."

هغه زیاته کړه چې له خبرو اترو پرته هېڅکله سوله نه‌ده ټینګه شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین‌پنګ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین‌پنګ

شي جین‌پنګ هم دا غونډه د «بدلون راوړونکي اهمیت» لرونکې وبلله او ویې‌ویل، د سترو قدرتونو همکاري په نړۍ کې د سولې لامل کېږي، خو د دوی ترمنځ شخړې نړۍ ګډوډۍ ته ټېل وهي.

د چین ولسمشر همدارنګه د اټمي وسلو د بشپړ بندیز او له‌منځه وړلو غوښتنه وکړه.

ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې په ګډون د سیمه‌ییزو شخړو د حل په برخه کې د درې واړو هېوادونو ګډو ګټو ته په اشارې وویل، د دوی همکاري کولای شي نړیوال ثبات پیاوړی کړي.

خو د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د ایران او اوکراین د جګړو د پای ته رسولو لپاره کوم مشخص تعهد نه‌دی شوی.

ټرمپ تر غونډې مخکې د اټمي وسلو کنټرول د خبرو اترو یو له مهمو هدفونو بللی و، خو چین تر اوسه د امریکا او روسیې ترمنځ د اټمي وسلو د کمولو په خبرو کې له ګډون ډډه کړې.

د ایران جګړه هم د هغو موضوعاتو څخه وه چې تمه کېده په دې خبرو کې به پرې بحث وشي.

د جګړې دوام او د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو د لېږد د بهیر اختلال د نړۍ د انرژۍ امنیت له ننګونو سره مخ کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د چین ولسمشر شي جین‌پنګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د چین ولسمشر شي جین‌پنګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

ټرمپ تر درې‌اړخیزې غونډې مخکې له شي جین‌پنګ سره په جلا لیدنه کې د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ د لېږد پر دوام ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې امریکا او چین په دې برخه کې او همدارنګه اټمي وسلې ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په برخه کې ګډې ګټې لري.

خو نوموړي له فاکس‌نیوز شبکې سره په مرکه کې وویل چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره به له چین یا روسیې د مرستې غوښتنه ونه‌کړي.

ټرمپ د هغه څه په اړه چې ده د ایران د سمندري او هوايي ځواکونو ماتې او د دغه هېواد د توغندیز ځواک کمزوري کېدل وبلل، وویل: "هغوی غواړي هوکړې ته ورسېږي، نو زه مرستې ته اړتیا نه‌لرم."

د اوکراین جګړه هم د چین او روسیې له مشرانو سره د ټرمپ په جلا لیدنو کې مطرح شوه.

هغه له شي جین‌پنګ څخه وغوښتل چې د دې جګړې په پای ته رسولو کې همکاري وکړي او له پوتین سره‌یې هم پر دې موضوع خبرې وکړې.

کرملېن د اوکراین جګړه د ټرمپ او پوتین ترمنځ د دوه‌اړخیزې لیدنې اصلي موضوع بللې وه، خو د دواړو لورو ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه‌یې جزئیات خپاره نه‌کړل.

د ټرمپ او پوتین ترمنځ دوه‌اړخیزه لیدنه
د ټرمپ او پوتین ترمنځ دوه‌اړخیزه لیدنه

دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې امریکا، چین او روسیه د ایران او اوکراین د جګړو، د اټمي وسلو د کنټرول او نړیوالې سوداګرۍ پر سر ژور اختلافونه لري.

تر غونډې مخکې شنونکو د سترو هوکړو د ترلاسه کېدو احتمال کم بللی و.

د سولې تر عنوان لاندې خپره شوې اعلامیه کې هم د دغو دوو جګړو د پای ته رسولو لپاره د کومې مشخصې هوکړې یادونه نه‌ده شوې.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG