خبرونه
د امریکا، روسیې او چین ولسمشران په تاریخي غونډه کې سره ویني
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا، روسیې او چین ولسمشران به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د چین په شنژن ښار کې په یوه تاریخي غونډه کې سره وګوري.
دا به د نړۍ د دغو دریو سترو قدرتونو د مشرانو لومړنۍ درېاړخیزه غونډه وي، چې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (APEC) سازمان د سرمشریزې په څنډه کې جوړېږي.
د امریکايي چارواکو په وینا، د اتومي وسلو د زېرمو کمول او د ایران جګړه به د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه وي؛ خو ټاکل شوې نه ده چې په دې غونډه کې د اوکراین جګړې په اړه خبرې وشي، ځکه واشنګټن د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره له مسکو او کییف سره جلا خبرې پر مخ وړي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې ښايي دا غونډه د ۱۹۴۵ کال د یالتا کنفرانس په څېر یوې هوکړې ته لاره هواره کړي، چې له مخې یې ستر قدرتونه د نفوذ سیمې سره ووېشي.
ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ به د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره جلا وویني؛ خو د سفر په مهالوېش کې له ولادیمیر پوتین سره د ټرمپ د جلا لیدنې یادونه نه ده شوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کرکټ؛ افغان لوبغاړي نصیرخان معروفخېل، د زیمبابوې ۷ لوبغاړي وسوځول
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې توپ اچوونکي نصیرخان معروفخېل له زیمیابوې سره د افغانستان د دوهمې ټیستلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۷ لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان او زیمبابوې دوهمه ټیستلوبه پرون (جمعه) په شارجه کې د زیمبابوې په توپ وهنه پیل شوه. د زیمبابوې لوبډلې په لومړۍ ورځ د ۵ لوبغاړو د بایللو په پای کې ۲۵۰ منډې وکړې.
خو نن په داسي حال کې د دغه ټیم پاتې ۵ لوبغاړي وسوځېدل چې ټولټال یې ۲۲۹ منډې کړې وې.
د زیمبابوې دوه نور لوبغاړي د ضیاالرحمن او یمین احمدزي له لوري وسوځول شول.
اوس افغانستان بیټنګ یا توپوهنه کوي.
د دواړو لوبډلو لومړۍ ټیستلوبه بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.
په امریکا کې د الوتنو ځنډ؛ له ۱۵ زرو ډېرې الوتنې اغېزمنې شوې
د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې د تخنیکي ستونزو له امله له دغه هېواده د ټولو وتونکو الوتنو د درولو امر شاوخوا څلور ساعته وروسته بېرته لغوه کړ، خو چارواکي وايي چې عادي حالت ته د الوتنې بېرته راتګ ښايي څو ورځې وخت ونیسي.
د امریکا د ترانسپورت وزیر شان ډافي ویلي، د هوايي ترافیک د کنټرول په مرکزونو کې د رادار او مخابراتي سیستمونو ستونزې د دې پرېکړې سبب شوې وې.
د فلایټرادار۲۴ د شمېرو له مخې، د دې ګډوډۍ له امله څه باندې ۶۶۰۰ الوتنې لغوه او ۸۶۰۰ نورې ځنډول شوې دي.
د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولین ویلي، تر اوسه داسې شواهد نه شته چې دا ستونزه دې د سایبري برید له امله رامنځته شوې وي؛ خو څېړنې روانې دي.
دا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته په امریکا کې د الوتنو دوهمه ستره وقفه ده.
ایاواېم: په دوو اوونیو کې له ۴۳ زرو زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاواېم) موندنې ښيي چې د روان ۲۰۲۶ کال د اکټوبر میاشتې له ۲۵مې د نومبر تر ۷مې له ګاونډیو هېوادونو څه د پاسه ۴۳ زره او ۴۰۰ کسان او څه د پاسه ۲ زره او ۲۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد سازمان په خپل نوي راپور کې چې د جمعې په ورځ د نومبر په ۱۳مهیې خپور کړی وايي چې په یاده موده کې نسبت پخوا ته له ایران څخه د ستنو شویو په شمېر کې ۴ سلنه کموالی، خو له پاکستان څخه د ستنو شویو په شمېر کې ۳۵ سلنه زیاتوالی لیدل شوی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه د روان کال د نومبر تر ۷مې پورې څه د پاسه ۴ میلیونه او ۲۹۰ زره کسان له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په دې کې څه د پاسه ۲ میلیونه او ۵۶۰ زره تنه له ایران او تقریباً یو میلیون او ۷۳۰ زره کسه له پاکستان څخه خپل هېواد راستانه شوي دي.
زېمبابوې د افغانستان په وړاندې د دوهمې ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۰ منډې وکړې
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوهمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د جمعې په ورځ د زېمبابوې ټیم په داسې حال کې چې ۵ لوبغاړي یې له لوبې حذف شول، په ۸۲ اورونو کې ۲۵۰ منډې وکړې.
پچه د زېمبابوې ټیم وګتله او بېټنګیې غوره کړ.
د افغانستان بالرانو څخه نصیر خان معروفخېل د سیالې ډلې ۴ وېکټې او ضیاء الرحمان یوه وېکټه واخیستله.
د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د ټېسټ لومړۍ لوبه چې د لړم تر ۱۹مې یې دوام وکړ په مساوي توګه پای ته ورسېده.
د روانې دوهمې ټېسټ لوبې ګټونکی ټیم به د دغې لوبړۍ بریالۍ لوبډله مشخصه کړي.
د سعودي عربستان په جازان ولایت کې امنیتي خبرداری پای ته ورسېد
د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې د جمعې په ورځ د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې د جازان ولایت لپاره د امنیتي خبرداري د پای ته رسېدو خبرتیا خپره کړه.
یادې ادارې له خبرتیا څو دقیقې مخکې، په سیمه کې د احتمالي خطر خبرداری ورکړی و.
جازان ولایت کې د ارامکو کمپنۍ د تېلو یوه تصفیه خونه ده چې د ورځې د ۴۰۰ زره بېرلو خامو تېلو د تصفیې ظرفیت لري.
د سعودي عربستان جنوبي سیمې چې له یمن سره ګډه پوله لري، په مکرر ډول د یمن د ایرانپلوه حوثيانو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
په بریدونو کې د جازان د تېلو د تصفیهخونې په شمول پوځي تأسیسات او د انرژۍ زېربناوې په نښه شوې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې خبرداری: اروپا به د روسیې «دام» کې ولوېږي
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې، کایا کالاس، د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې اروپا امکان لري د مسکو د هغو غوښتنو په اړه د خبرو کولو له لارې د روسیې په «دام» کې راګېره شي چې د امنیتي ترتیباتو د نوي جوړښت غوښتنه کوي.
کایا کالاس وايي د دغسې بحث پر ځای باید په اوکراین کې د اوربند پر ټینګښت ټینګار وشي.
مېرمن کالاس د ډوبلېن په ښار کې د اروپايي اتحادیې د سرمشریزې په څنډه کې وویل، اوربند د خبرو اترو لپاره یو اساسي شرط دی او دا به وښيي چې روسیه په رښتیا هم د سولې غوښتونکې ده او که نه.
تر دې وړاندې، د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف په اروپا انتقاد کړی و او ویلي یې و چې اروپايي هېوادونه نهغواړي د اروپا د امنیتي نظم د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.
د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس هم له روسیې سره د اروپا د دفاعي او امنیتي ترتیباتو په اړه د خبرو اترو وړاندیز رد کړ.
د نړۍ په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې د مایکروسافټ انټرنېټي خدمات ګډوډ شوي
د مایکروسافټ په انټرنېټي خدماتو کې پراخه تخنیکي ګډوډي رامنځته شوې ده. دغه ګډوډي چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، د نړۍ په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې د مایکروسافټ د اوټلوک، ټیمز او کوپایلټ په ګډون ګڼ خدمات اغېزمن کړي دي.
مایکروسافټ ویلي چې د خدماتو د بېرته عادي کېدو لومړنۍ نښې لیدل کېږي، خو ستونزه لا په بشپړه توګه نه ده هواره شوې.
مایکروسافټ د شرکت په سرورونو او د اتصال په سیستم کې یې تخنیکي ستونزه د دغې ګډوډۍ لامل بللی دی.
د امریکا پوځ په بحرین کې پر خپل رادار د ایران د برید ادعا رد کړه
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سېنټکام د ایران د سپاه پاسداران هغه ادعا رد کړې چې ګواکې په بحرین کې یې د امریکا د پوځ د مخکېني خبرداري رادار په نښه کړی دی.
سېنټکام د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، ویلي چې امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران دوه بې پیلوټه الوتکې ېې د بحرین پر لور د الوتنې په مهال ویشتلې او نسکورې کړې دي.
تر دې مخکې سپاه پاسداران ادعا کړې وه چې په بحرین کې یې د امریکا پوځي رادار د ایران د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ کې پر یوه مخابراتي برج د ادعا شوي هوايي برید په غبرګون کې په نښه کړی دی.
اروپا ښايي د اوکراین د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، خو پوتین د جوړجاړي لپاره چندان لیوال ندی
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي وايي، روسیې منلې چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په راتلونکو خبرو کې اروپايي هېوادونه هم ګډون وکړي.
د ټرمپ استازي جېرډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۱۹پر اېکسپاڼه لیکلي چې له روسي، اوکرایني او اروپايي چارواکو سره له درې ورځنیو خبرو وروسته، دواړو خواوو منلې چې د سولې په راتلونکو مذاکراتو کې به اروپايي استازي هم ګډون وکړي.
دا پرمختګ وروسته له هغه اعلان شو چې د لړم په ۱۷ او ۱۸ د امریکا، روسیې او اوکراین استازو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې دوه ورځنۍ خبرې وکړې.
خو د سولې پر وړاندې لا هم لوی خنډونه شته. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د څلورو سیمو د بشپړ کنټرول غوښتنه کوي او په دغه هېواد کې د بهرنیو سوله ساتو ځواکونو له ځای پر ځای کېدو سره مخالفت لري.
بلخوا، اوکراین د خپلې خاورې له پرېښودو سره مخالفت کوي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د اوربند او د باور وړ امنیتي ضمانتونو غوښتنه لري.