د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۱

د امریکا، چین او روسیې ترمنځ د هایپرسونیک وسلو چټکه سیالي

چین د ۲۰۲۵ کال سپټمبر کې، بیجېنګ کې خپل لومړنی هایپرسونیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ.
چین د ۲۰۲۵ کال سپټمبر کې، بیجېنګ کې خپل لومړنی هایپرسونیک توغندی نندارې ته وړاندې کړ.

د امریکا د دفاعي تجهیزاتو جوړوونکې کمپنۍ «لاکهیډ مارتین» تازه اعلان کړی چې د امریکا هوايي ځواک له دې کمپنۍ سره د ۶۹۴ میلیون ډالرو په ارزښت د یوه نوي توغندي د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.

دا هایپرسونیک توغندی له الوتکو څخه توغول کېږي.

دغه تړون د امریکا، چین او روسیې ترمنځ د وسلو د سیالۍ د زیاتېدو یوه تازه نښه ګڼل کېږي.

هایپرسونیک توغندی هغه وسله ده چې په ساعت کې له ۶،۱۰۰ کیلومترو څخه په ډېر سرعت حرکت کولای شي، یعنې د غږ له سرعت څخه پنځه برابره چټک.

دغه توغندي په ورته وخت کې دا وړتیا هم لري چې د ځمکې په اتموسفیر کې په چټکه او پرله‌پسې توګه خپل لوری بدل کړي.

په لندن کې د بالتیک د نړیوال امنیت مرکز د دفاع او امنیت برخې مشرې څېړونکې، ایوا سولا، په یوه مرکه کې ویلي: "هغه څه چې په ځینو نويو هایپرسونیک توغنديو کې ځانګړې ننګونې رامنځته کوي، د هغوی د سرعت، د لوري بدلولو وړتیا او د الوتنې د مسیر ترکیب دی. دغه ځانګړتیاوې د دې وسلو پېژندل، تعقیبول او په دوامداره توګه‌یې تر څارنې لاندې ساتل ستونزمنوي او همدارنګه د مخنیوي پر مهال‌یې د موقعیت اټکل هم ګرانوي."

د «لاکهیډ مارتین» کمپنۍ ویلي چې د «ARRW» په نوم دغه توغندی به یوه مهمه پوځي وسیله وي او د نویو ګواښونو پر وړاندې به د مقابلې لپاره د امریکا پوځ ته یو مهم پوځي توان ورکړي.

چین او روسیه چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې خپل منځ کې پراخه همکاري لري، د هایپرسونیک وسلو په برخه کې د امریکا پر وړاندې د ګواښونو په سر کې راځي.

ارشیف، په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا له لوري د یو هایپرسونیک توغندي توغول
ارشیف، په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا له لوري د یو هایپرسونیک توغندي توغول

چین د خپلو وسلو د پراخ او چټک تولید د ستراتېژۍ پر بنسټ، په نړۍ کې د هایپرسونیک وسلو تر ټولو لویه زېرمه لري.

روسیه بیا د دغو وسلو د عملي کارونې په برخه کې تر امریکا مخکې ده او د اوکراین پر وړاندې یې د خپل بشپړ پوځي یرغل پر مهال په جګړه کې له دې وسلو کار اخیستی دی.

شنونکي وايي، که د وسلو د تولید اوسنی بهیر همداسې دوام وکړي، چین او روسیه به تر ۲۰۳۵ میلادي کال پورې په ګډه د هایپرسونیک ۵،۰۰۰ وسلې ولري چې ۴،۰۰۰ به‌یې د چین په واک کې وي.

د واشنګټن د امنیتي پالېسۍ مرکز لوړپوړي څېړونکي او د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد ډګروال، ګرانټ نیوشام، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "دا د پراخو هڅو یوازې یوه برخه ده، ځکه امریکا په چټکۍ هڅه کوي چې د هایپرسونیک وسلو په برخه کې خپلې وړتیاوې، په دفاعي او تعرضي دواړو برخو کې، په پراخه کچه پیاوړې کړي او په دې برخه کې تر یوه بریده بریالۍ شوې هم ده."

هغه زیاته کړه چې واشنګټن «په ناڅاپي ډول په ډېرې چټکۍ پرمختګ کوي، په ځانګړې توګه د تعرضي وړتیاوو په برخه کې او دا پرمختګ د هوايي، سمندري او ځمکنیو ځواکونو وړتیاوو ته شاملېږي."

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) پلان لري چې د ۲۰۲۷ او ۲۰۳۱ مالي کلونو ترمنځ د هایپرسونیک وسلو پر پروګرامونو ۳۷.۹ میلیارده ډالره ولګوي، څو له چین او روسیې سره د وسلو په دې برخه کې واټن راکم کړي.

په دې بودجه کې د امریکا د ځمکنیو ځواکونو لپاره ۱۰.۱ میلیارده ډالره ځانګړي شوي، څو د منځني واټن ۴،۵۰۰ هایپرسونیک وسلې پوځي خدمت ته داخلې کړي.

همدارنګه، د سمندري ځواکونو لپاره د ۵۹ توغندیو د پېرلو په هدف ۲.۱ میلیارده ډالره په پام کې نیول شوي دي.

دغه‌راز، د هوايي ځواکونو لپاره هم د «ARRW» توغندي او د هایپرسونیک تعرضي کروز توغندي (HACM) د پېرلو په هدف پراخه بودجه ځانګړې شوې ده.

  • د چین وړتیاوې

چین د هایپرسونیک وسلو د تولید په سیالۍ کې د څو لاملونو له مخې مخکښ دی.

لومړی دا چې چین تر نورو هېوادونو مخکې دې برخې ته مخه کړې ده.

دغه هېواد په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ لومړنی عملیاتي هایپرسونیک سیسټم وکاراوه.

«DF-17» منځني واټن بالستیک توغندي
«DF-17» منځني واټن بالستیک توغندي

دغه سیسټم له «DF-17» منځني واټن بالستیک توغندي او «DF-ZF» هایپرسونیک ګلایډي الوتونکې وسیلې (HGV) څخه جوړ دی.

په واشنګټن کې د بلوپت لبز (BluePath Labs) د ټکنالوژۍ د مشورتي شرکت څېړنیز شنونکي جان ون اودنارن، ازادي راډیو ته ویلي: "د چین د هغو عادي توغندیو پراختیا چې د منځني واټن اټمي ځواکونو د تړون (INF) تر پوښښ لاندې نه‌راتلل، دې هېواد ته د منځني واټن بالستیک توغندیو په برخه کې د پام وړ برلاسی ورکړی دی. دغه تړون په ۱۹۸۷ کال کې د امریکا متحده ایالاتو او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د وسلو د کنټرول په هدف لاسلیک شوی و. له دغو توغندیو څخه د هایپرسونیک وسلو د لېږدوونکو توغندیو یا پیاوړو کوونکو (Boosters) په توګه ګټه اخیستل کېدای شي."

نوموړي زیاته کړې چې بیجېنګ د هایپرسونیک وسلو د ازمایښت پراخې او پرمختللې زېربناوې هم لري چې د امریکا د ورته زېربناوو په پرتله ډېرې متنوع او پراخې دي.

چین یوازنی هېواد دی چې په بریالیتوب‌یې یوه هایپرسونیک ګلایډي الوتونکې وسیله (HGV) د فوبس (FOBS) بمبارۍ له سیسټم سره یوځای کړې ده.

د فوبس سیسټم د جنګي سرګلولې د لېږد یوه داسې تګلاره ده چې له مخې یې وسله لومړی د ځمکې ټیټ مدار ته لېږدول کېږي او وروسته له دغه مداره بېرته راوځي او د خپل هدف پر لور هدایت کېږي.

بیجېنګ په ۲۰۲۱ کال کې دوه ازمایښتونه ترسره کړل او د دغې ګډې ټکنالوژۍ وړتیا یې وښوده.

که څه هم په لومړي ازمایښت کې هایپرسونیک ګلایډي الوتونکې وسیلې خپل هدف ۳۹ کیلومترۍ کې خطا کړ، خو د الوتنې پر مهال وتوانېده چې یو بل جلا توغندی هم وتوغوي.

دې پرمختګ پنټاګون حیران کړ.

تر هغه وخته هېڅ هېواد نه‌و توانېدلی چې د هایپرسونیک سرعت لرونکې الوتونکې وسیلې څخه، پرته له دې چې له‌منځه ولاړه شي یا یې د الوتنې مسیر بې‌ثباته شي، یوه جلا محموله وتوغوي.

د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز جنرال مارک میلی، دغه پېښه د «سپوتنیک شېبې» په نوم یاده کړې ده.

په همدې حال کې، د چین هایپرسونیک ازموینو، د جنوب له لوري د بریدونو په وړاندې د امریکا زیان‌ مننه هم په ډاګه کړه.

د دې دلیل دا دی چې د امریکا د توغندیو دفاعي سیستم پر دې انګېرنه جوړ شوی چې د روسیې اټمي برید به د امریکا پر اصلي خاوره د تر ټولو لنډې لارې، یعنې د شمالي قطب له پاسه، ترسره شي.

خو د چین په هایپرسونیک ازموینو کې دغه وسلې د ځمکې له ټیټ مدار څخه تېرې شوې او له هغې سیمې یې حرکت وکړ چې د امریکا د رادارونو پوښښ په‌کې محدود دی.

د فوبس (FOBS) سیستم کولای شي له نااټکل شویو لارو خپل هدف ته نږدې شي، ځکه چې د دودیزو بین‌القاره‌يي بالستیک توغندیو (ICBM) خلاف، په اوږدو او داسې مسیرونو الوتنه نه‌کوي چې اټکل‌یې کېدای شي.

بیجېنګ د هایپرسونیک وسلو د ازموینو ترسره کول رد کړي او د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه ازموینې د فضايي وسایطو د ټکنالوژۍ د ارزونې لپاره ترسره شوې وې، څو د فضايي بېړیو د عملیاتو لګښتونه راکم کړي.

خو د امنیتي سیاست مرکز کارپوه نیوشام وايي: "دوی دروغ وايي. دا د چین د ستراتېژۍ یوه برخه ده."

هغه زیاته کړه چې بیجېنګ د خپلو پوځي لګښتونو کچه تر واقعي اندازې ډېره ټیټه اعلانوي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اټکل کړی چې چین د خپلې اعلان شوې دفاعي بودجې په پرتله د دفاعي چارو لپاره له ۴۰ څخه تر ۹۰ سلنې پورې ډېر لګښت کوي.

د هایپرسونیک وسلو په سیالۍ کې د چین بله بریا د دغه هېواد لوړ صنعتي تولیدي ظرفیت دی، هغه امتیاز چې له روسیې سره د دغه هېواد عملي اتحاد یې لا پیاوړی کړی دی.

ارشیف، ۲۰۲۰ کال د روسیې له لوري د یو هایپرسونیک توغندي توغول
ارشیف، ۲۰۲۰ کال د روسیې له لوري د یو هایپرسونیک توغندي توغول

په نیویارک کې د خصوصي بازارونو د معلوماتو د شرکت «پیچ‌بوک» (PitchBook) شنونکي، علي جواهري ازادي راډیو ته ویلي: "روسیه د جګړې د مهال د اقتصاد په وضعیت کې ده او چین یو لوی صنعتي تولیدوونکی ځواک دی. دغه دواړه هېوادونه کولای شي د امریکا په پرتله دغه توغندي په ډېرې چټکۍ تولید کړي."

اټکل کېږي چې روسیه او چین په ترتیب سره هر کال شاوخوا ۸۰ او ۳۷۰ هایپرسونیک وسلې تولیدوي، په داسې حال کې چې د امریکا کلنی تولید له ۱۰ توغندیو هم کم دی.

جواهري وايي: "متحده ایالات د «اف-۳۵» جنګي الوتکو په څېر د ډېرو پرمختللو او پېچلو دفاعي سیستمونو په تولید کې ځانګړې وړتیا لري، خو د منځنۍ کچې ټکنالوژۍ لرونکو پوځي تجهیزاتو، لکه هایپرسونیک وسلو، په تولید کې چندان بریالي نه‌دي."

هغه یادونه کوي چې له سړې جګړې وروسته، د امریکا دفاعي صنعتي بنسټ ورو ورو کمزوری شو.

په دې موده کې په دفاعي سکټور کې د شرکتونو ادغام او د سیالۍ کمښت په څرګند ډول زیات شو او د دغه صنعت اړیکې له سوداګریز اقتصاد سره کمزورې شوې.

د دفاعي تجهیزاتو تولیدوونکو شرکتونو خپل تمرکز د پنټاګون لپاره د پرمختللو، خو په لږ شمېر او لوړه بیه د پوځي سیستمونو او تجهیزاتو تولید ته اړولی دی.

په پایله کې، د امریکا پوځ د نړۍ ځینو تر ټولو پرمختللو دفاعي سیستمونو ته لاسرسی وموند، خو دا پرمختګ د پراخ تولیدي ظرفیت او په بېړنیو شرایطو کې د تولید د چټک زیاتولو د وړتیا په بیه ترلاسه شو.

  • د تایوان پر وړاندې د ګواښونو زیاتېدل

د امریکا پوځي پلان جوړوونکي اندېښنه لري چې د چین د هایپرسونیک وسلو د زېرمو پراختیا به د تایوان او چین ترمنځ د احتمالي شخړې پر مهال د امریکا د مداخلې هڅې له ستونزو سره مخ کړي.

دا ډول کړکېچ تر ټولو احتمالي سناریو بلل کېږي چې د نړۍ دوه ستر قدرتونه پوځي نښتې ته راکاږلی شي.

چین لا دمخه د نړۍ تر ټولو لوی دودیز راکټي ځواک لري، خو هایپرسونیک وسلې د خپل لوړ سرعت، د ځمکې په اتموسفیر کې دننه په ټیټه ارتفاع د الوتنې او د الوتنې پر مهال د مسیر د بدلولو د وړتیا له امله ځانګړې ننګونې رامنځته کوي.

د امریکا د پوځي چمتووالي محرمانه راپور چې «اوورمېچ» (Overmatch) نومېږي او د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې افشا کړ، څرګندوي چې د تایوان پر سر د احتمالي جګړې په اړه د جګړې په تمریني سناریوګانو کې چین خپلې هایپرسونیک وسلې د ویجاړوونکو پوځي عملیاتو د یوې برخې په توګه کارولې دي.

که امریکا د چین د راکټي ګواښ په شنډولو کې پاتې راشي، ښايي د دغه هېواد پوځي قوماندانان اړ شي چې خپلې الوتکې وړونکې بېړۍ د دغو وسلو د واټن څخه بهر ځای پر ځای کړي.

د چین «DF-17» منځني واټن بالستیک توغندي
د چین «DF-17» منځني واټن بالستیک توغندي

د منځني واټن هایپرسونیک راکټونو واټن شاوخوا څلور زره کیلومتره دی.

څرنګه چې د الوتکو وړونکو بېړیو ډېری جنګي الوتکې یوازې له ۸۰۰ څخه تر ۱،۳۰۰ کیلومترو پورې عملیاتي واټن لري، نو په دې صورت کې به امریکايي جنګي الوتکې د تایوان تنګي پر سر د برید یا هوايي برلاسۍ د ټینګښت لپاره له اغېزمن واټن څخه ډېرې لیرې وي.

د امنیتي سیاست د مرکز کارپوه نیوشام وايي: "دې ته په پام چې د هایپرسونیک راکټونو پر وړاندې د امریکا اوسنی دفاعي سیستم کافي اغېزمنتیا نه‌لري، دا وضعیت ښايي د امریکا، تایوان او جاپان لپاره د تایوان څخه دفاع لا ډېره ګرانه کړي."

هغه زیاتوي: "خو دا وضعیت چین ته داسې نه‌ماتېدونکې برلاسي نه‌ورکوي چې اسانه یا حتمي بریا ورته تضمین کړي. امریکا او متحدین‌یې لا هم ډېرې داسې وړتیاوې لري چې د چین لپاره خورا ستونزمن شرایط رامنځته کولای شي."

د یادونې وړ ده چې امریکا په جاپان او فیلیپین کې متحرک راکټي سیستمونه ځای پر ځای کړي دي.

دغه سیستمونه کولای شي د چین پر ختیځو ساحلي سیمو کې مهم اقتصادي مرکزونه، سمندري اډې، هوايي ډګرونه او د قوماندې مرکزونه په نښه کړي.

راتلونکي ته په کتو، اټکل کېږي چې د هایپرسونیک وسلو سیالي نوره هم شدیده شي چې یوې خوا ته به‌یې امریکا او بلې خواته چین او روسیه وي، ځکه چې درې واړه هېوادونه هڅه کوي د دغو وسلو زېرمې پراخې کړي.

خو شنونکي وايي چې د هایپرسونیک وسلو وړتیاوې باید تر واقعي کچې لوړې ونه‌ښودل شي.

د بالتیک د نړیوال امنیت د مرکز کارپوه سولا وايي: "هایپرسونیک وسلې په تدریجي ډول د ستراتېژیکې سیالۍ په یوه مهم عنصر بدلېږي."

هغه زیاتوي: "خو زه په دې اړه احتیاط کوم چې دا ټکنالوژي د داسې یوه تخنیکي پرمختګ په توګه معرفي نه‌شي چې په یوازې ځان د جګړې بڼه په بنسټیز ډول بدلولای شي. د اوکراین تجربې په څرګنده توګه ښودلې چې پوځي اغېزمنتیا تر ډېره د بېلابېلو وړتیاوو په څرنګوالي او له یو بل سره د هغو په همغږۍ او کارولو پورې تړلې ده، نه دا چې یوه وسله په یوازې ځان څومره پرمختللې ده."

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG