د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د امریکا مرستیال ولسمشر: هغه وخت را رسیدلی چې د جګړې راتلونکې ډګر ته چمتو و اوسو


د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پینس د سه شنبې په ورځ په پینټاګون کې د وینا پر مهال وویل، هغه وخت را رسیدلی چې د امریکا د وسلوالو ځواکونو په تاریخ کې یو ستر باب ولیکو او د جګړې راتلونکې ډګر ته چمتو و اوسو.

نوموړې وویل، په داسې حال کې چې روسیه او چین د سټلایت یا فضايي سپوږمکیو ضد وړتیاو د پراخوالو لپاره په شدت کار کوي، ددې دواړو هېوادونو په وړاندې فضايي ځواک لرل یو مهم عنصر دی.

” دواړه چین او روسیه د مځکې د مدار پر شا او خوا ډیر پیچلي تخنیکي فعالیتونه کوي، چې کیدای شي دوی ته دا وړتیا ورکړي چې خپل سټلایټونه یا فضايي سپوږمکۍ زمو هغو ته نژدې کړي او دا به زموږ فضايي سیستم ته یو بې سابقې خطر پېښ کړي. دواړه هیوادونه همدارنګه د توغندیو په هغه بڼه ډیر لګښت کوي چې هایپرسونیک یې بولي او په یو ثانیه کې پنځه میله واټن په داسې ټیټه ارتفاع کې وهي چې احتمال لري زموږ د توغندیو د دفاعي سیستم رادرونه یې ونه ویني. په حقیقت کې چین تیره اونۍ ادعا وکړه چې لومړنۍ هایپرسونیک وسیله یې ازمویلې ده.“

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه چې باید په فضا کې امریکا لاس برې اوسي او دا کار به وکړي
د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه چې باید په فضا کې امریکا لاس برې اوسي او دا کار به وکړي

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه چې باید په فضا کې امریکا لاس برې اوسي او دا کار به وکړي.

د امریکا وسلوال ځواکونه دا مهال له پوځ، سمندري ځواک، پلي سمندري سرتیرو، هوايي ځواک، او ساحلي ساتونکو څخه جوړ دي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ د جون په میاشت کې د فضايي ځواک د جوړیدو امر ورکړ و څو د امریکا پوځ وکولی شي فضايي ګواښونو په وړاندې چمتو و اوسي.

د امریکا وسلوال ځواکونه دا مهال له پوځ، سمندري ځواک، پلي سمندري سرتیرو، هوايي ځواک، او ساحلي ساتونکو څخه جوړ دي

هغه مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د واشنګټن دا اعلان ټکان ورکونکی بللی و او تور یې پورې کړ و چې امریکا غواړې په فضا کې د پوځي اقداماتو لپاره وسلې ځای پر ځای کړي.

د امریکا د فضايي ځواک جوړیدل باید ددې هیواد کانګرس تایید کړې. دغلته یو شمیر استازو لا د مخه د اضافي لګښتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د فضايي ځواک جوړیدل باید ددې هیواد کانګرس تایید کړې. دغلته یو شمیر استازو لا د مخه د اضافي لګښتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده
د امریکا د فضايي ځواک جوړیدل باید ددې هیواد کانګرس تایید کړې. دغلته یو شمیر استازو لا د مخه د اضافي لګښتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس وايي، د کانګرس څخه به لومړنۍ غوښتنه د پنځو کلونو لپاره د اته میلیاردو ډالرو وي.

دا مهال د امریکا د فضايي دفاع ډیر فعالیتونه د امریکا د هوايي ځواک تر کنټرول لاندې ترسره کیږي. دغلته یو شمیر پوځیانو ویلي د ځانګړې فضايي پوځ جوړول به بې ضرورته لګښت او بالاخره بې ځایه جګړو ته لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG