د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

اوکراين په لومړي ځل د روسيې خاوره پر بريتانوي ليرې واټن ويشتونکو توغنديو وويشتله


ليرې واټن ويشتونکی يو توغندی
ليرې واټن ويشتونکی يو توغندی

اوکراین د لومړی ځل لپاره د روسیې خاوره د (توفان سیوري) په نوم په بریتانیایي توغنديو وویشتله.

بریتانیایۍ ورځپانې فایننشل ټایمز پرون ناوخته د یوه لوېدیځ چارواکي په وینا چې نوم یې نه‌دی اخیستی خبر ورکړ چې، په بریتانیا کې جوړ شوي څو توغندي د روسیې د یوه پوځي مرکز پر لور ویشتل شوې دي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، چې حکومتي سرچینو د دې اوږده واټن توغندیو د استعمالېدو خبرونه تایید کړې دي.

د بریتانیا سکای نیوز ټلوېزیون او بي‌بي‌سي هم د روسیې پر لور د دې توغندیو د ویشتلو د خبرونو پخلی کړی دی.

تر اوسه د امریکا متحدایالتونو، بریتانیا او فرانسې اجازه ورکړې ده چې اوکراین د روسیې د خاورې دننه سیمې د لرې واټن په توغندیو ویشتلی شي.

روسیې خبرداری ورکړی دی چې دا موضوع د اوکراین په جګړه کې په ستر کړکېچ بدلېدلی شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه‌‌شنبې په ورځ خپلو ځواکونو ته د اټومي وسلو د استعمال اجازه په‌‌‌دې شرط ورکړه چې، د روسیې پر خاوره داسې یو هېواد برید وکړي چې اټومي وسلې لري.

اوکرايني سرتېري د جګړې په کرښه کې.
اوکرايني سرتېري د جګړې په کرښه کې.

فرانس‌پریس اژانس د چارواکو په وینا وویل چې، د بریتانیایي توغندیو د استعمالېدو اجازه وروسته تر دې ورکړل شوه چې د شمالي کوریا پوځیان له اوکراین سره پر پوله ځای پرځای شول.

فرانس‌پریس اژانس څرګندوي چې کله یې د بریتانیا د صدراعظم له دفتر او دفاع وزارت سره اړیکي ونیولې چې دا خبرونه تاییدوي که نه، هغوی له خبرو ډډه وکړه.

کله چې پرون د بریتانیا په پارلمان کې له دفاع وزیر جان هیلي څخه د دې توغندیو په اړه پوښتنه وشوه هغه وویل، دی نه‌‌‌‌شي کولی چې د عملیاتو په اړه تفصیلات ورکړي، خو ده دا وویل چې د سه‌شنبې په ورځ یې د اوکراین له دفاع وزیر رستم عمروف سره خبرې وکړې او له هغه سره یې دا مسئله یاده کړه چې څرنګه د کییف ملاتړ کېدلی شي.

په راپور کې د روسیي رسنیو په وینا راغلې دي چې، دولس توغندي د چهارشنبې په ماسپښین د روسیې په کورسک سیمه کې لګېدلي دي.

یوشمېر خبریالانو په ټلېګرام کې داسې تصویرونه خپاره کړې دي چې، په کورسک کې لږ تر لږه د څوارلسو سترو چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

په‌دې تصویرونو کې تور لوګي هم ښکارې چې پورته کېږي.

د توپان سیوری توغندي دوه سوه پنځوس کیلومتره واټن ویشتلی شي.

د دې توغندیو تر استعمال یوه ورځ مخکې اوکرایني ځواکونو په امریکایي هایپرسونیک بالستیک ایم‌جي‌‌ایم توغندیو د روسیې په جنوب لوېدیځ کې د بریانسک سیمه وویشتله، دا امریکایي توغندي په شاوخوا درې سوه کیلومترۍ کې خپل هدف ویشتلی شي.

په اوکراین کې د امریکا سفارت پرون په یوه بیان کې خپلو ډیپلوماتانو ته خبر ورکړ چې، د یوې احتمالي هوایي حملې له کبله دې خوندي ځایونو ته ولاړ شي او د سفارت چارې یې وځنډولې تر دې وروسته اسپانیا، ایټالیا او یونان په کییف کې خپل سفارتونه بند کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG