د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د اوکراين د جګړې حساس کېدل؛ پوتين: پر اوکراين به بيا هم اوږد واټن توغندي کار شي


د يو لرواټن توغندي انځور
د يو لرواټن توغندي انځور

پر اوکراین د روسیې له غیر موجه برید څخه نژدې درې دېرش میاشتې تیرې شوې دي، خو اوس یوشمېر په‌‌‌‌دې باور دي چې دا جګړه نوې او حساس پړاو ته داخله شوې ده.

دا ادعا وروسته تر دې وشوه چې کییف او مسکو په‌‌‌دې جګړه کې له نسبتا اوږده واټن توغنديو څخه استفاده وکړه.

د روسیې ولسمشر وایي چې، د روسیې د منځني واټن نوي بالستیک توغندي به بیا هم تجربه شي.

ولادیمیرپوتین زیاته کړه، دا توغندي چې د اټومي وسلو د لېږد توان هم لري، په‌‌‌داسې شرایطو کې به هم تجربه شي چې جګړه روانه وي.

ولادیمرپوتین دا خبره پرون د روسیې له یوشمېر پوځي چارواکو او د نظامي صنعتي ادارو له مسوولینو سره د غونډې پرمهال وکړه او د دې توغندي د ځواک ستاینه یې وکړه.

نوموړي وويل: "اورشینیک توغندی یوازې د غږ تر سرعت تېزه موثره وسله نه‌‌‌‌‌‌ده. دا وسله ځواکمنه ده خصوصا چې کله د اوږده واټن له نورو توغندیو سره چې روسیه یې هم لري، یوځای استعمالیږي. د دښمن پر تاسیساتو یې د استعمالېدو نتیجه له یوې ستراتېژيکي وسلې سره پرتله کېدای شي."

د روسيې ولسمشر ولاديميرپوتين
د روسيې ولسمشر ولاديميرپوتين

روسیې د اورشنیک توغندی د پنج‌شنبې په ورځ د اوکراین د دنیپرو ښار په لور وویشت.

هغه وخت ولادیمیرپوتین په یوه وینا کې چې د تلوېزیون له لارې خپره شوه وویل، د منځني واټن اورشینیک توغندي برید د کییف له لورې د متحدایالاتو او بريتانیا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو په غچ کې وشو.

پوتین زیاته کړه چې، د لوېدیځ دفاعي سیستم د دې نوي توغندي د شنډولو وړتیا نه‌لري.

امریکایي رسنیو د اوونۍ په پيل کې دا خبر ورکړ چې، د ولسمشر بایډن ادارې کییف ته شین څراغ ورکړ چې په هغو امریکایي توغندیو د روسیې پوځي تاسیسات ویشتلی شي چې اوکراین ته یې ورکړې دي.

واشنګتن وروسته تر دې کییف ته هایپرسونیک بالستیک ایم‌جي‌‌ایم توغندیو د استعمالېدو اجازه ورکړه چې روسیې له اوکراین سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د شمالي کوریا تر یوولس زره ډېر پوځیان ځای پرځای کړل.

دا امریکایي توغندي په شاوخوا درې سوه کیلومترۍ کې خپل هدف ویشتلی شي او د توپان سیوري په نوم بریتانیايي توغندي تر دوه سوه پنځوس کیلومترو پورې واټن وهلی شي.

وروسته تر دې چې روسیې د غږ تر سرعت له تېز بالستیک توغندي څخه د اوکراین په جګړه کې استفاده وکړه، د پولنډ صدراعظم دانالد توسک وویل چې، د اوکراین جګړه پرېکنده پړاو ته داخلیږي او ډراماتیک اړخونه خپلوي.

بل لور ته ناټو پرېکړه وکړه چې روانه اوونۍ سه‌شنبې له اوکراین سره یوه بېړنۍ غونډه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG