د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۵

روسیې یو نوی هایپرسونیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه

دا عکس په ۲۶م د ډسمبر د روسیې د دفاع وزارت له‌خوا خپور شوی چې ښيي توغندی ازمایي
دا عکس په ۲۶م د ډسمبر د روسیې د دفاع وزارت له‌خوا خپور شوی چې ښيي توغندی ازمایي

روسیې د هایپرسونیک یو نوی اوانګارد «Avangard» ډوله توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه توغندي د ازموینې تر لیدو وروسته د دغه هېواد د دفاع وزارت د کنټرول او څارنې له مرکز څخه وویل چې دا د ده د خلکو لپاره د نوي کال یوه عالي ډالۍ ده.

ولسمشر پوتین د ډسمبر پر ۲۶مه په مسکو کې د کابینې په غونډه کې د دغه توغندي په اړه ویلي:

"په تکرار وایم چې دا ازموینه بریالۍ وه. په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به د روسیې پوځ د اوانګارد په انټرکانټیننټال نوي ستراتيژیک توغندویي سیستم سمبال شي. دا د روسیې د پوځ او خلکو لپاره یوه لویه پېښه ده. روسیې د ستراتېژیکې وسلې یو بشپړ نوی سیستم ترلاسه کړی دی."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل د کابینې په یوه غونډه کې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل د کابینې په یوه غونډه کې

د ازادي راډیو د خبري مرکز د راپور په استناد دغه توغندی د اورال غرونو له جنوبه فیر او د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا «Kamchatka» په سیمه کې یې په شپږ زره کېلو متره کې هدف په بریالیتوب سره وویشت.

د ولادیمیر پوتین په خبره دغه نوي هایپرسونیک توغندي زیان نه‌منونکي دي او په اوسنیو توغندي ضد سیستمونو یې مخه نه‌شي نیول کېدای.

دا د وسلو یو له هغو سیستمونو څخه دی چې ولسمشر پوتین د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د روسیې خلکو ته په وینا کې معرفي کړی و.

هغه مهال ولسمشر پوتین ویلي و چې روسیه د وسلو دغه نوي سیستمونه له‌دې کبله پراخوي چې د امریکا متحده ایالات د توغندیو د دفاع سیستمونو د پراختیا هڅه کوي.

ښاغلي پوتین په مارچ میاشت کې ویلي و چې د اوانګارد د نوي قاره پیما توغندي د غږ تر سرعت ۲۰ ځله چټک سرعت لري.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس په لیکنه، دغه نوی توغندی داسې مهال وازمایل شو چې د روسیې او امریکا متحده ایالاتو اړیکې د اوکراین د شخړو، د سوریې د جګړو او د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د ادعاوو پر سر د سړې جګړې راهیسې تر ټولو بد حالت کې دي.

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG