روسیه وايي، هغه توغندی یې ازمویلی چې د غږ تر سرعته څو ځلې چټک الوځي.
د روسیې دفاع وزارت پرون یکشنبه وویل، د کینژال یا خنجر په نوم دغه توغندی له میګ ۳۱ الوتکې څخه چې د روسیې د جنوب د یوې ولسوالۍ له پوځي هوايي ډګره والوته، وتوغول شو.
په هغو وېډیويي تصاویرو کې چې دفاع وزارت خپاره کړي، دوه پیلوټان لیدل کېږي چې د یوې الوتکې خوا ته ورځي.
د دې جټ الوتکې تر سینې لاندې یو لوی توغندی نصب دی او د الوتکې له الوتو وروسته، توغندی ترې جلا کېږي او د اسمان خوا ته ځي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، د توغندي توغول له پروګرام سره سم پر مخ ولاړ او دې توغندي چې د غږ له سرعته څو ځلې چټک الوځي، پر ځمکه خپل هدف وویشت.
کینژال د هغو میزایلونو له ډلې دی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ په لومړۍ نېټه ولس ته په وینا کې د هغو په اړه خبرې وکړې او دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د ولسمشرۍ انتخابات د مارچ په ۱۸مه نېټه په پام کې دي.
ښاغلي پوتین وویل چې د روسیې نوي توغندي تر دوو زرو کېلو مترو پورې الوتلی شي او د متعارفو یا عادي او اټمي سروکو د لېږد وړتیا لري.
ښاغلي پوتین وویل، دا توغندي د هوايي مدافعې له سیستم څخه تېرېدای شي.
پوتین چې د خپلې وینا پر مهال د دې وسلو د ازموینو انیمېشن تصویرونه هم ښکارول، همداراز وویل چې روسیې یو کروز توغندی چې په اټمي انرژۍ حرکت کوي او یو بېماڼو اوبتل یا ډرون چې د اټمي سروکو د وړلو وړتیا لري او د ده د ادعا له مخې، په هېڅ وسیله نهشي کشفېدلای، هم ازمویلي دي.
ولسمشر پوتین د لویو وچو د یوه ویشتونکي نوي دروند باليستیک توغندي د ازموینې خبر هم ورکړ او ویېویل چې دا توغندی کولای شي چې د پخوانیو هغو په پرتله څو ډوله او زیات سروکي ولېږدوي.
امریکايي چارواکو د ولسمشر پوتین وروستۍ وینا بېاهمیته بللې او ویلي یې دي چې د دې څرګندونو هدف د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې د ځان په ګټه تبلیغ او کمپاین دی.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د شنبې په ورځ وویل، د پوتین ادعا د انتخاباتي کمپاین د اړتیا وړ ویناوو تر کچې هم یو څه اوچته وه.
مټېس وویل، دی د روسیې په پوځي وړتیاوو کې کوم لوی او مهم بدلون نهویني او زیاتهیې کړه، څه چې ولسمشر پوتین یاد کړل، کلونه وخت غواړي چې روسیهیې جوړ کړي.