تازه خبر
سه شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۲

ټرمپ: پوتین او شي سره به د اټمي وسلو، ایران او اوکراین په اړه خبرې وکړم

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین‌پېنګ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین‌پېنګ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۶مه» خبریالانو ته وویل چې د چین او روسیې له ولسمشرانو سره په درې‌اړخیزه غونډه کې به د بېلابېلو موضوعاتو په ګډون، د اټمي وسلو د لیرې کولو، ایران او اوکراین په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې د ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین‌پېنګ درې‌اړخیزه غونډه د نومبر په ۱۹مه، د پنجشنبې په ورځ، د چین په شنجین ښار کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (اپېک) سازمان د غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د امریکا ولسمشر دا هم وویل، ښايي اسیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره هم وګوري.

ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دوره کې، له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې، څو ځله د شمالي کوریا له مشر سره لیدلي و.

په دغو لیدنو کې یوه‌یې د دواړو کوریاوو ترمنځ په غیر نظامي سیمه کې ترسره شوې وه.

ارشیف، د دواړو کوریاوو ترمنځ په غیر نظامي سیمه کې د ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون ترسره شوې لیدنه
ارشیف، د دواړو کوریاوو ترمنځ په غیر نظامي سیمه کې د ډونالد ټرمپ او کېم جونګ اون ترسره شوې لیدنه

نوموړي تر دې مخکې هم د خپلې اوسنۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال له کېم جونګ اون سره بیا لیدو ته لېوالتیا ښودلې وه.

خو امریکايي لوړپوړو چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې ټرمپ په اوس وخت کې له نوموړي سره د لیدنې کوم سمدستي پلان نه‌لري.

ټرمپ اسیا ته د خپل سفر په درشل کې خبریالانو ته وویل: "د چین ولسمشر شي جین‌پېنګ یوه میاشت مخکې دلته و او موږ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم وګورو. ښايي له کېم جونګ اون سره هم ووینو."

هغه ټینګار وکړ چې د شمالي کوریا له مشر سره به هر ډول لیدنه په چین کې ترسره شي او زیاته‌یې کړه: "دا به یو ښه کار وي."

د چین حکومت تر دې څو ساعته مخکې اعلان کړی و چې د چین، روسیې او امریکا ولسمشران به په خپله لومړنۍ درې‌اړخیزه غونډه کې د «نړیوالې سولې» په اړه خبرې وکړي.

چین ویلي چې د درېیو هېوادونو مشران به «د نړیوالې سولې د ساتنې او د سترو قدرتونو ترمنځ په اړیکو کې د ستراتېژیک ثبات د پیاوړتیا په اړه ژورې خبرې اترې وکړي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نینګ، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: "دا لیدنه به بې‌سارې او مخکښ اهمیت ولري."

کرملېن هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې "د دې لیدنې اهمیت او سمبولیک ارزښت دومره لوړ دی چې په اړه‌یې مبالغه کول هم ستونزمن دي".

  • د «سي‌بي‌اېس» شبکې د راپور په اړه د ټرمپ غبرګون

د امریکا ولسمشر په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پیغام په خپرولو سره ادعا وکړه چې له ایران سره د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال یوازې دوو بې‌پیلوټه الوتکو او یوه بالستیک توغندي امریکايي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ټرمپ د «سي‌بي‌اېس» ټلوېزیوني شبکې د «۶۰ دقیقې» خپرونې پر راپور نیوکه وکړه چې له ایران سره د جګړې پر مهال‌یې امریکايي پوځي اډو ته د اوښتو زیانونو په اړه خپور کړی و.

نوموړي په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې ولیکل: "د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۸مې، یعنې د حماسي غصې عملیاتو له پیل راهیسې، ایران د اتو او نهو زرو ترمنځ بې‌پیلوټه الوتکې توغولې دي. یوازې دوه‌یې وتوانېدې چې له دفاعي سیستمونو تېرې شي او د امریکايي ځواکونو د وژل کېدو لامل شي. دواړو د جګړې په لومړۍ ورځ خپل هدفونه په نښه کړل، یوه په کوېټ او بله په سعودي عربستان کې."

ټرمپ همدارنګه ادعا وکړه چې ایران شاوخوا دوه زره بالستیک توغندي توغولي، خو یوازې یو یې توانېدلی چې له دفاعي سیستمونو تېر شي او په اردن کې د امریکايي ځواکونو د وژل کېدو لامل شي.

هغه زیاته کړه: "په بل عبارت، د ایران ۹۹.۹۹ سلنه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې یا نسکورې شوې او یا یې امریکایانو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې."

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

اړوند مطالب

​
XS
SM
MD
LG