تازه خبر
جمعه ۲۹ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۱۶

د ټرمپ، پوتین او شي لومړنۍ درې اړخیزه غونډه

ایپک ناسته کې د امریکا، چین او روسیې د ولسمشرانو ناسته
ایپک ناسته کې د امریکا، چین او روسیې د ولسمشرانو ناسته

د امریکا متحده ایالتونو، روسیې او چین ولسمشرانو د لومړي ځل لپاره یوه درې اړخیزه غونډه وکړه.
چین او روسیې اعلان وکړ چې د دغو هېوادونو مشرانو او د امریکا ولسمشر پر یوه "سوله ییزه اعلامیه" هوکړه کړې ده؛ چې پکې ټینګار شوی "اټومي جګړه باید هیڅکله رامنځته نه شي."

دا اعلامیه د پنجشنبې په ورځ، د ډونالډ ټرمپ، شي جین پینګ او ولادیمیر پوتین ترمنځ له یوې ۹۰ دقیقه‌ییزې ناستې وروسته، د چین د رسمي خبري اژانس "شین هوا" او کریملین لخوا خپره شوه.

د امریکا ولسمشر تر درې اړخیزې غونډې مخکې له پوتین او شي سره جلا هم لیدلي چې د ګڼو خلکو پام یې ور اړولی.

زه ډېر خوښ یم چې دې سفر موږ ته د متحده ایالاتو، روسیې او چین د مشرانو ترمنځ د لومړنۍ درې اړخیزې ناستې فرصت برابر کړ؛ نو له دې پلوه او له ډېرو نورو اړخونو، موږ په رښتیا سره تاریخ جوړوو
د امریکا ولسمشر د چین او روسیې له ولسمشرانو سره د ناستې پر مهال

تر درې اړخیزې ناستې مخکې د امریکا ولسمشر له خپل روسي او چینايي سیالانو سره جلا جلا لیدنې هم کړي.

له پوتین سره د ټرمپ لیدنې د ګڼو خلکو پام ور اړولی ځکه واردمخه نه وه پلان شوې.

دوی په شینژن کې چېرته چې د اېپک د مشرانو غونډه روانه ده سره ولیدل.

ولسمشر ټرمپ وروسته له پوتین سره د ناستې په اړه لنډ جزییات ورکړل او ویې ویل چې دوی دواړه له کلونو یو بل پېژني او ښې اړیکې یې ساتلي دي.

ولسمشر ټرمپ همدارنګه د لیدنې نتایجو ته د هیله مندۍ په ښودلو سره وویل چې : « زه فکر کوم چې له دې څخه ډیرې په زړه پورې پایلې ترلاسه کیدای شي، یا لږ تر لږه د داسې یو څه پیل کیدای شي. خو زما په باور، له دې څخه به حتماً ښې پایلې ترلاسه شي.»

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل چې د ټرمپ – پوتین غونډه "ډېره ښه مخته لاړه. ډېره اوږده نه وه خو هغوی بیا هم ځینې مساییل سره بحث کړل".

دا په ۲۰۲۵ کال کې په الاسکا کې د ترسره شویو خبرو راهیسې، د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ رسمي ناسته وه.

د الاسکا له خبرو د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومه هوکړه ترلاسه نه شوه.
د امریکا او روسیې مشرانو په چین کې د اېپک سرمشریزې په څنډه کې داسې وخت سره کتلي چې لا هم د اوکاریین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکايي استازیو ډپلوماټیکې هڅې روانې دي.

تېره اوونۍ په مسکو کې له پوتین سره له خبرو وروسته، د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د هغه زوم او استازی جیرډ کوشنر په ډوبلین کې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره کتلي دي.

د دغو هڅو سره سره، د روسیې تر اشغال لاندې د اوکراین د سیمو او له جګړې وروسته د امنیتي تضمینونو په تړاو د مسکو او کییف ترمنځ بنسټیز اختلافات لا نه دي حل شوي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو مخکې ویلي وو چې تمه نه کیږي په اوکراین کې جګړه د امریکا، روسیې او چین د مشرانو ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې د اجنډا برخه وي، که څه هم ټرمپ اشاره کړې چې ښايي دا موضوع مطرح شي.

اخوا اوکرایین په کراتو ټینګار کړی چې د دغه هېواد د راتلونکي په تړاو هر دول خبرو کې باید ګډون وکړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

​
XS
SM
MD
LG