د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز تأیید کړه چې هېواد یې افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د طالبانو له چارواکو سره "تخنیکي خبرې" کوي.
په همدې حال کې د کډوالو د حقونو فعالان او کډوال د دغه اقدام په اړه اندېښمن دي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، لوران نونیز د دوشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۱۱مه» د فرانسې پارلمان ته وویل: "موږ هڅه کوو چې د یو ټاکلي شمېر هغو افغانانو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړو چې په ناقانونه وضعیت کې ژوند کوي. دا تخنیکي خبرې دي."
نوموړي زیاته کړه: "نور هېوادونه هم دا کار کوي، جرمني هم په دې برخه کې کار کوي."
د فرانسپرس خبري اژانس د اکټوبر په لومړیو کې د فرانسې د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې په حواله راپور ورکړی و چې دغه هېواد افغانستان ته د کډوالو د ایستلو د بهیر د "اسانه کولو" لپاره د طالبانو له حکومت سره خبرې پیل کړې دي.
په فرانسه کې مېشت یو شمېر افغان کډوال پر خپل ژوند او د کډوالۍ پر راتلونکي د دغې پرېکړې د اغېزو په اړه اندېښنه لري.
دوی وايي، په افغانستان کې د ګواښونو او ناامنیو له امله باید کډوال دغه هېواد ته وانهستول شي.
علي اکبر چې یو افغان کډوال دی او له دوو کلونو راهیسې په فرانسه کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته وویل: "څرګنده ده چې په سیاسي فضا کې بدلون د کډوالو د خوندیتوب پر احساس او ژوند اغېز کولای شي. زما د شاوخوا ملګرو او کورنیو ترمنځ هم همدا اندېښنه شته. ډېری کسان د استوګنې د قانوني وضعیت، د خپلو کورنیو د راتلونکي او د پناه غوښتنې د شرایطو د لا سختېدو د احتمال په اړه خبرې کوي. د هغو کسانو لپاره چې له کلونو ناامنیو او ګواښونو وروستهیې په فرانسه کې نوی ژوند پیل کړی، د راتلونکي په اړه بېبرخلیکي ډېره سخته ده."
نوموړي د فرانسې له حکومته وغوښتل چې په خپلو نړیوالو ژمنو دې عمل وکړي او د پناه غوښتنې هره دوسیه د غوښتونکي د شخصي شرایطو او وضعیت په پام کې نیولو سره په خپلواکه توګه وڅېړي.
د کډوالو د حقونو فعال او د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د پالېسۍ د کمېټې غړي یونس محمدي ازادي راډیو ته وویل چې د کډوالۍ د مخالفو او سختدریځو ښي اړخو ګوندونو له واک ته رسېدو وروسته، په ډېرو اروپايي هېوادونو کې د کډوالۍ پالېسۍ سختې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه بهیر په فرانسه کې د واکمن ګوند پر پالېسیو هم اغېز کړی دی.
محمدي وايي، احتمال لري چې د کډوالو ایستل په انفرادي ډول ترسره شي او هغه کسان چې جرمونهیې کړي، تر نورو ډېر د ایستلو له ګواښ سره مخ وي، خو د افغانستان په څېر هېوادونو ته د خلکو بېرته ستنول له قانوني محدودیتونو او حقوقي ملاحظاتو سره مخ دي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "زه دا لیرې بولم چې فرانسه دې کډوال په ډلهییز ډول وباسي. په عمومي توګه د کډوالو ایستل په دې بڼه نهترسره کېږي او یوازې هغه کسان چې د پناه غوښتنلیکونهیې رد شوي، ښايي وایستل شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کورنیو شرایطو ته په پام، افغان وګړي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري. له دې امله چې د پناه غوښتنې شرایط سخت شوي، د هغوی ایستل باید په رسمي توګه د محکمې لهخوا تأیید شي."
فرانسه د طالبانو حکومت په رسمیت نهپېژني او ورسره ډیپلوماتیکې اړیکې نهلري.
خو دغه هېواد د جرمني، بلجیم او سویډن په ګډون د اروپايي ټولنې له شاوخوا ۲۰ هېوادونو سره یوځای شوی، څو د افغانانو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړي چې محکمو مجرم پېژندلي دي.
د طالبانو حکومت د فرانسې د کورنیو چارو د وزیر د نویو څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې مخکې یې له فرانسې سره د ځانګړو خبرو په اړه یوې باخبرې سرچینې ازادي راډیو ته یوازې دومره ویلي و چې اروپايي هېوادونه د کډوالو د موضوع په اړه له طالبانو سره په تماس کې دي.
د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې اروپايي کمېسیون په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوي کوربه و او له غړو سرهیې د افغان وګړو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړې.
روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې دا د اروپايي ټولنې پلازمېنې ته د طالبانو د استازو لومړنی رسمي سفر و.
خو د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، د فرانسې په پارلمان کې د "شنو" ګوند یوې استازې، لئا بالاژ ال ماریګي، د فرانسې پر دغې پرېکړې نیوکه کړې ده.
نوموړې ویلي، دا پرېکړه له هغه رژیم سره چې د هغې په وینا، "جنسیتي اپارټاید" عملي کوي او د بشریت پر ضد جرمونه ترسره کوي، "د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو د بهیر پیل" دی.
تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ او د دغه سازمان یو شمېر نورو د بشري حقونو کارپوهانو د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي و چې د بشري حقونو او د کډوالو د حقونو په برخه کې پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي.