د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۳

فرانسه له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ویستلو په موخه له طالبانو سره خبرې کوي

انځور له ارشیف څخه، بروکسل کې د تالبانو استازي
انځور له ارشیف څخه، بروکسل کې د تالبانو استازي

د فرانسې خبري اژانس (AFP) وايي، چې فرانسه له طالبانو سره له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ویستلو د بهیر چټکولو په موخه خبرې کوي. فرانسه د اروپايي ټولنې له ۲۰ ډېرو هېوادونو سره یو ځای شوې، چې د افغان کډوالو د ویستلو بهیر چټک کړي، په تېره بیا د هغو کسانو چې د محکمو له خوا مجرم پېژندل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) وايي، یوې ډیپلوماټیکې سرچینې دوی ته ویلي دي: «د نورو اروپايي هېوادونو په څېر، له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل شوې دي، چې په مستقیم ډول افغانستان ته د هغو افغانانو د ویستلو بهیر آسانه شي، چې په ناقانونه وضعیت کې دي او د عامه نظم لپاره ګواښ بلل کېږي.»

طالب چارواکي، چې اروپايي ټولنه یې په رسميت نه پېژني، هڅه کوي په نړیواله کچه خپل دریځ پیاوړی کړي. تر دې وړاندې ځینو نورو اروپايي هېوادونو افغانستان ته د یو شمېر افغان کډوالو، چې جرمونه یې کړي وو، د بېرته استولو لپاره له طالبانو سره نه یواځې خبرې کړې دي، بلکې په خپلو هېوادونو کې یې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې د طالبانو استازي منلي دي؛ خو دا لا څرګنده نه‌ده، چې فرانسه به هم طالبانو ته داسې کوم امتیاز ورکړي او که نه؟

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د فرانس خبري اژانس هغو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی، چې آیا طالب استازو ته به اجازه ورکړل شي، چې د افغانانو د ویستلو اړوند چارو چټکولو په موخه فرانسې ته سفر وکړي؟

ډیپلوماټیکو سرچینو د هغو کسانو شمېر نه‌دی څرګند کړی، چې ښایي له فرانسې وویستل شي، خو یوې بلې سرچینې، چې له موضوع سره آشنا ده، ویلي چې ښایي دغه شمېر سلګونو ته ورسېږي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په تېرې جولای میاشت کې منلې وه، چې پاریس د هغو افغانانو د ویستلو لپاره په تخنیکي کچه اړیکې پیل کړې دي، چې په فرانسه کې غیرقانوني اوسي او د امنیتي ګواښ په توګه ارزول کېږي.

که څه هم د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې په مشخص ډول له فرانسې سره د خبرو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې اروپایي هېوادونه له دوی سره د کډوالو په مسله کې په اړیکه کې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی و، چې دا خبرې له طالبانو سره د پاریس په دریځ کې د بدلانه یا د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو معنی نه‌لري. فرانسه په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په اړه خپل مخالفت هم تکراروي.

یوې ډیپلوماټیکې سرچینې له طالبانو سره خبرو ته په اشارې ویلي دي: «دا تخنیکي خبرې اترې د افغانستان په اړه زموږ دریځ نه بدلوي.» سرچینې زیاته کړې ده: «موږ د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکوو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو ملاتړ.» په جون میاشت کې د طالبانو د حکومت د چارواکو او د اروپايي پارلمان د غړو تر منځ یوې ناستې د بشري حقونو د سازمانونو او د اروپايي پارلمان د کیڼ اړخو ډلو نیوکې وپارولې.

طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د اسلامي شریعت سخته بڼه پلې کړې ده. ښځې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي؛ په ډېرو برخو کې له کار کولو منعه شوې دي او له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو هم ګرځول شوې دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG