د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۵

بلجیم ګواښ کړی چې په جرمونو کې ښکیل افغانان به اخراج کړي

برلین کې د کډوالو یوه کمپ ته نږدې د کډوالو ګڼه ګوڼه - عکس پخوانی دی
برلین کې د کډوالو یوه کمپ ته نږدې د کډوالو ګڼه ګوڼه - عکس پخوانی دی

د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیره انیلین وان بوسویت وايي، په جرمونو ککړ افغانان افغانستان ته دېپورټ کوي.

د "وي ار ټي نیوز" په نوم یوې بلجیمي رسنۍ د شنبې په ورځ د (میزان/تلې۱۱مه) د اغلې بوسویت په حواله لیکي چې دغه کډوال به په بلجیم کې د خپلو سزا له بشپړولو وروسته افغانستان ته دېپورټ شي.

فغانان د بلجیم اساسي قانون لکه څنګه چې لازمه ده او باید پلي شي، پر ځانونو نه پلي کوي او ډير شمیر افغان ځوانان د قانوني اجازې پرته تور کارونه کوي
احمدالله حبیبي

هغې وړاندې ویلي چې په دې اړه له طالبانو سره هر ډول تعامل یوازې "تخنیکي همکاري" ده او د دوی د حکومت د ملاتړ په مانا نه ده.

پرون شنبې د جرمني په مونیخ ښار کې د بلجیم په ګډون د فرانسې، پولنډ، ډنمارک، اتریش او چک جمهوریت یو شمیر چارواکو په یوه غیررسمي غونډه کې پر هغو تګلارو خبرې کړي چې له مخې يې د افغانانو په ګډون په جرمونو کې ښکیل کډوال بیرته خپلو هېوادونو ته ستنوي.

د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي چې د بلجیم په ګډون ټول اروپايي هېوادونه پلان لري چې د مجرمو کډوالو سربیره هغه کډوال هم اخراج کړي چې د پناه غوښتنې قضیې يې رد شوي دي.

په بیان کې د اغلې بوسویت په حواله راغلي،" د افغان کډوالو ستونزه یوازې تر بلجیمه محدوده نه ده، نو ځکه باید د دغو کډوالو د ستنولو لپاره د اروپايي ټولنې په کچه حل لارې ولټوو".

هغې وړاندې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی او ویلي دي،" هغوو کسانو ته زموږ پیغام روښانه دی چې په اروپايي ټولنه کې راتلونکی نه لري، اخراج یوازنۍ لار ده".

په بلجیم کې میشت افغان احمدالله حبیبي چې د "بیل" په نوم د کډوال له یوه سازمان سره کار کوي وايي چې په وروستیو کې د پلازمینې بروکسل په ګډون د بلجیم په ډیر شمیر ښارونو کې د افغانانو په ګډون پر کډوالو فشارونه زیات شوي دي.

دوه کاله کیږي چې جرمني کې یم دوه ځل يې مې ردي واخیستې، خو هڅه کوم چې درس ووایم او دلته پاتې شم. خو اوس ډير په تشویش کې یم که چیرته وضعیت بدل شي مجبوره یم چې بل هېواد ته لاړ شم
ابوبکر

ښاغلي حبیبي د شنبې په ورځ د (میزان/تلې۱۱مه) ازادي راډیو وویل چې ځیني دلایل شته چې له مخې د بلجیم حکومت افغان کډوال له دې هېواده اخراجوي.

د هغه په ټکو،"ډیر شمیر افغانان دلته په بلجیم کې په جرمونو کې ښکیل دي، افغانان د بلجیم اساسي قانون لکه څنګه چې لازمه ده او باید پلي شي، پر ځانونو نه پلي کوي او ډير شمیر افغان ځوانان د قانوني اجازې پرته تور کارونه کوي".

احمدالله د افغان ځوانانو د ډېپورټ بل لامل د ځوانانو ترمنځ خپل منځي جنګونه یاد کړل.

د هغه په ټکو،" په افغانستان کې د کورنیو له خوا پر افغان ځوانانو د پیسو د لېږولو په خاطر فشارونه او د قبولۍ په اسنادو کې ځنډ ځوانان په رواني ناروغیو اخته کوي او بیا د دې سبب کیږي چې دغه کسان په عادي خبره غوسه شي او لوی لوی جنګونه وکړي چې بالاخره يې د دېپورټ کیدو سبب ګرځي".

احمدالله وړاندې دا هم وویل چې په وروستیو کې په بلجیم کې د کډوالو لپاره د سرپناه په کمپونو کې هم کمولی راغلی او ډير شمیر نوي راغلي کډوال د قانون له مخې اړ دي چې ځانونو ته خپله سرپناه پیدا کړي.

بلجیم که څه هم د زرهاوو افغان کډوال کوربه دی، خو د احمدالله په خبره په وروستیو کالونو کې په کې د کډوالو امتیازات د پخوا پرتله کم شوي او د افغان کډوالو نژدې اتیا سلنه د پناه غوښتنې قضیې رد کیږي.

خو بلجیم د اروپايي ټولنې یوازینی هېواد نه دی چې غواړي په جرمونو کې ښکیل افغان کډوال افغانستان ته اخراج کړي، جرمني په وروستیو کې په څو پړاونونو کې د دوی په ټکو مجرم افغانان افغانستان ته ډېپورت کړل.

د ابوبکر په نوم د جرمني په هامبورګ کې میشت یو افغان کډوال ازادي راډیو ته وویل چې د جرمني حکومت يې د پناه غوښتنه رد کړې او د پخوا پرتله يې د کډوال د منلو شرایط سخت کړي دي.

هغه ازادي راډيو ته وویل،"دوه کاله کیږي چې جرمني کې یم دوه ځل يې مې ردي واخیستې، خو هڅه کوم چې درس ووایم او دلته پاتې شم. خو اوس ډير په تشویش کې یم که چیرته وضعیت بدل شي مجبوره یم چې بل هېواد ته لاړ شم".

د جرمني حکومت په وروستیو کې شاوخوا ۲۶۳افغان کډوال چې دوی يې مجرمین بولي بیرته افغانستان ته ډېپورت کړل.

د بلجیم او جرمني په ګډون اروپايي ټولنې دوه ځلې په بروکسل کې د طالبانو پلاوي سره د افغان کډوال د ستنولو په اړه خبرې کړي دي.

دې هېوادونو ادعا کړې چې دا خبرې اترې تخنیکي دي او د کډوالو د ستنولو په موخه ترسره کیږي او د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په مانا نه دي.

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG