په جرمني کې مېشت یو افغان پناه غوښتونکی وايي، شاوخوا دوه نیم کاله مخکې دې هیواد ته راغلی او شپږ میاشتې مخکې یې د پناه غوښتنه رد شوې ده.
ده چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د جمعې په ورځ، ازادي راډیو ته وویل، ده ته د اروپایي ټولنې څخه د وتلو امر شوی او اوس افغانستان ته د لېږل کېدو له ګواښ سره مخ دی.
فعلا هم د کډوالو کمپ کې ستونزو سره مخ یو، دا انتظار ډېر ځورونکی دی، موږ د هغو شریطو له امله چې افغانستان کې حاکم شوي او د خلکو ټولیز، اقتصادي او فرهنګي امنیت تر خطر لاندې دي، راکډوال شوي یو او دا شرایط فعلا هېڅ بدل شوي نه دي، یوه اندېښنه مو دا ده چې که بیا افغانستان ته ستانه شو، څه به وکړو؟یو افغان کډوال چې د پناه غوښتنه یې رد شوې
د جرمني د کډوالو په یوه کمپ کې مېشت یو بل افغان وايي، سره له دې چې په قانوني ډول دې هیواد ته ننوتی خو اوس د پناه غوښتنې له ردیدو وروسته د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دی.
ده هم چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
"موږ له حکومته غواړو چې د خپلو پالیسو پر ځای د افغانانو واقعې حالت ته پام وکړي، د افغانستان شرایط بېرته ستنېدو ته برابر نه دي او دا ډول پرېکړې زموږ ژوند او راتلونکي ته خطرناکه دي، هیله مند یو چې دې پرېکړې ته پام او بیا غور پرې وکړي."
یوازې جرمني نه ده چې افغان کډوال په کې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، بلکې یو شمېر نور اروپايي هېوادونه هم پلان لري، هغه افغان کډوال چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې په دې هېوادونو کې رد شوي دي، وباسي.
په پولنډ کې یو بل افغان کډوال چې له نږدې یو کال راهیسې په یوه تړلي کمپ کې ژوند کوي او له ایستلو سره مخ دی، ازادي راډیو ته وویل:
تشویش ډېر دی، ټول هلکان تشویش لري، ټول جګرخونه دي، نور به له خفګانه څه ووایو، افغانستان ته بیرته تګ ډېر سخت دی ځکه موږ د جمهوریت پر مهال هلته دندې درلودې، که طالبان موږ هلته وګوري، ژوندي مو نه پرېږديپه پولنډ کې افغان پناه غوښتونکی
په اروپايي هېوادونو کې میشت دا افغان کډوال داسې مهال د ایستلو له خطر سره مخ دي، چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ای ار سي) هم خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د دوی ایستل د دغو کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړي.
دې سازمان په یوه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ، د ثور په ۱۰مه د ملګرو ملتونو په ریلیف پر ویب پاڼه خپور شوی، راغلي چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه، له۲۲ زرو زیاتو افغانانو د اروپايي ټولنې د وتلو امرونه تر لاسه کړي دي.
د دې کمېټې په ټکو، افغانان اوس د هغو هېوادونو لخوا د شړلو له خطر سره مخ دي چې له افغانستان د وتلو پر مهال یې ترې هرکلی کړی و.
د دې راپور له مخې، افغانان په ۲۰۲۵ کال کې په اروپايي ټولنه کې د کډوالو دریمه لویه ډله جوړوله.
په راپور کې په افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمیټې مشرې لیزا اوون په حواله ویل شوي چې " داسې هیواد ته د افغانانو شړل چې نږدې نیمایي نفوس یې خپله خواړه نه شي برابرولی، د کډوالۍ پالیسي نه، بلکې هغه پریکړه ده چې د انسانو ژوند له خطر سره مخ کولای شي."
د ژغورنې نړیواله کمېټه دا هم خبرداری هم ورکوي چې هغه افغانان چې ایستل کېږي، بیرته داسې هیواد ته ستنول کېږي چې نه شي کولای دوی ته امنیت، خواړه، روغتیایی خدمتونه او د ژوند کولو فرصتونه چمتو کړي.
د دې کمېټې په ټکو، د افغانستان ۴۰ سلنه خلک له لوږې سره مخ دي او د اقلیم د بدلون او جګړو له امله بې ځایه کیدل لا هم دوام لري، ښځې او نجونې د زده کړو، کارموندنې او ان روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له سیستماتیکو خنډونو سره مخ دي او د راستنیدونکو زیاتوالی به په محدودو سرچینو نور هم فشار زیات کړي.
د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د اندیښنو سره سره، د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو څخه شاوخوا ۲۰ هیوادونو د هغو افغانانو د ایستلو هڅې پیل کړي چې په جرمونو کې ښکیل دي او په دې ټولنه کې د اوسیدو حق نه لري.
د افغان کډولو د بېرته ستنولو لپاره د اروپايي ټولنې د چارواکو او د طالبانو د حکومت ترمنځ د تخنیکي اړیکو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې هیوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ له افغانانو شاوخوا یو ملیون د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، د دې هیواد ګڼ شمېر وګړي د دوی په خبره، د بیکارۍ، اقتصادي ستونزو، ناامنۍ او پراخو ټولنیزو محدودیتونو له امله ګاونډیو او اروپایي هیوادونو ته کډوال شوي دي.
خو اوس دوی هغه هیواد ته ستنول کیږي چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، سخت اقتصادي ناورین، پراخې ناامنۍ او د اساسي خدمتونو نشتوالي سره مخ دی، او د خپلو ډیری وګړو لپاره د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه شي برابرولی.