د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۱

افغانستان کې د طالبانو حکومت د «بي‌بي‌سي» راډیو «اېف‌اېم» خپرونې ودرولې

لندن کې د «بي‌بي‌سي» مرکزي دفتر
لندن کې د «بي‌بي‌سي» مرکزي دفتر

«بي‌بي‌سي» د سې‌شنبې په ورځ «د تلې ۲۱مه» اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت چارواکو په ټول افغانستان کې د دې رسنۍ راډیويي خپرونې پر «اېف‌اېم» څپو بندې کړې دي.

دې رسنۍ زیاته کړې چې د دې ستونزې د حل لپاره له واکمنو چارواکو سره په اړیکه کې ده.

د «بي‌بي‌سي» په اعلامیه کې راغلي: "په ټول افغانستان کې میلیونونه کسان د کره خبرونو او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره پر «بي‌بي‌سي» تکیه کوي او موږ د دې وضعیت د حل لپاره له چارواکو سره کار کوو."

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران، روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د «بي‌بي‌سي» فعالیتونه د «پرله‌پسې سرغړونو» له امله اوس‌مهال ځنډول شوي دي.

هغه د سرغړونو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي او دا یې هم نه‌دي ویلي چې په «اېف‌اېم» څپې د «بي‌بي‌سي» خپرونې به کله بېرته پیل شي.

ارشیف
ارشیف

د (نی) یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې پخواني مشر، صدیق‌الله توحیدي، د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې «بي‌بي‌سي» په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د یوه پروتوکول له مخې فعالیت کوي.

دی زیاتوي: "ترڅو چې زه خبر یم، د «بي‌بي‌سي» نشرات په کابل کې د یو پروتوکول په اساس جاري و، خو زه فکر کوم هغه پروتوکول کې چې د «بي‌بي‌سي» او د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ شوی و ډېر محدودیتونه‌یې درلودل او امکان لري چې «بي‌بي‌سي» هغه پروتوکول ته ژمن پاته شوی نه‌وي ځکه چې په دغه پروتوکول کې یو څه محدودیتونه و چې د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې و."

خو «بي‌بي‌سي» لا هم د طالبانو له لوري د خپلو «اېف‌اېم» خپرونو د درولو د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي.

توحیدي زیاتوي چې په اوسني وضعیت کې د نړیوالو او هغو رسنیو خپرونې چې له افغانستان څخه بهر فعالیت کوي، ډېر اهمیت ځکه لري چې طالبان په هېواد کې اطلاعاتو ته لاسرسی او د رسنیو خپرونې په کلکه کنټرولوي.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، ګڼو نړیوالو رسنیو افغانستان پرېښود او د یو شمېر نورو رسنیو فعالیتونه هم د طالبانو له لوري ودرول شول.

د بېلګې په توګه، د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خپرونې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه په افغانستان کې پر «اېف‌اېم» څپو بندې شوې.

پر ایف ایم او منځنیو څپو د ازادي راډیو د نشراتو بندېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

دا پرېکړه د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړې وه.

سره له دې، ازادي راډیو له افغانستان څخه بهر خپلو خپرونو ته دوام ورکړ او د خپلو میلیونو اورېدونکو او مخاطبانو د لاسرسي لپاره‌یې فعالیتونه روان وساتل.

په افغانستان کې د «بي‌بي‌سي» اېف‌اېم خپرونې په داسې حال کې درول کېږي چې د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه او فشارونه زیات کړي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) په دې وروستیو کې ویلي چې د طالبانو د چارواکو له لوري په لیکلې او شفاهي بڼه صادر شويو ګڼو لارښوونو، فرمانونو او امرونو د افغانستان رسنیز چاپېریال سخت محدود کړی دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG