د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۳

د ۶ خبریالانو وژل کېدل؛ نی وايي افغانستان د بیان ازادۍ په یوه لوی زندان بدل شوی

ارشیف، د افغانستان په یوه سیمه‌ییزه رسنۍ کې د خپرونو د کنټرول خونه
ارشیف، د افغانستان په یوه سیمه‌ییزه رسنۍ کې د خپرونو د کنټرول خونه

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې په خپل راپور کې وايي چې افغانستان د بیان د ازادۍ او رسنیو لپاره په یوه لوی زندان بدل شوی دی.

په تبعید کې دغه بنسټ وايي، د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې شپږو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې طالبان او د داعش خراسان ډلې کسان په‌کې دخیل پېژندل شوي دي.

په تبعید کې د نی بنسټ د مشرتابه پلاوي رئیس صدیق‌الله توحیدي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په تېرو ۵ کلونو کې سلګونو خبریالانو سره د زور زیاتي پېښې ثبت شوي چې د اکثرو عاملان طالبان بلل شوي دي.

دی زیاتوي: "په پنځو کلونو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوترخوالي ۷۰۰ قضیې ثبت شوې دي. د هرو درېیو خبریالانو څخه یو کس حتماً زنداني یا شکنجه شوی دی. تهدید، تخویف او محدودیتونو د افغانستان په رسنیو داسې یو وضعیت راوړی دی چې اوس هېڅ کوم خبریال نه‌شي کولای چې یو ټکی هم د انتقاد په توګه خپور کړی."

ارشیف، دوه هغه خبریالان چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې طالبانو خوشې کړل او د هغوی له لوري سخت ډبول شوي و.
ارشیف، دوه هغه خبریالان چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې طالبانو خوشې کړل او د هغوی له لوري سخت ډبول شوي و.

ښاغلی توحیدي وایي چې طالبانو داسې وضعیت رامنځته کړی چې انتقاد ته اصلاً اجازه نه‌شته.

(نې) بنسټ په خپل راپور کې دا هم وايي چې اوس‌مهال د طالبانو تر مستقیم او غیر مستقیم مدیریت لاندې رسنیو کې شاوخوا دوه زره خبریالان کار کوي.

یاد بنسټ وايي، د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي په ۴۰۰ مواردو کې خبریالان او د رسنیو د ازادۍ مدافع فعالان ډېری د استخباراتو له‌خوا نیول شوي او بندیان شوي او له خوشې کېدو وروسته‌یې په توقیف او حبس خونو کې وضعیت او تحقیقات ډېر بد بللي دي.

راپور وايي په رسنیو کې د ښځو کار ډېر کم شوی دی، په داسې حال کې چې د جمهوریت په دوران کې شاوخوا ۱۸۰۰ ښځو په رسنیو کې کار کاوه اوس له ۱۰۰ کم شمېر ښځې کار کوي.

افغان خبریالې مینې اکبري یوه ورځ وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د رسنیو فضا دومره تنګه شوې چې خبریالان حتی په خواله رسنیو کې هم د زړه خبره نه‌شي کولای: "پر دوی باندې داسې څه هم تحمیل کېږي چې حتی دوی حق نه‌لري، په رسنیو کې خو نه‌شي کولای چې حقایق ووایي، پر خپلو شخصي اکاونټونو، لکه فېس‌بوک، ټویټر (اېکس)، انسټاګرام او نورو خواله رسنیو باندې که چېرې نقد کوي، یا وړاندیز کوي، یا د اوسني حکومت په هکله یوه خبره کوي، د طالبانو له ډاره‌ یې نه‌شي کولای."

په رسنیو کې د ښځو کار ډېر کم شوی دی.
په رسنیو کې د ښځو کار ډېر کم شوی دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان هم یوه ورځ وړاندې د طالبانو د واکمنۍ د پنځه کلنۍ په درشل کې وویل چې دوی د خبریالانو پر وړاندې د ځپونکو اقداماتو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

یاد سازمان وویل چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال واک ته له ستنېدو وروسته، د مطبوعاتو د ازادۍ د محدودولو لپاره د هېواد په کچه له ۲۰ څخه زیات فرمانونه او د ولایتونو په کچه‌یې هم ګڼ نور فرمانونه صادر کړي دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، د رسنیو فضا ورځ تر بلې محدودېږي، د طالبانو پر رژیم انتقاد او سیاسي بحثونه منع شوي، ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول هم منع شوي دي.

سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رسنیو د ملاتړ د سازمانونو د دغو راپورونه په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او د خبریالانو د فعالیت ملاتړ ته ژمن دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG