د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۶

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له زیاتیدونکي محدودیت او سانسور سره مخ دي

د خبریالانو د خپلواکۍ د یوې موسسې له بنر سره ولاړ وسله وال طالب
د خبریالانو د خپلواکۍ د یوې موسسې له بنر سره ولاړ وسله وال طالب

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغه هیواد کې د رسنیو د ازادۍ د زیاتیدونکي ځپنې او د خبریالانو د توقیف د دوام په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

دغه مرکز د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.

د مې دریمه (یکشنبه) د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرایوي رییس احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل چې دوی تېر یو کال د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ د سرغړونې لږترلږه ۱۵۰ قضیې ثبت کړي دي.

هغه زیاته کړه:

"که څه هم دا د وړم کال په پرتله له احصایوي پلوه د پام وړ کمښت دی؛ مګر په کیفیتي او جوړښتي ډول، دا په هیواد کې د ځپنې، سانسور او اختناق[سابندۍ،زندۍ] د بهیر دوام ښیي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز وویل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو او تلویزیون د دوو کارمندانو د مړینې او په افغانستان کې د پاکستاني سرتیرو په هوايي بریدونو کې د یو بل کارمند د ټپي کیدو پرته، طالبان د نورو ټولو پیښو مسوول دي.

د دغه مرکز په وینا، پدې موده کې د ګواښونو لږترلږه ۱۲۷ قضیې او د خبریالانو د نیولو ۲۰ قضیې راپور شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ریچارډ بنیټ، د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې، د آزاد او خپلواک ژورنالیزم فضا تقریبا له منځه تللې ده. له هغه وخته چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسیدل، خبریالان د سانسور، ډار او نیولو له زیاتیدونکي بهیر سره مخ شوي دي.
ریچارډ بنیټ - د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

دی زیاتوي: «ډیری خبریالان یوازې د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره نیول شوي دي، چې د حقایقو راپور ورکول دي. یو ځل بیا، زه په چارواکو غږ کوم چې ټول نیول شوي خبریالان سمدلاسه او بې قید او شرطه خوشې کړي.»

د راپورونو له مخې، څلور خبریالان اوس مهال د طالبانو په توقیف کې دي.

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي.

په دې موده کې، لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکونکي نیول شوي دي. طالبان ادعا کوي چې خبریالان د رسنیزو فعالیتونو لپاره نه دي نیول شوي.

د ۲۰۲۲ کال په می کې، طالبانو په افغان رسنیو کې ښځینه ویاندویانو ته امر وکړ چې د تلویزیوني پروګرامونو په جریان کې خپل مخونه پټ کړي.

طالبانو مخکې ویلي وو چې دوی د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو ملاتړ کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې "په خپلو ټولو وروسته پاتو تګلارو په بیا کتنې او د نیول شویو خبریالانو په ازادۍ سره خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د بیان د ازادۍ له حقه د یو اساسي حق په توګه برخمن شي او د ګواښونو، ځورونې یا نیول کیدو له ویرې پرته خپلو فعالیتونه دوام ورکړي."

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG