د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۱۱

پر رسنیو د طالبانو د فشار د دوام په لړ کې لږ تر لږه درې محلي راډیوګانوې په کندهار کې تړل شوي

عکس سمبولیکه بڼه لري
عکس سمبولیکه بڼه لري

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د «تحسین القران، څانګې او زما زېور» راډیوګانو د تړلو خبر ورکړی.
په دې اعلامیه کې دا راډیوګانې په غیر معیاري نشراتو، د رسمي جواز په نه لرلو او د مالیاتو په نه ورکړې تورنې شوې دي.

د طالبانو چارواکو همداراز په دې اعلامیه کې د کندهار دوو نورو راډیوګانو «ملت غږ او وړانګې» ته هم خبرداری ورکړی چې د خپلو اسنادو د انتقال پروسه بشپړه او فعالیتونه قانوني کړي.

لا معلومه نه ده چې له غیرمعیاري نشراتو او د فعالیتونو له قانوني کولو د طالبانو د چارواکو هدف څه دی.

طالبان له بیا واکمنېدو راهیسې رسنۍ مکلفې ګرځولي چې د دوی د پالیسیو سره سم خپرونې وکړي.

د کندهار د اطلاعاتو ریاست یو وار بیا د دې پالیسي یادونه کړې او په خبره یې چې نورو ټولو محلي راډیوګانو ته یې سپارښتنې کړې څو خپل نشرات «د اسلامي اصولو او اخلاقو» سره سم کړي.

د رسنیو د حقونو فعالان د طالبانو له خوا د ځینو محلي راډیوګانو تړل د بیان پر ازادۍ ښکاره فشار او محدودیت یادوي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل:

په رسنیو باندې فشار زیات شوی په خاص ډول په راډیوګانو باندې. په تېرو څو اوونیو کې دا دریمه پېښه ده چې د راډیوګانو په فعالیت محدودیت وضع کېږي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان رییس حامد عبیدي

هغه زیاته کړه: «زموږ باور دا دی چې واکمنه اداره بیان ازادي ته ژمنتیا نه لري. او د عامه افکارو د کنټرول لپاره هر څه چې په توان کې ولري هغه ترسره کوي.»

د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم د جواز د نه لرلو په پلمه ځینې راډیوګانې تړلې دي.

وروستۍ بېلګه یې تېره اوونۍ بامیانو کې پېښه شوې چېرته چې د «راډیو بامیان» خپرونې د جواز نه لرلو په تور بندې شوي.

د دې راډیو مسوولانو بیا ویلي چې د جواز د تمدید لپاره د طالبانو چارواکو ورسره همکار نه ده کړې.

د راپورونو له مخې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې افغانستان کې لږ تر لږه ۳۴۵ راډیوګانې فعالې وې چې وروسته د سیاسي او اقتصادي فشارونو په سبب ۱۱۷ راډیوګانې بندې شوي.

د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې افغانستان ۱۷۵ ځای لري. د دغه شاخص پر بنسټ بیا د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته څه باندې ۴۳ فیصده رسنۍ تړل شوي.

د دغه شاخص په اساس په راډیوګانو د طالبانو د فشار د دوام په خاطر له هرو لسو اته ښځینه خبریالانې په کور ناستې دي او ګڼ نور خبریالان هم له محدودیت سره کار مخته بیایي.

د خبریالانو د خوندیتوب په اړه هم ګڼې اندېښنې موجودې دي او د طالبانو حکومت هم په اکثرو مواردو کې د جزییاتو او دلایلو له وړاندې کولو پرته خبریالان بندیان کړي.

د رسنیو د ملاتړ سازمان د راپور په اساس دمګړۍ لږ تر لږه اته خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG