د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۷

خیبرپښتونخوا کې د رسنیزو او انټرنټي خدمتونو د محدودېدو په اړه «سي‌پي‌جې» اندېښنه

ارشیف، پاکستان کې د انټرنټ محدودیت
ارشیف، پاکستان کې د انټرنټ محدودیت

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي‌پي‌جې) د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلانېدو وروسته په دې ایالت کې د ازادو رسنیو په وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې کمېټې د اسیا څانګې د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان د مرکزي حکومت له‌خوا په خیبرپښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت له اعلان وروسته، په سیمه کې روان وضعیت له نږدې څاري.

«سي‌پي‌جې» ویلي، د هغو راپورونو په اړه چې وایي، په خیبرپښتونخوا کې د روانې سیاسي بې‌‌ثباتۍ له امله په انټرنټي خدمتونو کې پراخې ګډودۍ رامنځته شوې دي، ژوره اندېښنه لري.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خبره د مخابراتي اړیکو پرې کېدل د رسنیو ازادۍ ته جدي ګواښ دی او خبریالان نه‌پرېږدي چې د سیاسي کړکېچ په دې حساس وخت کې په خپلواکه او خوندي توګه راپورونه چمتو کړي.

وروسته له هغې چې د یکشبې په ورځ د پاکستان د مرکزي حکومت له‌خوا په خیبرپښتونخوا ایالت کې بېړنی حالت اعلان شو، له هغې راهیسې د دې ایالت د اعلی وزیر سهیل خان افریدي په ګډون د تحریک انصاف ګوند اړوند نور چارواکي او د دې ګوند ډېر غړي نیول شوي چې شمېر یې شاوخوا ۲۸۰ تنه ښودل شوی دی.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان افریدي
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان افریدي

په خیبرپښتونخوا کې بېړنی حالت په داسې حال کې اعلان شوی چې د تحریک انصاف ګوند د اسلام‌اباد پر لور یو لوی لاریون پیل کړی و.

د راپورونو له مخې په خیبرپښتونخواکې د روان سیاسي کړکېچ او د تحریک انصاف ګوند اړوند لوړپوړو چارواکو له نیونو سره هم‌مهاله د انټرنټي خدماتو کې ګډوډي، یو شمېر خبریالان په خپل وخت د راپورونو په چمتو کولو کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په خیبرپښتونخوا کې مېشت یوه خبریال شهاب‌الله یوسفزي چې د خیبرپښتونخوا له انګرېزۍ اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼې سره کار کوي، ازادي راډیو ته وویل چې د دې ایالت په ډېرو سیمو کې له یکشنبې راهیسې انټرنټي خدمات محدود شوي دي.

دی زیاتوي: "په خیبرپښتونخوا کې د ایمرجنسي او د ګورنر راج د نفاذ وروسته په اکثرو علاقو کې د وفاقي حکومت له‌خوا په انټرنټ باندې بندیز لګول شوی او د موبایل سرویس محدود شوی دی. له دې نه علاوه صرف او صرف وای‌فای کار کوي چې کوم خلک‌یې د معلوماتو لپاره استعمالوي. دا ټول د دې په خاطر شوي دي چې حکومت غواړي پروپاګندا یعنې خلکو ته د اطلاعاتو رسول لږ په ګرانه شي او هر څوک د انټرنټ له لارې د احتجاج کال یا د احتجاج لپاره د خلکو د رابللو کومې هڅې چې دي هغه شنډې کړي چې په دې کې حکومت تر ډېره حده کامیاب شوی دی."

د راپورونو له مخې په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان وروسته په سیمه کې وضعیت کړکېچن بلل شوی او د تحریک انصاف ګوند او نورو مخالفو ګوندونو ګڼو پلویانو په څو سیمو کې مظاهرو ته مخه کړې، خو ویل کېږي چې امنیتي ځواکونو یې ډېرو سیمو کې مخه نیولې ده.

د اعتراضونو د مهارولو لپاره په استوګنیزو سیمو کې مېشت شوي پاکستاني امنیتي ځواکونه
د اعتراضونو د مهارولو لپاره په استوګنیزو سیمو کې مېشت شوي پاکستاني امنیتي ځواکونه

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د تحریک انصاف د ګوند د لوړپوړو مشرانو په کورونو باندې د پاکستان امنیتي ځواکونو چاپې هم وهلي، خو دغه راپورونه تر اوسه چارواکو نه‌دي تأیید کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي‌پي‌جې) همدارانګه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په خیبرپښتونخوا کې ژر تر ژره انټرنټي او مخابراتي اړیکې په بشپړه توګه بېرته فعالې کړي او ډاډ ورکړي چې خبریالان له کوم خنډ پرته معلوماتو ته لاسرسی ولري.

تر دې مخکې هم دې کمېټې او د رسنیو او د بشري حقونو مدافعې ټولنو په پاکستان کې د ازادو رسنیو او خبریالانو پر وضعیت اندېښنې څرګندې کړې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د بې‌پولې خبریالانو ټولنې په ګډون د رسنیو د ازادۍ او بشري حقونو اتو نورو سازمانونو د سپټمبر په ۱۰مه په یوه ګډ لیک کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف څخه غوښتي و چې په دغه هېواد کې د رسنیو د ازادۍ د مخ په خرابېدونکي وضعیت د ښه کېدو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

دغو سازمانونو د پاکستان په ځینو سیمو کې د خبریالانو پر فعالیتونو د نویو محدودیتونو، د انټرنټي او مخابراتي اړیکو د پرله‌‌پسې پرې کېدو، د رسنیو په چارو کې د حکومت د لاسوهنو او د خبریالانو پر ضد د جنایي څېړنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

دوی د شهباز شریف له حکومت څخه غوښتي و چې هغه کسان حساب ورکولو ته اړ کړي چې خبریالان ګواښي، ځوروي او یا یې په خپل‌سري ډول نیسي او بندیانوي.

د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې پاکستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۵۳ ځای خپل کړی.

که څه هم پاکستان د بې‌‌پولې خبریالانو د ټولنې په درجه‌‌بندۍ کې د تېر کال پرتله پنځه نمرې مخکې شوی، خو دې ټولنې ویلي چې په دې هېواد کې خبریالان لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دي چې په هغو کې ګواښل، تر څارنې لاندې نیول، نیول کېدل او تاوتریخوالی شامل دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG