افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان وروستي تحولات د اندیښنې وړ بللي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبې ( دتلې شلمه ) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې پاکستان کې سیاسي ، امنیتي ، ټولنیز او اقتصادي مشکلات د اندیښنې وړ دي چې په ټوله سیمه منفي اثرات لري.
د پاکستان حکومت وروسته له دې چې خیبر پختونخوا ایالت کې بیړني حالت اعلان کړ د یکشنبې په ورځ یې ددغه ایالت د اعلی وزیر سهیل خان افریدي په شمول د تحریک انصاف ګوند لوړ پوړي غړي او سلګونه پلویان نیولي دی.
له دې سره همهاله پاکستاني چارواکو یوځل بیا د طالبانو پر حکومت تورونه پورې کړي او هغوی یې د پاکستان د ناامنیو لامل بللي دي.
د پاکستان صدر اعظم شهبازشریف د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې د څرګندونو په ترڅ کې تور ولګاوه چې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان د نا امنیو تر شا هغه وسله وال لاس لري چې په ټکو یې له افغان خاورې بریدونه پلان او ترسره کوي.
خو ذبیح الله مجاهد وايي چې د پاکستاني چارواکو له خوا پر افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هیڅ ستونزې حل نه دی.
مجاهد تور لګوي چې لوړ رتبه پاکستاني چارواکي د حل پر ځای ټول تمرکز په تبلیغاتو کوي.
هغه وايي پاکستان باید د خپلو کورنیو مشکلاتو د حل لپاره د خپلو سیاسیونو او ولسونو مشورو او حقونه ته درناوی وکړي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د یکشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړ او پر دغه ایالت حاکم د تحریک انصاف ګوند چارواکي یې بې واکه کړل.
اسلام اباد وایي، دخیبر پختونخوا ایالت حکومت د اسلامپالو وسله والو د فعالیت په مخنیوي کې پاته راغلی دی .
تحریک انصاف ګوند بیا د اسلام اباد دغه اقدام غندلی او ویلې یې دي چې دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.
د بیړني حالت تر اعلان مخکې تحریک انصاف ګوند او پلویانو یې د اسلام اباد په لوري لوی لاریون پيل کړی و.