د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۱

د م. م تازه خبرداری: افغانستان کې د ښځو ملاتړي بنسټونه د نړېدو تر پولې رسېدلي

ارشیف، یو شمېر هغه بې‌وزله مېرمنې چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي دي.
ارشیف، یو شمېر هغه بې‌وزله مېرمنې چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو اېن ومن) یوه تازه راپور څرګندوي چې د نړیوالو مرستو کمښت په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه له ناورین سره مخ کړي دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۷۲ سلنه دغه بنسټونه د بودجې له کمښت سره مخ شوي او لږ تر لږه یو بنسټ په بشپړه توګه تړل شوی دی.

په دې راپور کې چې د دوشنبې په ورځ «د تلې/میزان په ۶مه» د ریلیف پر وېب‌پاڼه خپور شوی او په افغانستان کې د ۷۴ سازمانونو د یوې سروې پر بنسټ چمتو شوی، ویل شوي چې له نیمايي ډېر دغه بنسټونه په راتلونکي یو کال کې د فعالیتونو د ځنډېدو یا بشپړ تړل کېدو له خطر سره مخ دي.

په سروې کې ۸۲ سلنه ګډونوالو هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافع سازمانونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

رحیمه، په بلخ ولایت کې یوه ۴۰ کلنه کونډه، وايي فقر او بې‌کاري د هغې او د درېیو اولادونو ژوند یې ډېر ستونزمن کړی، خو د مرستو درک نه‌شته.

ارشیف، یو شمېر بې‌وزله افغان مېرمنې چې له یو خیریه بنسټ‌یې مرستې ترلاسه کړي.
ارشیف، یو شمېر بې‌وزله افغان مېرمنې چې له یو خیریه بنسټ‌یې مرستې ترلاسه کړي.

هغې چې د بلخ ولایت په یوه لیرې پرته سیمه کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته وویل چې د دوی اقتصادي وضعیت تر دې کچې خراب شوی چې کله ناکله ان د ورځې د وچې ډوډۍ برابرول هم ورته ګران وي.

رحیمه وایي: “د اوسېدو لپاره ځای نه‌لرو، د خوړلو لپاره ډوډۍ نه‌لرو. درې اولادونه لرم. دوه کاله کېږي چې ښه خواړه‌یې نه‌دي خوړلي. هېڅکله‌یې غوښه نه‌ده خوړلې، تازه مېوه‌یې نه‌ده خوړلې، په اختر کې کالي نه‌لري او په برات کې هم د خوښۍ لپاره څه نه‌لرو. ان وچه ډوډۍ هم دومره نه‌رسېږي چې نسونه‌یې پرې ماړه شي.”

په عین حال کې، په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوه فعاله چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې په راپور کې واخیستل شي، وايي د افغانستان لپاره د بشري مرستو له کمېدو سره، ډېری هغه سازمانونه چې د ښځو په برخه کې یې فعالیت کاوه، یا تړل شوي او یا یې خپل فعالیتونه کم کړي دي.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې د بودجې د ستونزو او پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو له امله، له یوې خوا مرستې کمې شوي او له بلې خوا د مرستو لپاره د ښځو او نجونو اړتیاوې زیاتې شوې دي.

دا وايي: “د بودجې د نشتوالي او همدارنګه په افغانستان کې د ځینو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د ښځو په اړه د سختو محدودیتونو له امله، دا ډول فعالیتونه کم شوي او د افغانستان پر ښځو او نجونو یې ډېر منفي اغېز کړی دی.”

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په سروې کې ګډون کوونکو بنسټونو هم ویلي چې د ښځو او نجونو اړتیاوې زیاتې شوي، خو د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ظرفیت‌یې کم شوی دی.

۸۳ سلنه سازمانونو د ښځو د اړتیاوو د زیاتېدو خبر ورکړی او ۷۷ سلنه ویلي چې اوسنی ظرفیت‌یې د موجودو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه‌دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په وینا، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره خدمات، د ښځو خوندي مرکزونه، د معیشت پروګرامونه، زده‌کړې او حقوقي مرستې هغه برخې دي چې د بودجې له کمښت څخه تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي.

څه د پاسه ۶۰ سلنه سازمانونو دا هم ویلي چې ډېری هغه ښځې چې مخکې یې دغو خدماتو ته لاسرسی درلود، اوس ترې بې‌برخې شوې دي.

ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې چې اړې شوي د کور دوهم لاس توکي، ان د خپل کور توکي وپلوري.
ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې چې اړې شوي د کور دوهم لاس توکي، ان د خپل کور توکي وپلوري.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په راپور کې همدارنګه د بې‌وزلۍ، رواني روغتیايي ستونزو، پر ښځو د تاوتریخوالي او د کم‌عمره او جبري ودونو د زیاتېدو یادونه شوې ده.

په همدې حال کې، ۹۲ سلنه سروې شویم سازمانونو ویلي چې اړ شوي خپل کارکوونکي کم کړي چې دې کار ښځو او نجونو ته د خدماتو د وړاندې کولو ظرفیت لا کمزوری کړی دی.

په سروې کې ګډون کوونکو سازمانونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو پر چارو د تمرکز کوونکو بنسټونو لپاره مستقیمې، دوامدارې او څو کلنې مرستې زیاتې کړي.

دوی خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام ښايي د دغو بنسټونو د پراخ تړل کېدو او میلیونونو ښځو او نجونو ته د حیاتي خدماتو د نه‌رسېدو لامل شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG