د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۶

افغانستان کې د سرطان د زیاتېدو په اړه اندېښنې؛ تر یو نیم میلیون ډېر افغانان سرطان دي

ارشیف، افغانستان کې په سرطان اخته یو شمېر ناروغان
ارشیف، افغانستان کې په سرطان اخته یو شمېر ناروغان

په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټ په دې هېواد کې د سرطان د ناروغانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښيي، وايي چې د عامې روغتیا وزارت، نړیوالو ادارو او د دوی د معلوماتو پر اساس حاضر دمه تر یو نیم میلیون ډېر افغانان په دې ناروغۍ اخته دي.

د دې بنسټ رئیس ډاکتر شفیق شنیواری وايي چې هر کال په دې شمېر شاوخوا ۵۰ زره نوې پېښې زیاتېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۲۰ م کال کې ویلي و چې هر کال په هېواد کې د سرطان ۲۳ زره نوې پېښې ثبتوي چې د هغو له منځه ۱۶ زره د دې ناروغۍ له کبله مړه کېږي.

ډاکتر شنیواری وايي چې اکثره ناروغان مجبورېږي چې د درملنې لپاره خصوصي روغتیايی مرکزونو ته مراجعه وکړي او دا په داسې حال کې ده چې اکثره ناروغان په خصوصي کلینیکونو کې د لګښت د ډېروالي له کبله له تداوۍ محروم پاتې کېږي.

خو ولې ناروغان دولتي روغتونونو ته د درملنې لپاره نه‌ځي؟

کابل کې د جمهوریت روغتون چې د سرطان د درملنې او مراقبت یو له روغتونونو څخه دی.
کابل کې د جمهوریت روغتون چې د سرطان د درملنې او مراقبت یو له روغتونونو څخه دی.

ډاکتر شینواری یې ځواب کې وايي: "د دولتي مرکزونو یوه اساسي ستونزه دا ده چې په ډېرو مرکزونو کې د سرطان د دقیق تشخیص لپاره اړین پرمختللي وسایل، تخصصي لابراتواري ظرفیتونه او د تشخیص دومداره اسانتیاوې په کافي اندازه نه‌شته."

د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم د زړه له ناروغیو وروسته ډېر خلک د سرطان په ناروغۍ مري.

د افغانستان له سرطان سره د مبارزې بنسټ د رئیس په وینا، د سرطان د درملنې لپاره رادیوتراپي ته اړتیا ډېره ده، خو د افغانستان په ډېرو روغتونو کې د راډیوتراپي خدمات په نشت حساب دي.

ډاکتر شینواری د سرطاني ناروغیو د درملو کموالی او د بیې لوړوالی بله جدي ستونزه بولي چې له کبله‌یې د ناروغانو په تداوۍ کې ځنډ پېښېږي: "د معلوماتو له مخې، داسې موارد هم لیدل شوي چې د سرطان ضروري درمل د څو اوونیو یا حتی د دوو او دریېو میاشتو لپاره خلاص شوي او نه‌موندل کېږي، د درملو دا ډول نشتوالی په درملنه کې ځنډ رامنځته کوي او ناروغان اړ کوي چې له بازار څخه په لا لوړه بیه درمل رانیسي او یا یې د درملنې په بهیر کې ځنډ رامنځته شي."

ډاکتر شینواری وايي، په افغانستان کې د سرطان د موجودو درملو په تناسب د ناروغانو شمېر ډېر دی.

ارشیف
ارشیف

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تر بندېدو مخکې ډېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته تلل، خو اوس چې لارې بندې دي، د افغانستان د سرطان د درملنې پر محدودو مرکزونو فشار لا زیات شوی دی.

ډاکتر شینواری، د سرطان د ناروغۍ په اړه د عامه پوهاي زیاتېدا مهمه بولي او وايي چې په ښځو کې یو ډول او په نارینه‌وو کې بل ډول سرطانونه ډېر دي: "د ملي او نړیوالو اټکلونو له مخې، په افغانستان کې د ښځو په منځ کې د سینې او رِحم سرطان او په ناروینه‌وو کې د سږو، معدې، پروستات او کولمو سرطانونه ډېر دي."

د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، هر کال په نړۍ کې له نهه میلیونه او ۸۰۰ زره څخه تر ۱۰ میلیونه انسانان د سرطان له ناروغۍ مړه کېږي.

په نړۍ کې تر ټولو ډېر کسان د سږو له سرطانه مړه کېږي چې شمېر یې نږدې ۲ میلیونو ته رسېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG