د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۰

بیوزلي او ناروغي؛ یو شمېر ناروغانې وایي د سبا او بیګا نه لري نو د درملو پیسې له کومه کړي؟

یوه روغتون کې ناسته ناروغه
یوه روغتون کې ناسته ناروغه

له اقتصادي فشارونو سره مخ ځینې افغان کورنۍ وايي چې د روغتیایي لګښتونو او منظمو درملو د پېر وسه نه لري. ځینې یې وايي چې په سختو روغتیایي حالاتو کې هم روغتیایي مرکز ته د تلو وس نه لري او ډیر وخت له ګاونډیانو او خپلوانو د درد ضد او نور درمل اخلي. خو روغتیا پالان خبرداری ورکوي چې خپلسرې درمل کارونه که څه هم ممکن په لنډمهاله توګه درد کم کړي،خو کولای شي ناروغي پټه کړي او د ناروغ روغتیا له خطر سره مخ کړي.

شهناز چې د بغلان اوسېدونکې ده، د یوې ناروغۍ له امله سختې ورځې شپې تېروي، یوه داسې ناروغي چې په ارامۍ پیل، خو ورو ورو شدیده شوه.

د وینې ټیټ فشار، د پښتورګو درد او د معدې نارامي، هغه وضعیت چې معمولا د ډاکټر معاینې او دقیق تشخیص ته اړتیا لري.

خو د ۳۹ کلنې شهناز لپاره ډاکټر ته تلل اسانه نه دي.

دا وايي چې د درملنې لګښت او روغتیایی خدماتو ته محدود لاسرسي هغه دې ته اړ کړې چې د درد کمولو لپاره د دې پر ځای چې روغتیایی مرکز ته ولاړه شي، له ګاونډیانو درمل وغواړي.

«زه له څو ورځو راهیسې ناروغه یم، زما د وینې فشار راټیټ شوی، سر درد، د معدې درد، او رواني او عصبي ستونزې لرم، ناروغه او بستر کې یم، خپلو ګاونډیانو ته ځم او پوښتنه کوم چې ایا د مکروب ضد، د ګردو یا معدې د درد ضد ګولۍ لرئ؟ ما ته یې راکړئ او اخلم یې او یو یا دوه یې خورم، په خدای قسم دی چې زه یو افغانۍ هم نه لرم»

ډاکټر ته چې لاړه شم، د لارې د کرایې پیسې نه لرم خو کولای شم نیم ساعت ښار ته پلې ولاړه شم،خو د ډاکټر فیس یا درمل لپاره پیسې نه لرم.
شهناز د بغلان اوسېدونکې

ستونزه یوازې د درملو اخیستلو او ډاکټر ته تلو پورې محدوده نه ده؛ ځینې ښځې وايي چې د عملیاتو او درملنې لوړ لګښتونه دوی له ستونزمنو انتخابونو سره مخ کړي دي.

د فراه ولایت یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
«ډاکټر راته وايي چې که دا تومور زما د شاهرګونو څلور خواوې ونیسي، نو نور د عملیاتو امکان نشته، ټینګار کوي چې زه باید په یوه میاشت کې عملیات شم،خدای شاهد دی چې زه د دوو میاشتو کرایه او د بریښنا دوه ځلونو بل پوروړې یم، همدا نن د دوو ډوډیو پیسې نه لرم، زه نور توان نه لرم، احتیاجي ډیره سخته ده، له چا یې وغواړم؟ څوک حاضرېږي چې ما ته پیسې راکړي؟ څوک پیسې لري چې ما ته یې راکړي؟»

خو ډاکټران د خپلسرو درمل کارولو اړوند خبرداری ورکوي.

دوی وايي چې دا طریقه که څه هم د درد د سملاسي کمولو لپاره ترسره کیږي، خو په خبره یې کولای شي د ناروغۍ نښې پټې کړي او د ناروغ روغتیایی حالت پیچلی او له خطر سره مخ کړي.

د عمومي داخلي ناروغیو او ماشومانو متخصص ډاکټر فرید الله عمري ازادي راډیو ته وویل:

«د درملو خپلسرې کارونه کولای شي د خطرناکو جانبي عوارضو سبب شي، یعنې د ناروغ لپاره د معده سیسټم ستونزې، او د ینې ستونزې ورته جوړې کړي او یا هم د دغو کسانو د حساسیت او الرژۍ لامل شي.»

هېڅ کله باید د درملو خپلسرې کارونه ونه شي، کله چې کومه ستونزه وي باید تر ټولو نږدې ډاکتر یا روغتیایي مرکز ته ورشئ
ډاکټر فرید الله عمري

نوموړي زیاته کړه چې د درملنې ځنډول، په ځانګړې توګه د تومورونو په څیر پېښو کې کولای شي د بریالۍ درملنې چانس کم کړي او د جدي پیچلتیاوو خطر زیات کړي.

د ده په خبره،هغه مالي ستونزې چې پر وخت درملنې ته د لاسرسي مخه نیسي د ناروغانو روغتیا په لوی خطر کې اچوي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت وايي چې په هیواد کې د روغتیایي خدمتونو د دوام لپاره کار کوي او د کورنیو سرچینو او د مرستندویه ادارو په همکارۍ ځینې روغتیایی پروګرامونه پرمخ وړي، خو د بهرنیو مرستو له کمښت وروسته، یو شمیر روغتیایی سازمانونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتیایی سیسټم د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دی او روغتیایی خدمتونو ته د خلکو لاسرسی کم شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان او د روغتیا کلسټر څه باندې یو کال مخکې په جلا جلا راپورونو کې وویل چې د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو ځنډولو په افغانستان کې د شاوخوا ۵۱۰ روغتیايي مرکزونو عملیات ځنډولي یا بند کړي دي، چې په ټول هیواد کې شاوخوا څلور ملیونه خلک یې اغیزمن کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مخکې بیا ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا ۴۳ سلنه مړینې د زړه ناروغۍ، شکر ناروغۍ، سرطان او اوږدمهاله تنفسي ستونزو له امله دي، او وړاندوینه یې کړې وه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به په عمده توګه د ښځو تر منځ دا ناروغۍ ۶۰ سلنه مړینې ولري.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د روغتیایی خدماتو ته د ښځو د نه لاسرسي په اړه راپورونه خپاره کړي وو او خبرداری یې ورکړی و چې د بودیجې کمښت به د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې زرګونه ښځې له روغتیایی خدمتونو بې برخې کړي.

په داسې حال کې چې دې سازمان شپږ میاشتې وړاندې اعلان کړی چې په افغانستان کې د ۱۲.۹ ملیون ماشومان د مختلفو ناروغیو له امله له خطر سره مخ دی او روغتیایی پاملرنې ته لاسرسی د دوی لپاره خورا مهم دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG