د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۹

په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې د اسانتیاوو کموالی

په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ پېښې په داسې حال کې مخ پر زیاتېدو دي چې دغه هېواد د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره له سختو روغتیايي ستونزو او د تخصصي امکاناتو له کمښت سره مخ دی.

نوریه مقصودي۴۰ کلنه افغانه مېرمنه چې په سرطان اخته ده، وایي شپږ کاله کېږي چې له دې ناروغۍ سره مبارزه کوي او اوس د درملنې لپاره په ایران کې ده.

"په پیل کې د رحم په سرطان اخته وم. کله چې د رحم درملنه وشوه، تر تخرګ لاندې برخه مې اخته شوه. وروسته مې د سینو سرطان شو او اوس د کولمو سرطان لرم. درې ځله مې عملیات کړي، خو هېڅ پایله یې نه ده ورکړې."

دې همداراز وویل «زما انا، مور، نیکه، خاله او د خاله لور مې ټول د همدې ناروغۍ له امله وفات شوي دي. خدای ته عذر او زاري کوم او ورته ژړام، یوازې د خپلو دغو درې ماشومانو لپاره؛ له هغې وروسته که مرګ هم راشي، وخت یې دی.»

۴۵ کلنه حسیبه بل افغانه میرمن ده چې د معدې په سرطان اخته ده، وایي د دې ناروغۍ له امله څو ځله عملیات شوې او د درملنې لپاره پاکستان ته هم تللې ده.

"د معدې سرطان لرم. د همدې سرطان له امله یو ځل فلج شوم او دوه ځله عملیات شوم. د پاکستان په روغتونونو کې مې ډېرې درملنې کړې دي؛ په ډبګري او الشفا روغتونونو کې. هر ځل چې پاکستان ته ځم، لګښتونه یې ډېر لوړ وي. اوس مې درمل خلاص شوي، خو بېرته نه شم تلای. د ویزې اخیستلو وس نه لرم. حالت مې ډېر خراب دی، هېڅ شی نه شم خوړلای."

هر کال په افغانستان کې زرګونه کسان د سرطان ناروغۍ له امله مړه کېږي.

د دغې ناروغۍ د قربانیانو په منځ کې افغان خبریال او فلم‌اخیستونکی عالم کبیري هم شامل و، چې څه موده مخکې د سرطان له امله ومړ.

د ښاغلي کبیري یوې خپلوانې فریده احساسي ازادي راډیو ته وویل:

"شاوخوا شپږ میاشتې د سرطان له تشخیص وروسته یې درملنه پیل شوه. درې یا څلور میاشتې یې په افغانستان کې درملنه وکړه، خو ډاکټرانو وویل چې باید ایران یا پاکستان ته ولاړ شي، ځکه دلته د وړانګو ماشین نشته. درې دورې یې کیمیاوي درملنه (شیموتراپي) وشوه. په لومړي ځل یې ښه اغېز وکړ، په دویم ځل ورو ورو له خوراکه پاتې شو او په درېیم ځل یې د وینې کانګې پیل کړې. روغتون ته مو یووړ، خو وفات شو."

ډاکټران وایي چې د تنباکو او سګرټو کارول، سره شوي خواړه او د هوا ککړتیا په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ له مهمو لاملونو څخه دي.

د سرطان ناروغیو متخصص او د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون د انکولوژۍ د داخله څانګې مشر، ډاکټر احمد جاوید زرنګ ازادي راډیو ته وویل چې هره ورځ له ګڼ شمېر سرطان ناروغانو سره مخ کېږي.

"په افغانستان کې هر کال په سلګونو نوي ناروغان تشخیصوو. یو لامل یې وراثت دی، د هوا ککړتیا هم مهم رول لري. په ځانګړي ډول هغه جګړې چې په افغانستان کې شوې دي او مختلف کیمیاوي مواد چې پکې کارول شوي دي. همدارنګه سره شوي خواړه، د مالګې زیات استعمال او ځینې باکتریاوې او ویروسونه، لکه (H. pylori)، د معدې د سرطان خطر زیاتوي."

ډاکټر زرنګ وایي چې د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون شاوخوا ۲۰۰ بستره ظرفیت لري او هره ورځ په همدې شمیر ناروغان د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه دې مرکز ته مراجعه کوي.

خو نوموړی د مسلکي پرسونل، روغتیايي تجهیزاتو او په ځانګړي ډول د وړانګو درملنې د ماشین د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي چې دغو کمښتونو ناروغانو ته د معیاري درملنې لاسرسی محدود کړی دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې سرطان ناروغانو ته د شته خدمتونو او امکاناتو په اړه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نظر هم ترلاسه کړي، خو د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

خودې وزارت مخکې ویلي، په افغانستان کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام فعال دی او د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې محدود خدمات په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې وړاندې کېږي.

له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هم ویلي وو چې په افغانستان کې د سرطان ناروغان د درملنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي، او د درملو، بسترونو او تخصصي امکاناتو د کمښت له امله د ناروغانو شمېر د موجودو امکاناتو له ظرفیت څخه ډېر دی.

د سرطان د څېړنو نړیوالې ادارې (IARC) د ۲۰۲۲ کال د اټکلونو له مخې، هر کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ زره او ۲۷۵ نوې د سرطان پېښې ثبتېږي او نږدې ۱۶ زره او ۹۲۳ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان او نورو روغتیايي بنسټونو د راپورونو له مخې، د سینې، معدې، مرۍ، سږو او خولې سرطانونه په افغانستان کې د سرطان تر ټولو عام ډولونه ګڼل کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG