د کونړ ولایت اوسېدونکی عبدالستار وایي مور یې له تېر یو کال راهیسې د وینې په سرطان اخته ده، خو افغانستان کې یې د درملنې اسانتیاوې په نشت حساب دي.
«امکانات نشته او افغانستان کې چې څنګه په کار دی، هغه علاج یې نه دی شوی.»
ده ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد دننه له زیاتې مودې هڅو او سرګردانیو وروسته یې په پاکستان کې ورته درملنه شروع کړې وه خو په خبره یې له کابو نهو میاشتو راهیسې د درملنې هغه لاره هم پرې وتړل شوه:
دا چې دلته یې د کیمو ورکولو سیسټم نشته، او بهر ته یې تګ او د ویزې تر لاسه کول چې هر کس په زر یو نیم ډالرو تمامېږي، زموږ په وسه نه دهعبدالستار
“زما خپله مور چې عمر یې تر ۵۲ کلونو دی، د وینې په سرطان اخته ده،تر اوسه مو تر ۳۵ لکه افغانۍ د علاج مصرف راغلی دی، دا چې دلته یې د کیمو ورکولو سیسټم نشته، او بهر ته یې تګ او د ویزې تر لاسه کول چې هر کس په زر یو نیم ډالرو تمامېږي، زموږ په وسه نه ده،د محمد الدین په نوم د ترور زوی مې چې (زړه) خلاص عملیات یې هم شوی، خو هغه عملیات کې یې ډېرې ستونزې دي، هره اونۍ کابل او جلال اباد ته د درملنې لپاره ځي،خو صحت یې ډېر ګواښ سره مخ دی.”
د فراه ولایت اوسېدونکی بلال بیا وایي سپین ږیری خسر یې پر سرطان اخته دی او شاوخوا اته میاشتې کېږي چې د کابل په څو مختلفو روغتونونو کې د سرطاني ناروغیو د درملنې څانګو کې یې بستر کړی خو په خبره یې، ورځ بلې ته یې وضعیت خرابیږي او درملنه کې پرمختګ نه دی راغلی:
جمهوریت روغتون کې یې بستر کړ، بیا هغوی وویل چې مخکې یې یوازې مثانه وه، اوس یې ګردو هم کار پریښی دی، مریض پروت دیبلال
“زما ناروغ د مثانې سرطان لري،کابل استقلال روغتون کې د سرطان څانګې ته مو بیولی و، هلته یې وویل چې سرطان دی، بیا جمهوریت روغتون کې بستر کړ، بیا هغوی وویل چې مخکې یې یوازې مثانه وه، اوس یې ګردو هم کار پریښی دی، مریض پروت دی،دوا یې دلته نه پیدا کېږي، ځمکه مو خرڅ کړه ګردو ته پایپونه ور اچولي،اوس مو ناروغ بیا راوستی فراه کې حوزوي روغتون کې بستر دی، دلته نه وینه پیدا کېږي نه نور څه.”
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی الفت الله بیا وایي په سرطان اخته د قوت خان په نوم خپلوان او ګاونډی یې څو ورځې مخکې د درملنې د امکاناتو د نشتون له امله مړ شوی دی:
د سرطان د تشخیص مختللي وسایل او لابراتوارونه محدود ديالفت الله
“قوت خان د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرست و، هغه وفات شو، کابل کې په ډېرو روغتونونو وګرځېده خو درملنه یې ونه شوه،د کیموتراپي، درملو لوړ لګښت همدارنګه د رادیوتراپي یا شعاعي درملنې مرکزونو ماشینونو کمښت دی، د سرطان د تشخیص پرمختللي وسایل او لابراتوارونه محدود دي،د متخصص انکلوژستانو، رادیولوژستانو او اړونده روغتیایي کارکوونکو هم کمښت دی.”
دا ناروغ لرونکي زیاتوي چې د سرطان ضد درمل یا په اسانه نه موندل کېږي او یا هم د لوړو بیو له امله د ډېرو کورنیو له وسه پورته دي.
دوی زیاتوي، هغه ناروغان چې اړتیا لري د بشپړې درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي، د اقتصادي ستونزو او ویزو د نه تر لاسه کولو له امله سفر نه شي کولای.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې،رادیوتراپي (Radiotherapy) د سرطان د درملنې یوه طریقه ده چې پکې د لوړې انرژۍ وړانګې (Radiation) کارول کېږي، ترڅو سرطاني حجرې له منځه یوسي یا د هغوی وده او خپرېدل ورو کړي او په دې درملنه کې وړانګې په ډېر دقت سره د بدن هغې برخې ته ورکول کېږي چې سرطان پکې وي، څو سرطاني حجرې زیانمنې شي او د امکان تر حده سالمې حجرې خوندي پاتې شي.
دغه شان کیموتراپي (Chemotherapy) د سرطان د درملنې بله طریقه ده چې پکې د ځانګړو درملو په وسیله د سرطاني حجرو وده درول کېږي یا له منځه وړل کېږي، دا درمل د وینې له لارې د بدن بېلابېلو برخو ته رسېږي او هغه سرطاني حجرې په نښه کوي چې په چټکۍ سره وده کوي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معلومات ولرو، خو ویاند یې شرافت زمان د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د دغه روغتیا وزارت د مخکنیو معلوماتو له مخې، په هېواد کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام فعال دی او د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې خدمات په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې په محدوده کچه وړاندې کېږي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) هم ویلي چې په افغانستان کې د سرطان ناروغان د درملنې له جدي ننګونو سره مخ دي او د سرطان درمل، بسترونه او تخصصي امکانات محدود خو د ناروغانو شمېر د موجود ظرفیت په پرتله ډېر دی.
د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې (IARC) د ۲۰۲۲ کال اټکلونو له مخې، په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۴ زره او ۲۷۵ نوې د سرطان پېښې ثبتېږي، او نږدې ۱۶ زره او ۹۲۳ کسان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د روغتیا نړیوال سازمان او نورو روغتیايي بنسټونو د راپورونو له مخې، د سینې، معدې، مرۍ، سږو او د خولې سرطانونه په افغانستان کې تر ټولو عام ډولونه دي.