د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۰

په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې ستونزې

د فبروري څلورمه د سرطان ناروغۍ په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې په سرطان ناروغۍ یو شمیر اخته ناروغان وایي، په شخصي روغتونونو کې په درملنه ورنه زیاتې پیسې لګېږي. ډاکټران هیلمن دي چې د سرطان د ملي روغتون په پرانیستلو سره، ښایي دې ناروغانو ته په دولتي کچه د درملنې امکانات برابر شي.

د عزت په نوم شپیته کلنه د کابل اوسیدونکې چې د سینې په سرطان اخته ده، وايي، په څلورو کلونو کې تر اوسه دوه ځلي عملیات شوې ده.

نوموړې د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل، هره میاشت یې په زرګونه افغانۍ په درملنه لګېږي.

دا کونډه ده او یو زوی لري وايي، د هغه ټوله تنخوا د دې په درملنه ځي:

" واکسین هم ډیر قیمته ول، ځکه په کې ډیره پوروړې شوم، داسې ورځ راغله چې سټي سکن معاینات مې وکړل دیارلس نیم، دیارلس نیم زره افغانۍ، یوه، یوه معاینه، ډیر لګښت لري، په پنځویشت زره افغانۍ یې راته عملیات وکړ، او پنخلس زره افغانۍ یې د دستکشو او عملیات د وسایلو واخیستلې، اوس هر میاشت دیرش ورځې چې پوره شي، زه ځم یو شخصي کلینیک دی هلته وینه معاینه کوم، اووه سوه افغانۍ راته وینه معاینه کوي، درې سوه فیس اخلي، درمل یې که د اتو زرو ولیکل، که د نهو زرو خپل زړه یې دی، بس بس دولس زره افغانۍ مې کلینک کې پرېږدم نور ترې راشم."

نوموړې وايي، لومړي عملیات لپاره یې خور ورته خپل د سرو بنګړي خرڅ کړل او د دوهم عملیات پیسې یې چې دوه میاشتې مخکې یې کړی له خپل یو خپلوان څخه په پور اخیستي دي.

ذکیه د کابل ښار بله اوسېدونکې ده، چې د ماما لور یې چې هغه هم د سینې په سرطان اخته ده، له لوړ مصرف د خلاصېدو او ښې درملنې لپاره پاکستان ته تلله خو، اوس چې لارې بندې دي، وايي د هوايي ټکټ وس نه لري او په رنځور حالت کې په کور پرته ده:

" هغه مخکې پاکستان تلله، ویل هلته په کلدارو درملنه ده ارزانه تمامېږي او ښه درمانه هم کوي، خو اوس چې لارې بندې دي د الوتکې د الوتکې وس نه لري، او په کور پرته ده، بیچاره ډیره په تکلیف ده. "

په کابل کې د سرطان د تشخیص او درملنې د نوي پرانیستل شوي روغتون مسوولین هم مني چې د سرطان ناروغۍ درملنه درانه لګښتونه لري چې پرې کول یې د افغانستان په اوسنيو اقتصادي شرایطو کې د ډیرو په وس پوره نه دي، خو دوی هیله من چې دې روغتون کې ناروغانو ته وړیا او د درملنې ښه امکانات برابر شي، څو هر څوک یې وس ولري او په کور دننه یې درملنه وشي.

د دغه روغتون د داخله انکولوژۍ د څانګې مشر ډاکټر احمد جاوید زرنګ ازادي راډیو ته وویل:

" د سرطان د برخې له تشخیص نیولې تر درملنې پورې متاسفانه چې لګښتونه یې ډیر زیات دي، قیمتي معاینات دي، سمپل اخیستل، دوا ګانې چې دي دا خو بیخي ګرانې دي، مونږ هیله من یو چې درمل او تشخیصیه مواد روغتون ته راشي چې ډیره برخه ناروغان له دې لګښتونو څخه خلاص شي، د ظرفیتونو برخه مونږ داخلې، جراحي او نسايي برخه کې ښه با تجربه او رسیدلی پرسونل لرو. "

خو نوموړی زیاتوي، چې د سرطان ناروغۍ درملنه یوازې افغانستان کې نه بلکې د نړۍ ډیرو پرمختللو هیوادونو کې هم یوه ننګونه دی.

ښاغلی زرنګ ناروغانو ته سپارښتنه کوي چې د هرې کوچنۍ روغتیايي ستونزې د مشاهدې په صورت په خپل وخت ډاکټر او روغتون ته مراجعه وکړي، ځکه په خبره یې په وخت سره د مرض تشخیص درملنه اسانه کوي.

دا چې دا مهال په افغانستان کې په څومره شمیر کسان د سرطان په ناروغۍ اخته دي، په کابل کې د سرطان ناروغیو د تشخیص او درملنې د ملي روغتون مسوولین وايي، دوی د شمیرو د راټولو په حال کې دي چې ژر به یې شریکې کړي خو په خبره یې هر کال په تخمیني ډول له شلو تر څلور ویشتو زرو پورې کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي.

د یادونې چې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ تشخیص او درملنه په دولتي کچه مخکې په کابل کې په جمهوریت روغتون کې کېده، چې اوس همدې برخې د دلوې په نهمه د سرطان ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون ته ارتقا وکړه.

د دې روغتون د مسوولینو په خبره دا مهال د وړانګو په واسطه د سرطان ناروغۍ له درملنې پرته، په دغه روغتون کې د سرطان د هر ډول ناروغۍ درملنې امکان شته.

دا نوی جوړ شوی روغتون دوه سوه بستره لري.

د د دې روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، هند افغانستان ته د یو ملیون ډالرو په ارزښت د سرطان ضد لس ټڼه درمل ورکړي.

نوموړي پر شتمنمو افغانانو او خیریه بنسټونو هم غږ وکړ چې د سرطان ناروغانو لاسنیوی وکړي، ځکه په خبره یې د سرطان ناروغۍ درملنه له اقتصادي پلوه ډېره ګرانه او ملا ماتوونکې ده.

دغه شان افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر، اوډین سنیزا سالواډور او په دغه هیواد کې د اروپايي ټولنې مرستیال بنجامین وینز هم دغه هیواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د خدمتونو د پراخولو او د دې روغتون د ظرفیت لوړولو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د یادونې چې مخکې یو شمیر افغانانو په خصوصي ډول هم د سرطان ناروغیو د تشخیص او درملنې د روغتونونو د جوړولو ژمنې کړي خو لا یې عملي کړې نه دي.

نن د فبروري څلورمه ( د دلوې پنځلسمه) د سرطان ناروغۍ په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د سرطان د کنترول ټولنې ( یو، اس، سي، سي ) له خوا دې ناروغۍ ته د نړیوال پام اړولو په موخه ونومول شوه.

سرطان یوه جدي ناروغي ده چې په کې د بدن حجرې په غیرعادي ډول بې کنتروله وده کوي او د بدن نورې برخې زیانمنوي، دا ناروغي که په خپل وخت تشخیص او درملنه نشي د انسان ژوند له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.

XS
SM
MD
LG