د ښځینه روغتیايي متخصصانو جدي کمښت او په کلیوالو سیمو کې د روغتیايي کلینیکونو تړل کېدو د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمات له جدي ستونزو او د امېندواره ښځو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه یو دی چې د ولادت پر مهال د میندو د مړینې کچه پهکې لوړه، په هرو ۱۰۰ زره ژوندیو ولادتونو کې شاوخوا ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، د روغتیايي مرکزونو او روزل شویو قابلو نشتوالي کورنۍ اړې کړي چې د درملنې لپاره لویو ښارونو ته ولاړې شي، خو اوږد واټن کله ناکله د ناروغانو د ژوند په بیه تمامېږي.
د الهام په نوم د غزني یوې اوسېدونکې ازادي راډیو ته وویل: "د ګېرو ولسوالۍ کې نه روغتیايي کلینیک شته، نه قابله، نه نرس او نه هم ډاکتر. ډېری د نسایي او ولادي ناروغانې په ګېرو ولسوالۍ کې په کورونو کې زېږون کوي. کله مو چې شخصي موټر په کرایه نیولی، ناروغه په نیمه لار کې مړه شوې ده."
د کلیوالو سیمو یوه بله اوسېدونکې ۳۴ کلنې زرمینې، ازادي راډیو ته وویل چې د نړیوالو ګرځنده کلینیکونو د فعالیت له درېدلو سره، درملو او اساسي روغتیايي خدمتونو ته د دوی لاسرسی تقریباً په بشپړه توګه قطع شوی دی.
زرمینه وايي: "زموږ په شاوخوا سیمه کې ښځینه ډاکتره او قابله نهشته، روغتیايي معاینهخانې هم تړل شوې دي. موږ نهشو کولای نږدې ښارونو یا کابل ته ولاړ شو."
ترنم سعیدي، د افغان ښځو د حقونو یوه فعاله، په افغانستان کې د میندو د مړینې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.
هغې ازادي راډیو ته وویل: "موږ وینو چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې ځوانې ښځې حق نهلري چې له محرم پرته روغتیايي مرکزونو ته ولاړې شي. ځیني مرکزونه په ځانګړي ډول د ښځو لپاره وو، خو طالبانو له بده مرغه دغه مرکزونه تړلي او یا هم دغه مرکزونه د ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ دي. په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه ډېره زیاته شوې ده."
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ژمنه کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د میندو د مړینې کچه په پام وړ ډول راټیټه کړي، خو د نړیوالو بنسټونو وروستی خبرداری بل انځور وړاندې کوي.
ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه چې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې خدمتونهیې وړاندې کول، تړل شوي دي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکوي چې د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام به تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان د زرګونو ښځینه روغتیايي کارکوونکو له بېساري کمښت سره مخ کړي، هغه ستونزه چې د څارونکو په باور کولای شي د طالبانو د حکومت ژمنې کمزورې کړي او د افغان میندو د راتلونکي نسل ژوند لا هم له ګواښ سره مخ پاته شي.