د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه؛ هغه ورځ چې طالبان له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول.
طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته په تدریجي ډول پر ښځو او نجونو بندیزونه ولګول.
په میلیونو نجونې له ښوونځیو راوګرځول شوې او په میلیونو نورې پوهنتونونو ته له تګه محرومې شوې.
طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته په تدریجي ډول پر ښځو او نجونو بندیزونه ولګول.
د ښځو پر کار بندیز ولګېد او د ټولنې له ډېرو برخو حذف کړای شوې.
د نړیوالې ټولنې له ټولو فشارونو سره دا دی پنځم پرلهپسې کال دی چې نجونې ښوونځیو ته له تګ راګرځول شوې دي.
له زدهکړو راګرځول شوې شبانه نوري وايي: "پنځه کاله له هغې ورځې تېرېږي چې موږ د ښوونځيو دروازې په سترګو نهدي لیدلي، موږ ښوونځیو ته د بیا تګ چانس پیدا نهکړ او همدا یوه هیله مو په زړونو کې پاتې شوه چې اوس به له ښوونځي فارغې وای."
هغه په لسم ټولګي کې وه چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول او نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومې شوې.
شبانه وايي "که طالبانو د ښوونځیو دروازې تړلې نهوی اوس به په پوهنتون کې وه".
هغې ازادي راډيو ته وویل: "هره ورځ مو همدا یوه هیله درلوده چې کاش نن یا سبا ښوونځي خلاص شي، خو په دې پنځو کلونو کې ورځ تر بلې بندیزونه ډېر شوي. لومړی ما هیله درلوده چې ښوونځي به خلاص شي، خو وروسته مې دا هیله له لاسه ورکړه."
شبانه یوازنۍ افغان نجلۍ نهده چې له زدهکړو راګرځول شوې.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي، "پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته ۲.۶ میلیونه نجونې له زدهکړو راګرځول شوې دي".
له شپږم ټولګیو پورته ۲.۶ میلیونه نجونې له زدهکړو راګرځول شوې دي.
دې ادارې د جمعې په ورځ د (اګسټ ۱۴مه) پر خپلې وېبپاڼې په راپور کې ویلي "که پر زدهکړو د طالبانو بندیزونه دوام وکړي افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۰ زره ښوونکې او نږدې ۵ نیم زره روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي".
د راپور له مخې، "په تېرو پنځو کلونو کې په ابتدايي ښوونځیو کې د ښځینه استادانو شمېر له ۷۳ زرو څخه ۶۶ زرو او په ملکي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر له ۲۱ سلنه څخه ۱۷ سلنه ته راښکته شوی دی".
د راپور پر اساس، "د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو د طالبانو بندیزونو په کلني ډول د افغانستان اقتصاد ته ۸۰ میلیونه ډالره زیان رسوي".
خو د ښځو حقونو فعالان بیا د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو بندیزونه یوازې په اقتصادي تاوانونو پورې نهتړي.
د دوی په خبره، دې بندیزونو د میلیونو نجونو هیلې وژلي او هغوي یې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړې دي.
د ښځو د حقونو فعالې ازیتا نظیمي ازادي راډیو ته وویل، "له زدهکړو محرومېدو نجونې اړ کړي چې ځانوژنه وکړي، ډېر شمېر يې په رواني او روحي ناروغیو اخته شوي او یو شمېر په کم عمر کې جبري ودونو ته اړ شوي دي".
د طالبانو بندیزونو د میلیونو نجونو هیلې وژلي.
یونیسف هم په خپل راپور کې ورته خبره کوي او وايي، "له زدهکړو محرومېدل افغانې نجونې د خوندیتوب له لوړو خطرونو له هغې ډلې په ماشومو نجونو کار کول، له نجونو ناوړه ګټه اخیستل، له وخت مخکې واده ته د نجونو مجبورېدل، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د کورنیو بېوزلي او ډېر ورته نور خطرونه رامنځته کړي دي".
له دې مخکې په ځلونو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې له زدهکړو د محرومو نجونو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون نړیوالې ټولنې په ځلونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې نجونو ته د زدهکړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
خو طالبانو بیا ټینګار کړی چې د اسلام او شریعت په چوکاټ کې يې ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي.