د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۰

د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله؛ ځینې ښځې وايي په دې موده کې یې ګڼ فرصتونه له لاسه ورکړي

یو شمېر افغان نجونې او ښځې وایي د طالبانو د واکمنۍ په پنځه کلونو کې د خپل راتلونکي د پلانونو عملي کېدو لپاره یې ګڼ فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ۲۲ کلنه صوفیا ده چې وایي د طالبانو له واکمنېدو سره یې د راتلونکي لپاره پلانونه او هیلې بدلې او د پرمختګ فرصتونه ترې اخیستل شوي دي.

دا وایي د ښوونځي په ۱۲ ټولګي کې وه چې د طالبانو حکومت پرې د زده کړو بندیز ولګاوه، واده یې وکړ او اوس د دوو ماشومانو مور ده.

صوفیا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تېرو دې پنځو کې د خپل ژوند په اړه وړاندې ازادي راډیو ته زیاته کړه:

"د لوړو زده کړو لپاره مې هم ډېره هڅه کوله، خو طالبانو ښوونځي او پوهنتونونه وتړل،خو اوس یو درې کلن او بل یو نیم کلن ماشومان لرم،زما خپله ډاکترۍ سره ډېره علاقه وه، خو موږ چې کوم پلان درلود د لوړو زده کړو کومې هیلې مو وې،دا چې ډاکتره به یم ژوند او اقتصاد به مو جوړ وي،خو ډېره خفه یم چې اوس دا حالات راباندې راغلل،یو خو به مې ماشومان دې حالت کې غټ شي او بل ما خپل بریالتوبونه له لاسه ورکړل."

دې موده کې یوازې د صوفیا هیلې نه، بلکې د زرګونو نورو افغان نجونو او ښځو د زده کړو، کار او د ټولنیز ګډون برخو کې پلانونه او لارې بدلې شوې دي.

د میدان وردګو ولایت یوې اوسېدونکې چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، هم ورته څرګندونې لري.

دې ازادي راډیو ته وویل چې تازه یې د طب پوهنځي لومړی کال پیل کړی و، چې د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او د دې په شان یې زرګونه نجونې د لوړو زده کړو له دوامه راوګرځولې:

"هم مې خوښه دا وه چي پیلوټه شم او هم ډاکتره، خو له بده مرغه کله چې نظام بدل شو نه مې پیلوټۍ او د ډاکترۍ زده کړې وکړای شوې،دا (کلونه) ډېر سخت تمام شول، ډېره سخته ده چې خپل پلان بدل کړې،ما غوښتل چې بالاخره سپینه چپنه مې په ځان وي او خلکو په ځانګړې توګه د میدان وردګو ولایت خلکو ته خدمت وکړم،خو له بده مرغه دا هېڅ مې ونه شو کړای."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۰ کال په اسد میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته،له شپږم ټولګيو پورته ښوونځیو د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه، دوی د ۱۴۰۱ کال د قوس په ۲۹مه په رسمي ډول د یو مکتوب په خپرولو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

خو له هغه وروسته، د نجونو زده کړې په نیمه لوړو طبي موسسو کې دوام درلود تر هغه چې په ۱۴۰۳ کال قوس میاشت کې د طالبانو حکومت په دې موسسو کې د نجونو زده کړې هم بندې کړې او په دې توګه زده کړو ته د نجونو لاسرسی په بشپړه توګه بند کړل شو.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکې مېرمن بیا وایي دې پنځو کلونو کې یې نه یوازې خپله اصلي دنده له لاسه ورکړې چې کلونه یې په کې کاري تجربه درلوده بلکې سختو اقتصادي ننګونو سره هم مخ شوې ده.

دا چې د پنځو لوڼو مور ده، او د طالبانو تر بندیز مخکې یې د ښځینه وو یو لوی سینګارتون درلود، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

"تېر لس کاله مې سینګارتون درلوده، خو اوس په کور کې ناسته یم، ګورم چې خدای راته کومه دروازه خلاصه کړي، د کار کولو اجازه نه لرم، ایران ته هم تلم راتلم، خو (طالبانو) یوازې نه پرېښودم، ویل یې چې محرم ته ویزه واخله او ورسره لاړه شي او راشه خو هغه هم ونه شول، ژوند راته ډېر سخت شوی،هېڅ کله داسې ورځې راباندې راغلې نه وې."

دوی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې پرې لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه لرې کړي.

د طالبانو له بشپړ واکمنېدو وروسته ښځې له خپلو هر ډول حقونو محرومې شوي، هېڅ امن کور یا داسې بنسټ نشته چې هغه ښځې چې له ظلم او تاوتریخوالي سره مخ کېږي،خپل حق واخیستلی شي

د طالبانو حکومت په اکثریت دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د محدودیتونو تر څنګ د ښځینه وو د سینګارتونونو پر فعالیت بندیز لګولی دی.

د ښځو د او بشري حقونو ځینې افغان فعالانې وایي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېندو وروسته تېرو پنځو کلونو کې روان حالت ورځې بلې د تعلیم کار او خوندیتوب نشتون او د ژوند د بنسټیزو حقونو نقض په ګډون حتا دوی د تاوتریخوالي زغملو ته اړې ایستلي دي.

له دې ډلې د ښځو د حقونو فعالې رقیه ساعي ازادي راډیو ته وویل:

"د طالبانو له بشپړ واکمنېدو وروسته ښځې په وحشتناکه حالت کې ژوند کوي، او له خپلو هر ډول حقونو محرومې شوي، بل لور ته هېڅ امن کور یا داسې بنسټ نشته چې هغه ښځې چې له ظلم او تاوتریخوالي سره مخ کېږي،خپل حق واخیستلی شي یا یو بل امن ځای ته پناه یوسي،او هلته یې ځان او ژوند خوندي وي، د دې وضعیت دوام واقعاً موږ ته د اندېښنې وړ دی."

هڅه مو وکړه په راپور کې د مرکه شویو نجونو او ښځو د غوښتنو او اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو بېلابېلو چارواکو په تېرو پنځو کلونو کې په وار - وار ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې افغان نجونو، ښځو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبې په ورځ د «اسد پر ۱۷مه» پر خپله ایکس پاڼه یو بیان کې لیکلي چې د دوی د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوړو زده کړو وزارت چارواکو او اړونده سکټور مسولینو سره د محصلینو او زده کړو اړوند غونډه کړې، خو د اخندزاده په حواله دغه راغلي بیان کې په هېڅ برخه کې د نجونو د زده کړو اړوند هېڅ مورد ذکر شوی نه دی.

د افغان ښځو اړوند د طالبانو حکومت اقداماتو په افغانستان دننه او بهر د افغانانو، نړیوالو سازمانونو، حکومتونو او بېلابېلو ادارو پراخ غبرګونونه او اندېښنې راوپارولې چې لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د روان کال د اپرېل په ۲۸ مه په یو راپور کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې له شل زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډېرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ کړي.

یونیسف ویلي و چې که د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورته راتلونکي څلور کلونه بند پاتې شي له تعلیمه د محرومو نجونو شمیر به له دوه میلیونه څخه ډیر شي.

تر هغه وړاندې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) هم په پرلپسې راپورونو کې ویلي چې په افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که پر زده کړو دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG