پر افغانستان د طالبانو پنځه کاله پوره شول.
پنځه کاله وشول چې د ښځو د حقونو فعالانې د افغانستان دننه او بهر له نړیوالې ټولنېسره په ګډه کار کوي څو پر طالبانو باندې فشار راوړي چې پر ښځو لګیدلي بندیزونه لیرې کړي. خو دا دی پنځه کاله وشول چې دغو فشارونو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې. فریدې سیال په دې مرکه د ښځو د حقونو له فعالې وژمې توخي سره په دې بحث کړی چې ولې طالبان په خپلو پالیسو کې بدلون نه راولي