ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲،۴ میلیونه نجونې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، له کله چې طالبان بېا واک ته رسېدلي، له ثانوي زدهکړو څخه بېبرخې شوې دي.
د ملګرو ملتونو کلتوري، علمي او تعلیمي ادارې یونسکو په وینا، له ثانوي زدهکړو څخه د بېبرخې شویو نجونو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۰۰ زره زیات شوی او که دا بندیز دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې ښايي د هغو نجونو شمېر چې له ثانوي زدهکړو بېبرخې کېږي، نږدې څلور میلیونو ته ورسېږي.
تر ۲۰۳۰ کال پورې ښايي د هغو نجونو شمېر چې له ثانوي زدهکړو بېبرخې کېږي، نږدې څلور میلیونو ته ورسېږي.
د فرانسپرس د راپور له مخې، یونسکو د نجونو د زدهکړې د حق د سمدستي بېرته اعاده کولو غوښتنه کړې او د "ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض" یې غندلی دی.
د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ لومړیو کې د نرمې حکومتولۍ ژمنه کړې وه، خو وروستهیې پر ښځو پراخ محدودیتونه ولګول.
ښځې له پوهنتونونو، عامه پارکونو، ورزشي مرکزونو او د ښکلا سالونونو څخه منع شوې دي.
نجونې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې له منځنیو او ثانوي زدهکړو راوګرځول شوې او د همدې کال په وروستیو کې پوهنتونونه هم د ښځینه محصلینو پر مخ وتړل شول.
نجونې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې له منځنیو او ثانوي زدهکړو راوګرځول شوې.
یونسکو ویلي، دغو محدودیتونو د تېرو دوو لسیزو هغه پرمختګونه لهمنځه وړي چې د زدهکړو په برخه کې ترلاسه شوي و.
په داسې حال کې چې تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ تر وروستیو پورې ښوونځیو ته د نجونو لاسرسی ډېر محدود و د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته تر ۲۰۲۱ کال پورې نږدې یو میلیون نجونې په ثانوي زدهکړو کې شاملې وې.
د بېړنیو حالاتو په برخه کې د زدهکړې لپاره د یونسکو پروګرام همغږې کوونکې، هودا جابریان، ویلي: "د افغانستان نجونې او ښځې د زدهکړې حق لري او دا یو اساسي بشري حق دی."
هغې زیاته کړې: "دوی د کار کولو حق لري. دوی باید د تګ راتګ ازادي ولري."
یونسکو ویلي چې د نجونو پر زدهکړو بندیز د پام وړ اقتصادي زیان هم اړولی او اټکل کېږي چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه به تر ۲۰۶۶ کال پورې د افغانستان اقتصاد ته ۹،۶ میلیارده ډالره زیان رسولی وي.
د راپور له مخې د افغانستان د ښوونې او روزنې پراخ سکټور هم له بحران سره مخ دی او له نیمایي څخه زیات د لومړني ښوونځي عمر لرونکي ماشومان په بشپړه توګه له ښوونځیو بهر دي.
یونسکو ویلي چې له ۹۰ سلنې څخه زیات ۱۰ کلن ماشومان نهشي کولای یو ساده متن ولولي.
په ښوونځیو کې د څښاک اوبو، د حفظالصحې د اسانتیاوو او تودوخې نشتوالي بحران لا پسې سخت کړی دی.
طبیعي افتونو، په ځانګړي ډول هغو زلزلو چې په وروستیو کلونو کې یې افغانستان په پرلهپسې ډول ځپلی، هم وضعیت خراب کړی دی.
له ۲۰۲۳ کال راهیسې له اوو میلیونو څخه زیات افغانان هېواد ته بېرته ستانه شوي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له اوو میلیونو څخه زیات افغانان هېواد ته بېرته ستانه شوي یا په زوره ستانه کړل شوي چې له املهیې د افغانستان پر ښوونیز نظام فشار نور هم زیات شوی دی.