د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۲

د ابوظبۍ د کمپ افغان کډوال وايي دا کمپ لکه زندان دی او دوی يې په رواني ستونزو اخته کړي


ابوظبۍ کمپ کې افغان کډوال
ابوظبۍ کمپ کې افغان کډوال

د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کمپ کې افغان پناه غوښتونکي نورو هېوادونو ته د لېږد په پروسه کې پر ځنډ نیوکه کوي. دوی وايي چې د روغتیايي مرکزونو او د ماشومانو لپاره د زده کړو د فرصتونو د نشتوالي له کبله له کړاوه ډک ژوند تیروي.

دا افغان کډوال وايي چې دا کمپ د دوی لپاره د زندان په څېر دی او ډېرو ښځو او ماشومانو رواني ستونزې پیدا کړي دي.
د دغه کمپ یوه مېشت کډوال چې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم او اصلي غږ له خپرولو ډډه کوي وايي چې په کمپ کې ۴۶ تنه افغانان په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

«په کمپ کې ګرځېدای نه شو، ټولو ته روحي او رواني ستونزې پيدا شوې دي. ډېری يې ښځې او ماشومان دي. ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د کار کولو فرصتونه نشته. دا ځای د زندان په څېر دی. وضعیت مو ډېر خراب دی له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غواړو چې زموږ غږ واوري. موږ ان د لاریون او د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره د اعتراض حق هم نه لرو. د ماشومانو او ښځو روحي او رواني حالت ډېر د اندیښنې وړ دی»

افغان ماشومان او ښځې په ابوظبۍ کمپ کې/د تېر کال عکس
افغان ماشومان او ښځې په ابوظبۍ کمپ کې/د تېر کال عکس

دغه پناه غوښتونکي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه کمپ ته د امریکا، کاناډا او ځینو نورو هېوادونو په تمه انتقال شوي خو د څه باندې درې نیمو کلونو په تېرېدو یې برخلیک لا نه دی معلوم.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې په دې وروستیو کې له ابوظبي کمپ څخه نورو هېوادونو ته انتقال شوي وايي چې پناه غوښتونکي په دغه کمپ کې له کړاوه ډک ژوند تیروي.

یو له دغو کسانو ازادي راډیو ته وویل چې کمپ په صنعتي سیمه کې جوړ شوی او ان پاکې اوبه هم نه لري.

«هغه کسان چې په دې کمپ کې ژوند کوي د سیاسي بندیانو په څېر دي. شرایط دومره بد دي چې د اوبو او ډوډۍ ستونزه شته. ډېر کسان په رواني ستونزو اخته شوي. ځینې بوډاګان د رواني فشار له امله مړه شوي دي. ځینو ځوانانو ځانوژنې کړي دي. د ښځو او ماشومانو د ناهیلۍ کچه ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده او زه په خپله د دغه وضعیت شاهد پاتې شوی یم»

یو بل کس هم چې له ابوظبۍ انتقال شوی وايي:

«په دې کمپ کې څوک یوه میاشت هم نه شي اوسیدلی. وضعیت یې خورا بد دی. زه د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې له هغه ځایه راووتلم. زما له تګ وروسته پروسه ودرېده. د بشري حقونو وضعیت په بشپړه توګه تر پښو لاندې شوی وو. د ماشومانو لپاره د زده کړې مناسب شرایط نه وو. لږ څه پرمختللي زندان ته ورته وه له خلکو ازادۍ اخېستل شوې وې»

د ابوظبي کمپ مسوولینو د دغو ادعاوو په اړه چې وړاندې هم مطرح شوې وې څه نه دي ویلي.
د بشري حقونو فعالان د ستونزو د حل غوښتنه کوي

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو یوه ټولنه «اتحاد» په ابوظبي کمپ کې د پناه غوښتونکو د سختو شرایطو په اړه اندېښنه ښيي او په دې برخه کې له ځنډ پرته د اقدام غوښتنه کوي.
د بشري حقونو د فعالانو د اتحاد اعلامیه

د دغې ټولنې غړي فهیم فرواک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«په ابوظبي کمپ کې زموږ د هېوادوالو حالت ته په کتو د امریکا او کاناډا په ګډون هغه هېوادونه چې د دوی د کډالۍ قضیې یې منلې باید پاتې چارې هم په چټکۍ ترسره کړي. د دوی وضعیت د اندیښنې وړ دی او په دې مسله کې ښکیل هېوادونه باید له ځنډ پرته اقدام وکړي او افغانستان ته یې د بېرته ستنېدو مخه ونیسي

د بشري حقونو د فعالانو ټولنې «اتحاد» تر دې وړاندې په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی و چې د دغو افغان پناه غوښتونکو چې ډېری برخه یې د پخواني حکومت کارکوونکي، قاضیان او خبریالان دي په نامعلوم برخلیک اخته دي او په ورته وخت کې افغانستان ته د بیرته ستنیدو له ګواښ سره هم مخ دي.

CNN ټلویزیون د تېر کال په مې میاشت کې راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته شاوخوا ۲۰ زره افغانان د عربي متحده اماراتو کمپونو ته لیږدل شوي وو.

که څه هم د دغو افغان پناه غوښتونکو ډیری هغه یې د امریکا او کاناډا په ګډون ځینو هېوادونو ته ورسېدل خو لاهم ځینې په دغو کمپونو کې بې برخلک شپې سبا کوي.

د کمپ مېشتو کډوالو پخوا هم څو واره لاریونونه کړي دي خو د وضعیت د ښه والي لپاره ډېره پاملرنه نه ده شوې.
ابوظبۍ کې کال مخکې هم افغانانو مظاهره کړې وه

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم په پاکستان کې د «SIV» « P1» او « P2» کېس لرونکو د امریکا حکومت ته په یوه پرانیستي لیک د خپل کارونو د چټکتیا غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG