د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

بشارالاسد او کورنۍ یې روسیې ته تللي او هلته یې پناه اخیستې


بشار اسد د ۲۰۰۰م کال د جولای له ۱۷مې پر سوریې واک چلاوه. بشار تر خپل پلار حافظ اسد وروسته چې له ۱۹۷۱ تر ۲۰۰۰م کاله واکمن وو د سوریې واکمني ته رسېدلی وو.
بشار اسد د ۲۰۰۰م کال د جولای له ۱۷مې پر سوریې واک چلاوه. بشار تر خپل پلار حافظ اسد وروسته چې له ۱۹۷۱ تر ۲۰۰۰م کاله واکمن وو د سوریې واکمني ته رسېدلی وو.

د سوریې مخلوع ولسمشر بشار الاسد او کورنۍ یې روسیې ته تللي او هلته یې پناه اخیستې ده.

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس په کرملین کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې اسد په مسکو کې دی او سیاسي پناه یې اخیستې ده.

سرچینې تاس ته تایید کړه چې روسیې د بشردوستانه ملحوظاتو پر اساس اسد او د هغه کورنۍ ته پناه ورکړې ده.

نورو روسي خبري اژانسونو انټرفکس او ریا هم ورته راپورونه خپاره کړي دي.

له بلې خوا العربیه په کرملین کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې اسد په مسکو کې دی او روسیې هغه او کورنۍ ته یې پناه ورکړې ده.

مسکو ته د بشار اسد او د هغه د کورنۍ د رسېدو راپورونه څو ساعته وروسته له هغه خپاره شول چې د اسد د سورلۍ الوتکه له دمشقه تر وتلو وروسته له راداره ورکه شوه او آن داسې اوازې هم خپرې شوې چې ګواکې الوتکه لوېدلې ده.

د بشار اسد د رژیم ړنګېدو ګڼ نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اسد د رژيم سقوط د عدالت د تامین یو عمل وباله، خو په عین حال کې یې د نامعلوم وضعیت یادونه هم وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن

هغه وویل: "په نهایت کې د بشار اسد رژیم سقوط وکړ. دې رژیم په حقیقت کې په سلګونو زره بې ګناه سوري وګړي په وحشیانه شکل شکنجه او ووژل. د (دغه) رژیم نسکورېدل د عدالت یو بنسټیز عمل دی. دا د سوریې د کړېدلو خلکو لپاره یو تاریخي فرصت دی چې د خپل ویاړلي هېواد لپاره یوه ښه راتلونکې جوړه کړي. تر څنګ یې دا د خطر او ناڅرګندتیا یو حالت هم دی."

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم چې هېواد یې د سوریې د څه باندې یو میلیون او دوو سوو زرو کډوالو کوربه دی، اسد د لسګونو زرو بې ګناه خلکو د وژنې عامل بللی دی.

شولڅ د یکشنبې په ورځ په خپل بیان کې زیاته کړه چې د یوې ازادې او سوله‌ییزې سوریې هیله کوي او په دې رابطه جرمني همکارۍ ته چمتو دی.

د بریتانیا صدراعظم کایر استارمر ویلي چې د سوریې خلکو کلونه د بشار اسد په رژیم کې وکړېدل.

استارمر په یوه سیاسي حل، د سولې او ثبات په ټینګښت او لږکیو او ملکیانو په خوندیتوب ټینګار وکړ.

بشار اسد د ۲۰۰۰م کال د جولای له ۱۷مې پر سوریې واک چلاوه.

بشار تر خپل پلار حافظ اسد وروسته چې له ۱۹۷۱ تر ۲۰۰۰م کاله واکمن وو د سوریې واکمني ته رسېدلی وو.

د بشار اسد د واکمنۍ لویه برخه په کورنیو جګړو، د داعش د بریدونو او د ایران په نیابتي جنګونو کې تېره شوه.

بشار تر خپل پلار حافظ اسد وروسته چې له ۱۹۷۱ تر ۲۰۰۰م کاله واکمن وو د سوریې واکمني ته رسېدلی و.
بشار تر خپل پلار حافظ اسد وروسته چې له ۱۹۷۱ تر ۲۰۰۰م کاله واکمن وو د سوریې واکمني ته رسېدلی و.

د هغه حکومت تر ډېره د ایران او روسیې له ملاتړ برخمن وو حال دا چې د هغه مخالف ځواکونه له بېلابېلو لوریو تقویه کېدل.

د بشار اسد د رژيم په سقوط سره د اسد د کورنۍ د څه باندې نیمې پېړۍ واکمني پای ته ورسېده.

د احمد الشرع مشهور په ابومحمد جولاني په مشرۍ د هییت تحریرالشام ډلې باغي ځواکونه په څو لنډو ورځو کې د سوریې ښارونه یو په بل پسې ونیول.

په بریتانیا کې مېشت د سوریې یوې څارونکې ډلې ویلي چې له نومبر راهیسې د هییت تحریر الشام د بریدونو په پیل تر دې دمه لږ تر لږه ۹۰۰ کسان په سوریه کې وژل شوي.

په دې ډله کې د یاد بنسټ په خبره ۱۳۸ ملکیان، ۳۸۰ سوري سرتیري او ۳۹۲ بلواګر ځواکونه شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG