نړۍ
پوتین او اردوغان: د سوریې په شمال کې د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده
د روسیې او ترکیې ولسمشرانو، ولادمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې د سوریې په شمال کې د روان کړکېچ د هواري لپاره ډیپلوماسۍ ته اړتیا ده.
دواړو ولسمشرانو پرون سې شنبې پرټیلفون خبرې وکړې.
د اردوغان له دفتره پرون سې شنبې په خپره شوې اعلامیه کې غوښتنه شوې چې سوریه باید د پراخې بې ثباتۍ یوه سرچینه نهشي.
د دغې اعلامیې له مخې چې د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په خپله ایکس پاڼه کې خپره کړې، اردوغان له پوتین سره په خبرو کې ټینګار کړی چې ترکیه د دې ترڅنګ چې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته دوام ورکوي، په دې هېواد کې د یوې عادلانه او دایمي حل لارې لپاره هم هڅې کوي.
اردوغان همدارنګه ژمنه کړې چې ترکیه به د کردستان د کارګرانو ګوند، پيکېکې چې ترکیې او متحدوایالتونو هغه یو تروریستي سازمان نومولی، په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
د هغه په خبره، دا ګوند هڅه کوي چې په سوریه کې له رامنځته شوي وضعیت څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
د ترکیې او روسیې ولسمشران وروسته له هغې په خپلو کې خبرې کوي چې د سوریې یاغیانو تېره اوونۍ په حلب کې د سوریې د رژیم پرځواکونو په حملو سره هغوی له ډېرو سیمو په شا کړل او پر هغو یې خپله ولکه ټینګه کړه.
له هغې راهیسې روسیې د دمشق په ملاتړ د یاغیانو پر مورچلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اتو پاکستانيو خبریالانو ته د عمري بند سزا اورول شوې
د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې اته تنه خبریالان په عمر بند محکوم کړل.
په دوی باندې د ترهګرۍ اړوند جرایمو تورونه لګېدلي چې د پخواني بندي صدراعظم عمران خان په ملاتړ له انلاین فعالیتونه سره تړلي بلل شوي.
د راپورونو له مخې دا خبریالان د هغو قضیو په خاطر محکوم شوي چې د ۲۰۲۳ کال د مې په نهمه تر تاوتریخجنو مظاهرو وروسته ثبت شوې وې.
په هغو مظاهرو کې د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان په پوځي مراکزو په بریدونو تورن شوي.
پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف پاکستان رهبر عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی.
ټرمپ وايي که ایران سوله ییز مظاهره چیان ووژني امریکا به هغوی وژغوري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که ایران مظاهره چیان ووژني دوی به یې ژغورنې ته ودانګي.
د راپورونو له مخې په ایران کې چې مظاهرې نن شپږمې ورځې تر رسېدلي لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
ټرمپ په خپله تروث سوشیال پاڼه کې په بیان کې لیکلي :« که ایران سوله ییز لاریونوال ووژني چې دا یې رسم دی، متحده ایالات به د هغوی ژغورنې ته ور ودانګي.»
د هغه په خبره امریکا د اقدام لپاره چمتو ده.
د ټرمپ دغه بیان د ایران د لوړپوړو چارواکو کلک عکس العمل پارولی.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سلاکار علي لاریجاني په ایکس پاڼه د یوه بیان له لارې په سیمه کې امریکايي سرتیري ګواښلي دي.
د ایران د رهبر علي خامنه يي سیاسي سلاکار علي شمخاني هم ګواښ کړی چې ایران به د دغه هېواد په چارو کې لاسوهونکو ته کلک ځواب ورکړي او لاس به یې ورلنډ کړي.
د بشري حقونو مدافع ډلو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړي او له تاوتریخوالي یې کار اخیستی.
د ایران شاوخوا ۳۰ ښارونو کې د ډالرو او سرو زرو د بیو د بېساري لوړېدو په غبرګون مظاهرې روانې دي.
ایران کې لږ تر لږه ۷ مظاهره چیان وژل شوي
په ایران کې د تازه لاریونونو پر مهال لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي دي.
ځینو رسنیو د اولسو او ځینو نورو بیا د ۳۲ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړی.
د ازادي راډیو فردا څانګې ته د ور رسېدلو ویډیوګانو له مخې امنیتي ځواکونه په خلکو اوښکی بهوونکی ګاز کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
په یوه پېښه کې د فارس نیمه دولتي خبري اژانس په خپله هم تایید کړې چې دری تنه د لُرستان ولایت په ازنا ښار کې د پولیسو یوه مرکز ته د ننوتلو پر مهال وژل شوي.
مظاهرې چې د ډالرو او سرو زرو د بیو د بېساري لوړېدو په غبرګون پیل شوې وې نن جمعه شپږمې ورځې ته رسیدلي.
د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري ارګان هرانا راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۱۹ مظاهره چیان هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
مظاهرې څه باندې دېرشو ښارونو ته غځېدلي او پر مهال یې ښکاري چې خلک د رژیم او امنیتي ځواکونو پر ضد شعارونه ورکوي.
هرانا د ایران د بشري حقونو د مظاهرو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا په خلکو د اوښکي بهوونکي ګاز او ډزو راپورونه ورکړل شوي.
د ایران د مظاهرو په ترڅ کې د اوو تنو د تلفاتو راپورونه خپاره شوي
ایراني چارواکو نن د ایران په بیلابیلو سیمو کې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره چمتوالی نیولی.
د اونۍ له پیله په ایران کې د اقتصادي ستونزو له امله خلکو لاریونونه پيل کړې دي. د دولت تر واک لاندې رسنیو او د نړیوالو بشري حقونو ډلو پرون راپور ورکړ چې د اعتراضونو پرمهال د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ وډب پرمهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوې دي.
حکومتي رسنۍ معترضانو ته د بلواګرو خطاب کوي او هغوی ملامتوي.
ایراني چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي، او ازادې راډیو هم ونه شول کولای چې دا راپورونه په خپلواکه توګه تایید کړي.
په سویس کې د اورلګیدو له امله په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
د سویس پولیس وایي، د کران مونتانا په تفریحي ښار کې د نوي کال د لمانځلو پرمهال د اورلګیدو له امله شاوخوا څلویښت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نژدې سل تنه نور ټپيان شوي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې داسې ښکاري چې اور چا قصدا اچولی وي.
ځیني قربانیان ډير سوځیدلي دي چې پيژندل یې سخته دي.
دا پېښه د شپې د یوې نیمې بجې خواته رامنځته شوه.
سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د اورلګیدو علت نه دی روښانه شوی.
زیلینسکي: سوله کوو، خو په هره بییه نه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نوي کال هرکلی په یوې وینا وکړ او ژمنه یې وکړه چې له روسیې سره به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د تړون لپاره هڅو ته دوام ورکړي، خو نوموړي وویل داسې هم ممکنه نه ده چې په هره بییه موافقه وشي.
د زیلینسکي د تیرې شپې دا تلویزیوني وینا یو ویشت دقیقې وه. ده وویل چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د سولې تړون "۹۰ سلنه" بشپړ شوی، خو نوموړي خبرداری ورکړ چې پاتې ۱۰ فیصده به ستونزمن وي او دا به "د سولې، اوکراین او اروپا برخلیک" وټاکي.
د اوکراین ولسمشر بیا وویل، اوکراین سوله غواړي خو په هر قیمت یې نه غواړي. زیلینسکي زیاته کړه چې د جګړې پای ته رسیدل غواړي، خو د اوکراین ختمیدل نه غواړي.
د ایران د بسیج ځواکونو یو غړی ووژل شو
د ایران د امنیتي ځواکونو یو غړی د اعتراضونو په ترڅ کې وژل شوی دی.
دا خبر نن پنجشنبه د ایران دولتي تلویزیون خپور کړ.
دې تلویزیون د لرستان ولایت د والي د مرستیال سعید پورعلي په وینا وویل چې د بسیج ځواکونو یو تن چې یو ویشت کاله عمر یې و، د کوهدشت په ښار کې د چهارشنبې په شپه په داسې حال کې ووژل شو چې د عمومي نظم د حفاظت لپاره یې هڅه کوله.
پورعلي ادعا کوي چې دا سرتیری د بلوا کوونکو له لورې وژل شوی دی.
د یکشنبې له ورځې راهیسې چې په ایران کې اعتراضونه پيل شوې دي، دا د مړینې لومړی خبر دی.
بسیج د ایران د سپاه پاسداران انقلاب تر سیورې لاندې ملیشه ده چې د ایران د دولت پياوړی مټ ګڼل کیږي.
په سویس کې د نوي کال په شپه چاودنې یوشمیر کسان وژلي
د سویس پولیسو نن وویل چې د دغه هیواد په جنوب لویدیځ کې د کران-مونتانا د سکي د یوه مرکز په بار کې د چاودنې او اورلګیدنې له امله یوشمیر کسان وژل شوي او ټپيان شوې دي.
سکای نیوز تلویزیون د پولیسو په وینا خبر ورکړ چې تر لږه لس تنه وژل شوي دي، خو یوشمیر سیمه ییزې رسنۍ وایي چې ښایي تلفات زیات وي.
د پولیسو ویاند وویل چې د چاودنې پرمهال په دې بار کې تر سلو ډیر کسان وو.
دا پیښه تیره شپه یوه نیمه بجه رامنځته شوه. سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده، د دې سیمې پر سر یې الوتنې بندې کړې دي او پولیس وایي چې تر اوسه د چاودنې علت نه دی روښانه شوی.
په ایران کې پرون (چهارشنبې) د اعتراضونو څلورمه ورځ وه
د ایران په پلازمېنه او څو نورو ښارونو کې د پیل شویو اعتراضونو پرون (چهارشنبې) څلور ورځې پوره شوې.
د اعتراضونو دا نوې لړۍ په ازاد بازار کې د ډالر د ارزښت د بېساري لوړېدا پر ضد پیل شوې ده.
د چهارشنبې په ورځ د فارس ولایت له (فسا) ولسوالۍ څخه داسې ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې چې پکې ګڼ شمېر معترضان د ولسوال د دفتر مخته ښيي.
ویل کېږي چې په دې ښار کې امنیتي ځواکونو پر معترضانو اوښکې بهیوونکی ګاز کارولی او په ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي چې معترضان د ولسوالۍ د دفتر د ودانۍ لور ته ډبرې ورغورځوي.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې معترضانو د فسا ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.
د ترکیې امنیتي ځواکونو د داعش د غړیو د نیولو خبر ورکړ
ترکیې د اسلامي دولت( داعش) د لسګونو مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پر ایکسپاڼه لیکلي چې یوسل او پنځه ویشت داعشیان نن سهار په ترکیه کې نیول شوې دي.
د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر په وینا دا کسان د ترکیې په پنځه ویشت ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د هممهاله عملیاتو په ترڅ کې توقیف شوې دي.
ترکیې اونۍ مخکې هم د داعش د یوسل او پنځلس کسانو د نیولو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې دې کسانو غوښتل د کرسمس او نوي میلادي کال د مراسمو پرمهال په ترکیه کې بریدونه وکړي.