د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

وسله‌وال له دوه ورځنیو جګړو وروسته د سوریې حلب ته ننوتي


د سوریې حلب ته وسله‌وال یاغیان د ننوتو پر مهال
د سوریې حلب ته وسله‌وال یاغیان د ننوتو پر مهال

وسله‌وال یاغیان له دوه ورځنیو جګړو وروسته پرون د دې هېواد د دوهم لوی ښار حلب سیمو ته ننوتل.

په سوریه کې وسله‌والو مخالفینو پرون جمعه د حلب ښار د لوېدیځ په لمنو کې دوه موټربم چاودنې وکړې او ورپسې یې له دولتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه.

دا خبر د سوریې د جګړې یوې څارونکې ډلې ورکړی دی.

ځینو ترکي رسنیو له سیمې راپور ورکړی چې د حکومت وسله‌والو مخالفینو د حلب پر اویا سلنه سیمو ولکه ټینګه کړې ده.

د سوریې رسنیو هم پرون د دې حملو خبر ورکړ او ویې ویل چې د حلب پوهنتون ته نژدې د ښار په مرکز کې یو توغندی لګېدلی چې د دوو محصلانو په ګډون څلور کسان یې وژلي دي.

مرستندویې ټولنې وايي چې د دې جګړو په نتیجه کې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي او ځینې عامه خدمات په ټپه ولاړ دي.

د سوریې حکومت تراوسه د سوریې په ختیځ ښار حلب کې د نښتو او د وسله والو مخالفینو د پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي، خو کریملین پرون پر حلب د وسله‌والو مخالفینو برید د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری وباله او په سوریه کې د قانون د حاکمیت د اعادې غوښتنه یې وکړه.

د سوریې وسله‌والو مخالفین
د سوریې وسله‌والو مخالفین

د ترکیې پوځي چارواکي چې د سوریې د اپوزیسیون ملاتړ کوي، وايي چې پر حلب حمله په یوه ځانګړې سیمه کې محدود عملیات و چې د دوی په وینا له هغو ځایونو څخه د استوګنې پر سیمو حملې کېدلې.

ترکي چارواکي دا هم وايي چې له دې سیمو څخه د ترکي ځواکونو په شاتګ د دې سبب شو چې وسله‌وال پراخې حملې وکړي.

دا له شاوخوا اتو کلونو وروسته پر حلب د وسله‌والو مخالفینو لومړی برید دی.

په دې سیمه کې د سوریې دولتي ځواکونو په ۲۰۱۶م کال کې د روسیې او ایران په مرسته د وسله‌والو مخالفینو پرضد پوځي عملیات وکړل او هغوی یې له دې سیمو وایستل.

خو دا ځل د دولت د پوځي عملیاتو نښې نښانې نه ښکاري.

له ۲۰۱۱م کال په راوروسته موده کې چې د بشاراسد رژیم په یوه هراړخیزه جګړه کې ښکېل شو، په ۲۰۱۶م کال کې د حلب عملیات د جنګ د برخلیک په ټاکلو کې مهم رول ولوباوه.

هغه مهال د سوریې ځواکونو د روسیې او ایران په ملاتړ حلب له څو اوونیو کلابندۍ وروسته له وسله‌والو مخالفینو څخه تصفیه کړ.

په سوریه کې د وسله‌والو دا ناڅاپي حملې په منځني ختیځ کې چې له یوې خوا د حزب‌الله او اسراییلو او له بلې خوا د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ جګړې په‌کې روانې دي، ناامني نوره هم زیاتوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG