د کاناډا ټورنټو ښار، د شنبې په ورځ ناوخته د "دایموند ۲" په نوم د افغان هنرمندانو د موسیقۍ د فیسټیوال کوربه و.
دغه فیسټیوال په کاناډا کې د فرهنګي فعالانو او د پروګرامونو د تنظیمونکو مصطفی سامي او رامین منصور په نوښت جوړ شوی و، چې شاوخوا ۳۰ افغان هنرمندانو پهکې برخه اخیستې وه.
له اروپايي هېوادونو، امريکا او کاناډا څخه د موسيقۍ د بېلابېلو سبکونو ګډونکوونکو افغان هنرمندانو، چې په دغه فيسټيوال کې برخه اخيستې وه، د دا ډول فيستيوالونو جوړول د هنر د ستاينې او د افغاني موسيقۍ د ژوندي ساتلو په برخه کې اړین بولي.
نامتو افغان سندرغاړې او د دغه فیسټیوال یوې ګډونوالې پرستو مهریار ازادي راډيو ته وویل: "پخوا به هم هر کال داسې اوارد شوګانې تر سره کېدې، خو د ځینو ستونزو له امله ودرېدې، خو پهدې وروستیو کې د رامين منصور پروډکشن، نوي او پخواني هنرمندان راغواړي او د هغوی هنر ته لکه څنګه چې لازم ده درناوی کوي، ترڅو په افغانستان کې د موسیقي هنر له منځه ولاړ نهشي، زه دلته د یو پخوانۍ هنرمندې په حیث، چې عمر مو پهدې لاره کې تېر کړی راغلې یم."
په دغه فیسټیوال کې یوشمېر نویو او تجربه لرونکو هنرمندانو ته د هغوی د هنري کارونو د ستاینې په موخه جایزې هم ورکړل شوې.
د جایزې ګټونکي وايي، دا کار د دې لامل کېږي چې د موسیقۍ هنر په لا ډېر قوت او مسوولیت سره خلکو ته وړاندې کړي.
"زه د دوی منندوی یم، ما ته يې د اتڼ پاچا لقب راکړ، پخوا په افغانستان کې داسې د جایزو ورکولو مراسم لږ وداود حنيف
داوود حنیف یو له هغو هنرمندانو څخه دی چې پهدې فیسټیوال کې یې جایزه ترلاسه کړې.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "زه د دوی منندوی یم، ما ته يې د اتڼ پاچا لقب راکړ، پخوا په افغانستان کې داسې د جایزو ورکولو مراسم لږ و، خو نن د افغانستان د هنر دښمنان داسې خبرو ته لمن وهي، موږ راویښیږو، قوت اخلو، موږ د خلکو پر وړاندې مسوول یو، ځکه هنر یوازې زمونږ نهدی، د خلکو دی او زموږ د کلتور یوه برخه ده."
افغان سندرغاړي او کمپوز جوړونکي عبدالله نوابي شادکام چې ده هم د دغه فیسټیوال جایزه ګټلې، ازادي راډیو ته وویل: "دا ډول غونډې او د فسټیوالونو جوړولو ته درناوی کوو او قدر يې لرو. نه یوازې زما لپاره بلکې د ټولو او په ځانګړې توګه د ځوانو هنرمندانو پام دې ته واړول شو، چې په جلاوطنۍ کې د دې زمینه برابره کړو، چې موسيقي مو لهمنځه ولاړه نهشي، کله چې غږ پورته کوو دا پهدې مانا دی چې زموږ غږ نهشي غلی کولی."
د "ډایمند" لومړی فیستیوال د ۲۰۱۹ کال د جون په ۸مه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ترسره شو.
د "ډامند ۲" فیستیوال پهداسې حال کې له افغانستانه بهر ترسره کېږي، چې د موسیقۍ هنر او هنرمندان په افغانستان کې دننه په خورا بد حالت کې دي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو سمدستي په موسیقۍ بندیز ولګاوه او ان د موسیقۍ وسایل يې مات او وسوځول.
د طالبانو حکومت موسیقي حرامه ګڼي، په رسنیو او په ښاري موټرو کې یې هم د موسیقۍ غږول منع کړي دي.