د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ پهداسې حال کې رارسېدلې، چې افغان ماشومان سخت شرایط زغمي او په سړه هوا کې سخت فزیکي کارونه کوي.
"د سهار په ۶ بجو راوځم تر ماسپیښینه پورې د خلکو بوټان پالشوم، ۱۰۰ روپۍ ترلاسه کوم، پلار مې ناروغ دی، په هغې پيسو کور ته سودا راوړم."يوولسکلن محمود
د افغانستان د اقتصادي وضعیت خرابوالي په کابل او نورو ولایتونو کې ډېر ماشومان دې ته اړ کړي چې له خپل وسه لوړ کارونه وکړي.
مهدي له سهاره تر ماښامه د کابل په پل سوخته سیمه کې پلاستیکي کڅوړۍ خرڅوي.
هغه د خپل ستونزو په اړه ازادي ارډيو ته وویل: "د ورځې پلاستیک خرڅوم، هوا ډېره سړه ده او کورنۍ مو هم لویه ده، ۸ کسه یوو، د ورځې درې يا څلور پلاستیکه خرڅوم او لس يا شل روپۍ لاسته راوړم او کورنۍ ته یو څه اخلم."
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي، ۱۱ کلن محمود ازادي راډيو ته وویل: "د سهار په ۶ بجو راوځم تر ماسپیښینه پورې د خلکو بوټان پالشوم، ۱۰۰ روپۍ ترلاسه کوم، پلار مې ناروغ دی، په هغې پيسو کور ته سودا راوړم."
د کابل ښار یوې اوسېدونکې چې نهیې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې، د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله اړ ده خپل یوازینی زوی کار کولو لپاره واټونو ته ولېږي.
هغه وايي: "نهه کلن زوی مې دی د ګټې وټې څوک نهلرم، مجبوره یم څنګه وکړم چې هغه ونهلېږم. د سرک تر غاړې کاغذي دستمال خرڅوي او یو زوی مې هم دی زړه مې نهکېږي چې یوه دقیقه مې لهخوا لرې شي، ډارېږم هم د سرک له سره یې هم وړي بندي کوي يې. خو ډېره سخته او مجبوره ورځ ده په موږ."
یوشمېر افغان ماشومان د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره کار کولو ته اړ کېږي، چې ډېری یې د واټونو پر سر بېلابېل توکي پلوري، د کثافاتو راټولولو ته مخه کوي، یا د موټر جوړولو په دوکانونو، خیاطۍ، رستورانتونو، د بوټانو په رنګولو او یا نورو ځایونو کې په کار بوخت وي.
"د کار کوونکو ماشومانو شمېر زیات دی چې قلم، ژاوله او نور شیان خرڅوي، بوټونه رنګوي، پښې یې لوڅې وي
یوشمېر افغانان وايي، په افغانستان کې د کارکوونکو ماشومانو د ژوندانه د ښهوالي لپاره تر اوسه عملي کار نهدی شوی او هره ورځ په ښارونو کې د کارګر ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
زري، چې د کابل په پل سرخ سیمه کې اوسېږي، د دې موضوع په اړه د خپل سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: "د کار کوونکو ماشومانو شمېر زیات دی چې قلم، ژاوله او نور شیان خرڅوي، بوټونه رنګوي، پښې یې لوڅې وي، په سړې هوا کې د خټو په منځ کې په کار لګیا وي."
د افغانستان د ماشومانو د حقونو د ساتنې قانون لهمخې، ماشوم هغه کس ته ویل کېږي چې ۱۸ کلنۍ ته نه وي رسېدلی.
د افغانستان د اساسي قانون ۴۹مه ماده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې پهدې هېواد کې نافذ و، راغلي چې پر ماشومانو د کار تحمیل جواز نهلري.
د ماشومانو د رواني او ټولنيزو مسايلو کارپوه ډاکټر محب زغم هم وايي، چې درانه او جبري کار د دې لامل کېږي، چې ماشوم په راتلونکي کې عقدهيي لوی شي.
نوموړی وايي: "امکان لري ماشومان له کوره بهر د کار پر مهال جنسي ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ شي. د هغوی جسمي او ذهني وده نورماله نه وي. د کار تر فشار لاندې دوی هډوکي او عضلات چې د ودې په حال کې وي، له ودې څخه پاتې کېږي."
په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته اقتصادي ستونزې، بېکاري او بېوزلي زیاته شوې ده، چې د ملګروملتونو د شمېرو لهمخې دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
خو ځینو طالب چارواکو تر دې مخکې له بېسرپرسته او کارګرو ماشومانو سره د مرستې خبره کړې.
دا پهداسې حال کې ده چې هر کال د نومبر پر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.
دا ورځ په ۱۹۵۶ کال کې د ماشومانو د وضعیت د ښه کولو په موخه د ماشومانو د نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سېف د چلدرن) شپږ مياشتې وړاندې د يوه راپور په خپرولو ویلي و چې، په افغانستان کې تر شپږ ميليونه زيات ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي.