د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

ایس‌سي‌اې: په افغانستان کې د خپلو چارو ډېره برخه مو د ناروې کمېټې ته سپارلې


ارشیف: په میدان وردګو کې د یوه روغتون څنډه چې د سویډن کمټې له لوري یې مالي ملاتړ کېده.
ارشیف: په میدان وردګو کې د یوه روغتون څنډه چې د سویډن کمټې له لوري یې مالي ملاتړ کېده.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې یا "ایس‌سي‌اې" اعلان کړی چې د خپلو چارو ډېره برخه یې په افغانستان کې د ناروې کمېټې ته سپارلې ده.

وروسته له هغې چې تېر میلادي کال د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سویډن کمېټې ټول فعالیتونه لغوه کړل، دغه کمېټې په یوې تازه اعلامیه کې ویلي، ډېری هغه پروګرامونه چې مخکې دغه کمېټې پرمخ وړل اوس یې د ناروې کمېټې ته سپارلي دي.

د سویډن کمېټې پرون سې شنبه د نومبر په ۱۹مه په یوه اعلامیه کې ویلي، دا کار یې د دې لپاره کړی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورته د خپلو ټولو فعالیتونو د درولو امر کړی و.

د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۳م میلادي کال د جولای په ۱۱مه په سویډن کې د قران کریم د نسخو د سوځولو په غبرګون په افغانستان کې د سویډن کمېټې په ګډون د ټولو سویډني بنسټونو د فعالیتونو د ځنډولو اعلان وکړ.

که څه هم دغې کمېټې ټینګار کړی و چې بې پرې او غیردولتي ده، خو سره له دې یې هم په افغانستان کې فعالیتونه ودرول شول.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې هم فعالیتونه درلودل.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې هم فعالیتونه درلودل.

د سویډن کمېټې په اعلامیه کې راغلي، کوم پروګرامونه یې چې د ناروې کمېټې ته سپارلي د معلولینو او قابلو اړوند پروګرامونه هم په کې شامل دي.

سویډن کمېټې دا هم ویلي، په دوی پورې اړوند ټول روغتونونه او کلینیکونه چې د دوی له لوري یې ملاتړ کېده اوس یې نور سازمانونه پر مخ وړي او د زده‌کړو فعالیتونه هم د زده‌کړو ولایتي ادارو ته ورکړل شوي دي.

یادې کمېټې زیاته کړې، دوی به هڅه وکړي چې ناروې کمېټې نه په ملاتړ او له هرې نوې ممکنه لارې په ګټې اخیستنې له افغانانو سره مرسته او د دوی ملاتړ وکړي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې نښان
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې نښان

په همدې حال کې په افغانستان کې د سویډن کمېټې ځینې کارکوونکي چې اوس بې کاره شوي او یو شمېر هغه کسان چې د سویډن له مرستو یې ګټه اخیسته، وايي چې دا پرېکړه د دوی په ژوند مستقیم اغېز لري.

په کابل کې د سویډن کمېټې یو کارکوونکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرېدو او غږ بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "موږ په بېلابېلو په ځانګړي ډول د پوهنې او روغتیا په برخه کې ډېر سټنډرډ خدمتونه درلودل، خو اوس افغانان له دې خدمتونو بې برخي شوي دي، د دغه اقدام ډېر زیان افغان ولس ته ورسېده، موږ ته ورسېده او موږ په دې سختو شرایطو کې بې دندو شو."

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی محمد رحیم چې په یوه پښه معلول دی او د سویډن کمېټې له مرستو یې ګټه اخیسته، وايي چې د فعالیتونو په بندېدو یې اندېښمن دی.

محمد رحیم وايي: موږ د سویډن کمېټې له فعالیتونو ډېر خوښ وو، زما په څېر زرګونه کسانو یې له خدمتونو استفاده کوله.

هغه وویل: "موږ په دې پرېکړه ډېر اندېښمن یو، ځکه نه پوهېږو چې د ناروې کمېټه به دا فعالیتونه په هغه شکل مخته یوسي او که‌نه، موږ د سویډن کمېټې له فعالیتونو ډېر خوښ وو، زما په څېر زرګونه کسانو یې له خدمتونو استفاده کوله."

په افغانستان کې د سویډن کمېټه په ۱۹۸۰ کال کې جوړه شوه او له ۲۰زرو معلولیت لرونکو وګړو یې ملاتړ کاوه.

دې موسسې په ۱۶ ولایتونو کې نږدې ۷زره افغانان هم په دندو ګمارلي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG