د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ملګري ملتونه: روان کال کې يونان ته د رسېدلو کډوالو دوهم لوی شمېر افغانان دي


د سمندر له لارې د کډوالو د تېرېدو يو انځور - ارشيف
د سمندر له لارې د کډوالو د تېرېدو يو انځور - ارشيف

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ (یواين‌ايچ‌‌سي‌ار) ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې له سوریایانو وروسته د سمندر له لارې یونان ته د رسېدلو کډوالو او پناه غوښتونکو اکثریت افغانان جوړوي.

"له ترکیې څخه مو حرکت وکړ د یونان خوا ته درې شپې په ځنګل کې پاتې شوو. یو ځل د اوبو له لارې ولاړو مخکې له‌دې چې یونان ته ورسیږو، پولیس ونیولو او را ویې ګرځولو
جليل

د دې ادارې د تازه راپور له‌‌مخې چې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۶مه نېټه) خپور شو، په ۲۰۲۴ کال کې ټول ۲۸۳۵۲ کډوال او پناه غوښتونکي د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي چې یوازې ۲۵٪ یا ۷۰۷۱ یې له افغانستان څخه دي.

په راپور کې راغلي چې، ډېری دغه افغانان له خپلو کورنیو سره راغلي چې، ۳۳سلنه نارینه، ۲۳سلنه مېرمنې او پاتې ۴۴سلنه یې ماشومان دي.

په ورته وخت کې یوشمېر هغه افغانان چې د اوبو له لارې یونان ته تللي وايي، دې هېواد ته تګ د دوی لپاره له کړاونو او ستونزو ډک سفر و.

یو له دوی څخه جلیل، چې له خپلې کورنۍ سره د اوبو له لارې یې د یونان لیسبوس جزیرې ته ځان رسولی، ازادي راډيو ته وویل: "له ترکیې څخه مو حرکت وکړ د یونان خوا ته درې شپې په ځنګل کې پاتې شوو. یو ځل د اوبو له لارې ولاړو مخکې له‌دې چې یونان ته ورسیږو، پولیس ونیولو او را ویې ګرځولو یو ساعت په اوبو کې پاتې و. بیا مو د ترکیې پولیس ته زنګ وواهه هغوی له اوبو وژغورلو. بیا دوهم ځل بیا ولاړو چې په ډېرو ستونزو تېر شوو، د یونان جزیرې ته چې ورسېدو په ځنګل کې مو په سړې هوا کې شپه سبا کړه."

په وروستیو کلونو کې د سوریې، افغانستان او پاکستان زرګونه کډوال له ترکیې د اوبو او وچې له لارې یونان ته تللي دي.
په وروستیو کلونو کې د سوریې، افغانستان او پاکستان زرګونه کډوال له ترکیې د اوبو او وچې له لارې یونان ته تللي دي.

نوموړی وايي، دوی سره شاوخوا ۴۰ نور افغان کډوال هم و چې په‌کې ډېر عمر لرونکي ناروغان، واړه ماشومان او مېرمنې وې.

یو بل افغان کډوال احمد اریا چې دا هم د اوبو له لارې یونان ته رسېدلی وايي، په هېواد کې د شته ستونزو له امله اړ شو د کډوالۍ ستونزمنه لاره خپله کړي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "موږ یې اړ کړو چې له افغانستانه ووځو او یو څه موده په ایران او ترکیه کې په لاره کې و، بیا د اوبو له لارې یونان ته ورسېدو، درې میاشتې په یونان کې و او بیا د اینترویو او د یونان د پاسپورت له اخیستو وروسته المان ته راغلو او اوس په المان کې یو."

نوموړی زیاتوي په یونان کې د کډوالو د کمپونو شرایط ډیرمناسب نه‌‌‌دي.

دا ځوانان په‌‌داسې حال کې د کډوالۍ د ستونزو په اړه وايي چې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېری افغانان د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو او د طالبانو د محدودیتونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

یوشمېر دغه ځوانان د کډوالۍ ستونزمنې لارې خپلوي چې ډېری یې مقصد هېوادونو ته رسیږي، خو ځینې یې دې هېوادونو ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یواين‌ايچ‌‌سي‌ار په راپور کې زیاته شوې چې، په ۲۰۲۴ کال کې یونان ته د اوبو له لارې د تللیو کډوالو په شمېر کې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۹۴سلنه زیاتوالی راغلی دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG