د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

ميدان وردګ کې د نوري فايبر پروژې چارې پيل شوې


انځور - ارشیف
انځور - ارشیف

په میدان وردګو په ولایت کې د نوري فایبر د ۲۴۸ میلیونو افغانیو پروژه په رسمي توګه پیل شوه.

په دغه ولایت کې د طالبانو د مخابراتو ريیس قاري نور اغا معصب وویل، د دې پروژې له عملي کېدو سره به هغه شکایتونه حل شي، چې وړاندې یې د انټرنیټ د ضعیف فعالیت په اړه مطرح شوي وو.

د هغه په وینا، دا پروژه به د خلکو لپاره په مختلفو برخو کې د انټرنیټ اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړی وايي: "د دې فایبر لاین له لارې به د میدان وردګو اوسېدونکي د انټرنیټ په برخه کې له نويو اسانتیاو برخمن شي."

د شرکت مسوول محمد عمري دراني وویل، دغه نوري فایبر به نه یوازې د انټرنیټ کیفیت ښه کړي، بلکې له زرو څخه زیاتو کسانو ته به د کار زمینې هم برابرې کړي.

نوموړي دا هم وویل چې، دا پروژه د سیمې د اوسېدونکو لپاره یو لوی پرمختګ دی او هغوی به له‌دې لارې له معیاري او باوري انټرنیټ څخه برخمن شي.

هغه وايي: "موږ ژمن یو چې د دې فایبر لاین په مرسته به د سیمو خلکو ته ښه کیفیت لرونکي انټرنیټي خدمتونه وړاندې کړو."

د شرکت انجينر سیف‌الرحمان هم د دې پروژې په تخنیکي اړخونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې دا پروژه د نوې ټکنالوژۍ پر اساس طراحي شوې او د ټولو سټنډرډونو سره برابره ده.

نوموړي وویل: "دا فایبر لاین د نوې ټکنالوژۍ پر اساس طراحي شوی او د نړيوالو معیارونو په مطابق دی."

دا نوښت به په میدان وردګ او بامیانو کې د انټرنیټ په برخه کې لوی بدلون رامنځته کړي، چې له امله به د دواړو ولایتونو اوسېدونکي له نوري فایبر څخه برخمن شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG