د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

کندهار کې د "ټک‌ټک" په نوم يو داسې بازار چې احمدشاهي دوره کې په‌کې وسلې جوړېدې


کندهار کې د ټک ټک بازار.
کندهار کې د ټک ټک بازار.

د کندهار "ټک‌ټک بازار" چې د حلبي سازۍ یو مهم مرکز دی، اوږده تاریخي مخینه لري.

دا بازار چې د احمدشاهي دورې پورې اړه لري، رسمي نوم یې "توپخانه" دی خو د خلکو له‌خوا "ټک‌‌ټک بازار" نومول شوی دی، ځکه په بازار کې د چکوشونو ټکهاری اورېدل کېږي.

"دا پخوا توپخانه بازار و. زموږ د دوکانو شاته به توپونه وو چې پر اسانو به بارېدل او په رسمي ګزشت کې به ښودل کېدل.
غلام سخي

د کندهار د بېلابېلو تاریخي ځایونو لکه خرقه شریفه، شاهي طبلې، د احمدشاه بابا مقبرې او ارګ بازار په منځ کې، د احمدشاهي عصر په دغه بازار کې د حلبي سازۍ بېلابېل ډول توکي جوړېږي چې د وخت په تېرېدو سره، د حلبي سازۍ دغه مهارتونه نسل په نسل انتقال شوي.

غلام سخي، چې په ټک‌ټک بازار کې د ۴۰ کلونو راهیسې حلبي سازۍ کوي وايي، دغه کسب له پلاره ورپاتې دی او د کال د هر موسم د اړتیا سره سم د حلبي سازۍ توکي جوړوي.

غلام سخي زیاتوي: "دا پخوا توپخانه بازار و. زموږ د دوکانو شاته به توپونه وو چې پر اسانو به بارېدل او په رسمي ګزشت کې به ښودل کېدل. اوس چې یې ټک‌ټک بازار بولي، کسب‌کاران اخته دي، د کار ټک‌ټک یې دی."

د عصري وسایلو او ماشینونو له راتګ او پرمختګ سره سره، لا هم دلته د کندهار په ټک‌‌ټک بازار کې حلبي سازان په دودیز ډول له لاسونو او ساده وسایلو کار اخلي.

ځينې هټيوال وايي، له نيمې پېړۍ ډېر وخت کېږي چې دغه بازار کې کار کوي.
ځينې هټيوال وايي، له نيمې پېړۍ ډېر وخت کېږي چې دغه بازار کې کار کوي.

په دغه بازار کې تر ډېره لاسي کولرونه، بخارۍ، لاسي ګاډۍ، تبخۍ او نور بېلابېل توکي جوړېږي.

عصمت‌الله او نعمت‌الله، چې دوه نور کسب‌کاران دي وایي، په‌دې بازار کې پخوا د حلبي سازۍ اړوند نور کسبونه هم موجود وو، چې اوس له‌منځه تللي دي.

عصمت‌الله ازادي راډيو ته وويل: "دلته د اوبو ټانکۍ، ژمي کې بخارۍ، دوبي کې کولرونه او نور ډېر شیان جوړیږي. پخوا کاسې هم جوړېدلې، خو اوس نه جوړېږي."

دغه‌راز نعمت‌الله وايي: "۵۲ کاله کېږي دلته کار کوو، دا زموږ کاروبار او کسب دی. دا ډېر تاریخي بازار دی او دلته د هر موسم شیان جوړیږي."

څېړونکي وايي، په ټک‌ټک بازار کې چې پخوا توپخانه بلل کېده، د احمدشاهي عصر پر مهال په‌کې وسلې ترمیم کېدې او د وخت په تېرېدو د حلبي سازۍ په بازار بدل شو.

کندهار کې د ټک ټک بازار.
کندهار کې د ټک ټک بازار.

څېړونکی او لیکوال استاد حیات‌‌الله رفیقي وايي، په‌دې بازار کې دغه راز د وخت حکومتونو توپونه ایښي وو او د ځانګړو پېښو او وختونو پر مهال به د خلکو د خبراوي لپاره ترې استفاده کېدله.

استاد رفیقي زیاتوي: "دا ټک ټک د خلکو اصطلاح ده. د دې بازار شاوخوا تاریخي سیمو د دې بازار تاریخي اهمیت نور هم زیات کړی. دلته به پخوا توپونه ولاړ وو. د روژې په ورځو کې به د روژه مات، پېشلمي، اختر او نورو ځانګړو وختونو لپاره توپ ټک کېده چې خلک خبر شي."

د ټک‌ټک بازار تر څنګ د کندهار د یوشمېر نورو بازارونو نومونه هم خلکو په خپله خوښه بدل کړي، لکه چهارسو چې اوس په سرپوښ بازار شهرت لري.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG