د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د پېکنګ ښار د شاهي ماڼۍ تاریخي غالۍ پاریس کې په ۷۴ میلیونه ډالره لیلام شوه


په پيکنګ ښار کې د شاهي ماڼۍ یوه کمسارې غالۍ
په پيکنګ ښار کې د شاهي ماڼۍ یوه کمسارې غالۍ

په پيکنګ ښار کې په شاهي ماڼۍ کې یوه کمسارې غالۍ چې په تېرو ۳۴ کلونو کې د خلکو له سترګو پټه وه، په پاریس کې په ۶.۸۸ میلیونه یورو (۷.۷۴ میلیونه ډالره) لیلام شوه.

په شپاړسمه پېړۍ کې په مينګ شاهي کورنۍ کې پراوبدل شوې دغې غالۍ د ډریګن په نوم مارته ورته پښې او وزرې لرونکي ځناور انځورونه جوړ شوي او د غالۍ په منځ کې یوه ملغلره جوړه شوې ده.

دا غالۍ په ځانګړې توګه د امپراتور تر تخت لاندې د هوارولو لپاره اوبدل شوې وه.

په لندن کې د کرسټي په نوم لیلام خونې د غالیو ماهرې لوئیس براډهرسټ رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "دا په بشپړ ډول یو شاهکار دی. داسې خلک شته چې کمساري هنري توکي ټولوي او داسي بنسټونه او اشخاص هم شته چې د هنر د کارونو په لټه کې دي. د داسې هنري شیانو په لټه کې دي چې تاریخي اهمیت او په زړه پورې ښکلا ولري. په دې غالۍ کې دا هر څه شته او دا د هنر یوه کمسارې ټوټه ده چې په تېرو ۳۴ کلونو کې لومړی ځل بازار ته راوتلې ده او دا یو کمساری فرصت دی."

تر پلورل کېدو مخکې د دې غالۍ په اړه اټکل شوی ووچې له درې نیمو میلیونو یورو څخه تر څلورنیمو میلیونو یورو پورې به وپلورل شي.

دا د خپل ډول لومړۍ غالۍ ده چې په یوه شخصي کلیکسون کې به وي. دې ته ورته نهه نورې غالۍ د پيکنګ ماڼۍ په موزیم کې دي.

د کرسټي په وینا دا غالۍ په ۱۹۲۰میلادي کال کې لومړی ځل له چین څخه یوې امریکايي جوړې اخیستې وه.

دوی دا غالۍ د کلیولینډ میوزیم ته په پور ورکړه او وروسته یې په ۱۹۸۷میلادي کال کې په سویس کې پر یوه کس وپلورله.

ویل کېږي د دې غالۍ اصلي رنګ سور وو، خو اوس يې خپل رنګ تللی او طلايي ژړ رنګ ته ورته دی.

XS
SM
MD
LG