د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د ايران پوله‌ساتو له‌خوا د وژل شويو افغان وګړو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي


دا انځور له هغه ويډيو اخيستل شوی چې پر ټولنيزو شبکو خپريږي او دغه کسان په‌کې ادعا کوي چې دوی له پېښې څخه ژوندي پاتې شوي کسان دي.
دا انځور له هغه ويډيو اخيستل شوی چې پر ټولنيزو شبکو خپريږي او دغه کسان په‌کې ادعا کوي چې دوی له پېښې څخه ژوندي پاتې شوي کسان دي.

د هغو افغان وګړو کورنۍ چې ادعا کېږي د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا په ډزو وژل شوي، د عدالت غوښتنه کوي.

د پاکستان او ایران ترمنځ د پولې په کالګان سیمه کې د وروستۍ پېښې یو عیني شاهد ادعا کوي چې، د ایراني ځواکونو له‌خوا پر دوی ډزې شوې دي.

د حال وش په نوم د بشري حقونو خپرونې د راپور پر بنسټ چې د سیستان او بلوجستان اړوند خبرونه خپروي، د یک‌شنبې ورځې ماښام د تلې مياشتې په ٢٢مه نېټه د ایراني پوله‌‌ساتو په ډزو کې له ۳۰۰ افغانانو څخه تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شوي او یوازې له ۶۰ تر ۷۰ پورې یې ژوندي پاتې دي.

"نوم یې ګل اغا و، اووه ویشت کلن و او یو زوی یې درلود، مور او پلار یې هغه د قرضونو لپاره ایران ته ولېږه، خو هلته شهید ش
تاج محمد، د پېښې د یو قرباني د تر زوی

دا شمېرې لا تر اوسه د خپلواکو بنسټونو له‌خوا نه‌دي تایید شوي او ازادي راډیو هم نه‌شي کولی په خپلواکه توګه دا تایید کړي.

خو د دغې خونړۍ پېښې د يوشمېر قربانيانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي، له نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غواړي چې دې موضوع ته رسېدنه وکړي.

جمال‌الدين هغه پلار دی چې په‌دې پېښه کې يې ځوان زوى وژل شوی او په‌داسې حال کې چې دې پېښې ته د رسېدنې غوښتنه کوي، ازادي راډيو سره یې په خبرو کې یې وويل، فکر نه‌کوي چې غږ به یې د کومې مرجع له‌خوا واورېدل شي.

هغه وايي: "که دولت ته څه ووایو بیا هم، نه له موږ څخه پوښتنه کوي او نه کوم کار کوي، زموږ خبرو ته پاملرنه نه‌کوي چې هر څه ووایو."

۲۷ کلن ګل اغا چې یو زوی یې هم درلود، د دې پېښې یو بل قرباني دی.

د ګل اغا د تره زوی تاج محمد دې پېښې ته د رسېدنې غوښتنه کوي او وايي: "نوم یې ګل اغا و، اووه ویشت کلن و او یو زوی یې درلود، مور او پلار یې هغه د قرضونو لپاره ایران ته ولېږه، خو هلته شهید شو، موږ د ملګروملتونو له سازمان او د افغانستان له حکومته غواړو چې دې موضوع ته رسېدنه وکړي، موږ خو د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره هغه لېږلی و او اوس هر څه چې وکړو ګټه نه‌لري."

له پېښې د ژوندي پاتې شويو کسانو ويډو څخه اخيستل شوی انځور.
له پېښې د ژوندي پاتې شويو کسانو ويډو څخه اخيستل شوی انځور.

یوشمېر نورې کورنۍ چې عزیزان یې ایران ته په لاره دي او تر اوسه یې برخلیک معلوم نه‌دی، سخت اندېښمن دي او د هغوی په تمه دي.

په ورته وخت کې د دغې خونړۍ پېښې یو عیني شاهد په هغې ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو او ځینو رسنیو کې دې پېښې ته منسوب د مړو او ټپیانو په اړه خپره شوې او کره نېټه او ځای یې نه‌دی معلوم ادعا کوي چې له ۳۰۰ کسانو څخه ۲۸۰ تنه یې وژل شوي.

ياد عيني شاهد ويلي: "ښايي له ۵۰ تر ۶۰ کسان ژوندي پاتې وي، نور ټول شهیدان شوي، شاوخوا ۱۰-۱۲ ملګري مې وژل شوي دي."

په افغانستان کې سخت اقتصادي بحران یو له هغو لاملونو څخه دی چې، د کار په لټه کې افغان ځوانان هڅه کوي له غیر رسمي لارو ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.

د کډوالۍ چارو د کارپوهانو په اند، د کاري فرصتونو برابرولو ته د طالبانو حکومت نه پاملرنه او د بې‌وزلۍ زیاتوالی د دې لامل شوی چې خلک له لوږې څخه د تېښتې لپاره خپل هېواد پرېږدي.

د دوی له ډلې سارا رحماني چې افغان کډوالو ته د عدالت غوښتنې په برخه کې هم فعالیت لري، ازادي راډیو ته وویل: "طالبان باید د کارموندنې، د خلکو د در آمد او د هېواد ځوانانو په برخه کې فکر وکړي، نه د هغو محدودیتونو په اړه چې ورځ تر بلې زیاتیږي، چې ښځې دې پارک ته نه‌ ځي، ښځې دې کار ته نه ځي، هغوی باید د هغو خلکو په اړه فکر وکړي چې له بې‌‌وزلۍ څخه تښتي او په پولو کې پرې ډزې کېږي او وژل کېږي."

د يادونې ده، چې دغې پېښې پراخ کورني، بهرني او د بشري حقونو د بنسټونو غبرګونونه راپارولي او په‌دې وروستيو کې د طالبانو حکومت د وياند مرستيال حمد‌الله فطرت د دې موضوع د څېړلو لپاره د يوې کمېټې د جوړولو اعلان کړى دى.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین کوي او په دغه پلاوي کې د دوی د حکومت ملي دفاع، بهرنیو چارو او سرحداتو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي شامل دي، چې موضوع په دقت وڅېړي او ریاست الوزرا ته راپور ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG